اقتصاد

د بې کارۍ بحران د چین ګڼ شمېر صنعتونه اغېزمن کړي دي

د رویو راپور

د یوې کمپنۍ د استخدام د برخې یو مسؤل د ۱۳۹۹ د زمري په ۴مه د چین د هینان ایالت په ژینګژو سیمه کې د کاري فرصتونو د یوه نندارتون په ترڅ کې د وظیفوي اعلان پاڼه سريښوي. چین د بې کارۍ له یوې بې ساري څپې سره مخامخ دی. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

د یوې کمپنۍ د استخدام د برخې یو مسؤل د ۱۳۹۹ د زمري په ۴مه د چین د هینان ایالت په ژینګژو سیمه کې د کاري فرصتونو د یوه نندارتون په ترڅ کې د وظیفوي اعلان پاڼه سريښوي. چین د بې کارۍ له یوې بې ساري څپې سره مخامخ دی. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

چین په ټولو سکتورونو کې د بې کارۍ له یوې بې ساري څپې سره لاس او ګرېوان دی، چې په راتلونکیو کالونو کې د اقتصادي کمزورتیا ګواښ رامنځته کوي.

په شانګهای کې، خلک د څو یوانو د ترلاسه کولو په بدل کې د وینې ورکولو لپاره د وینې د بانک مخې ته په کتارونو کې ولاړ وي.

په ګوانګ ژو او شینژین کې، کډوال کارکوونکي چې نشي کولی کار پیدا کړي، په کوڅو کې د ودانیو تر رپکونو لاندې، د پلیو لارو په تونلونو او د اورګاډو په سټېشنونو کې ویده کیږي.

د ټولنیزو رسنیو په یوه پاڼه ډویین کې د «کله چې تاسو وظیفه نه لرئ چېرې کولی شئ ویده شئ» تر عنوان لاندې یو لړ ویډیوګانې خپرې شوي دي. دغه ویډیوګانې په لسګونو میلیونو ځلې کتل شوي، چې په چین کې او په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ د بې کارۍ پراخ بحران په ګوته کوي.

کار لټونکي د وږي په ۴مه په بیجینګ کې د کاري فرصتونو په یوه نندارتون کې برخه اخلي. د چین د اقتصاد کمزوري کېدلو په میلیونونو ځوانان له داسې یوه حالت سره مخامخ کړي چې د کمېدونکیو کاري فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سره سخته سیالي کوي او له یوه غیرمطمئن راتلونکي سره مخامخ دي. [جادې ګاو/ای اېف پي]

کار لټونکي د وږي په ۴مه په بیجینګ کې د کاري فرصتونو په یوه نندارتون کې برخه اخلي. د چین د اقتصاد کمزوري کېدلو په میلیونونو ځوانان له داسې یوه حالت سره مخامخ کړي چې د کمېدونکیو کاري فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سره سخته سیالي کوي او له یوه غیرمطمئن راتلونکي سره مخامخ دي. [جادې ګاو/ای اېف پي]

رویټرز د کب په ۸مه د رسمي ارقامو په استناد راپور ورکړ چې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې ۸.۴ میلیونه ښاري وظایف په چین کې کم شوي چې شمیر یې ۴۵۹.۳۱ میلیونو ته را ټیټ شوي دي. دا له ۱۹۶۲ کال راهیسې لومړنۍ کمېدا ده.

د احصایې د ملي ادارې له خوا خپره شوې د بې کارۍ شمیر ۵.۶٪ وه، یعنې په چین کې د بې کاره ښاري وګړو شمېر ۲۵.۷ میلیونو ته رسېږي.

په ښاري سیمو کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه په نامناسب ډول لوړه ده. د ۱۴۰۱ د چنګاښ په میاشت کې اوج ته ورسېدله، چې تقریبا یو پر پنځه ښاري ځوانان چې له ۱۵ څخه تر ۲۴ کالونو پورې عمرونه یې لرل، بې کاره ول.

د چین په رسنیو کې په دې هکله راپورونه ډېر عام دي چې د پوهنتون محصلین «د بې کارۍ لپاره فارغېږي»، او وېره ده چې سږ کال به په بېلابېلو صنایعو کې د کار د بازار لپاره د رقابت تر ټولو سخت کال وي.

دوامداره بې کاري

شانګهای ته د فرانسوي واینو واردوونکي ډینګ زیکون وویل، د کار مارکېټ د بېلابېلو دلایلو له امله له ګڼ شمېر فشارونو سره مخامخ دی.

هغه وویل، «له بهر څخه غوښتنې ډېرې کمې شوي، او د صادراتو سوداګرو هغسې لاسته راوړنه نه لرله چې تمه یې کوله. په داخل کې د استعمال مارکېټ اوس هم کمزوری دی، او حتی چې ځینو ناخوښو کارمندانو په خپله خوښه استعفا ورکړې ده.»

د ډینګ یوه کارمند چې له لېسانس څخه یې پورته زده کړې کړي دي، د لیندۍ په میاشت کې خپله وظیفه پرېښودله او د کب په میاشت کې یې بیا له هغه څخه وغوښتل چې که کولی شي چې بېرته پخواني کار ته راستون شی.‌

ډینګ وویل، «اوس د دې موقف لپاره له ۳۰ څخه ډېر کسان سیالي کوي، او داسې خلک هم په کې شته چې ډېره تجربه لري. زه لا هم په دې هکله زړه نا زړه یم چې آیا هغه ته ووایم چې کار ته راستون شي.»

کوکو چېن چې په شانګهای کې د اعلانونو جوړولو په برخه کې کار کوي، وویل چې څو میاشتې مخکې د یوې متوسطې کچې د اعلانونو له کمپنۍ څخه له استعفا وروسته، تر اوسه پورې هم هغې بله وظیفه نه ده موندلې.

چېن وویل، «زما کاري سوانح په نسبي توګه ښې دي. ما په چین کې د اعلانونو یو شمیر ډېرې مشهورې پروژې ترسره کړي دي، خو د کار لټون هغسې ښه نه دی چې تمه یې کېدله، او دا هغه څه دي چې ما یې تمه نه لرله،» او زیاته یې کړه چې پرېکړه یې کړې ترڅو خپل د اعلانونو کار پیل کړي.

د چین د استخدام یوه تر ټولو لویه ویب پاڼه Zhaopin.com د کب په میاشت کې د نږدې ۵۰۰۰۰ اداري کارمندانو یوه سروې ترسره کړه. سروې وښودله چې ۴۷.۳٪ ځواب ویونکو اندېښنه لرله چې هغوی ښایي سږ کال وظیفې له لاسه ورکړي. دا د تېر کال د ۳۹.۸٪ په پرتله زیاتوالی ښیي.

تقریبا ۶۰٪ ځواب ویونکیو «ناڅرګند اقتصادي چاپېریال» د داسې لوی فکتور په توګه یاد کړ چې د هغوی په اعتماد باندې اغېز کوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۸.۴٪ څخه لوړوالی په ګوته کوي.

د ټکنالوجۍ په کمپنیو کې له کار نه ګوښه کېدنې

هغه څه چې په های ټېک صنعت کې په زړه پورې او لوړو تنخواګانو موقفونه بلل کېدل هغه اوس «په لوړ خطر کې دندې» ګڼل کیږي.‌

په ۲۰۲۲ کې علي بابا تقریبا ۲۰۰۰۰ کارکوونکي له کاره ګوښه کړل. د ټکنالوجۍ د لویې کمپنۍ په تشکیلاتو کې دغه تازه بدلون ډېر کارمندان وارخطا کړي چې نور کسان به هم ګوښه شي.

ګوښه کېدنې په تینسینت (Tencent) کې چې د اسیا د انټرنټ تر ټولو لویه کمپني ده، هم له څو میاشتو راهیسې کارمندان ګواښي.

د رسنیو له یوه راپور څخه وروسته چې ویل یې د چین د ټکنالوجۍ دا کمپنۍ تر ۳۰۰ پورې کارمندان له کاره ګوښه کوي، د چین د ټکنالوجۍ دغې لویې کمپنۍ د کب په میاشت کې رویټرز ته وویل چې هغه د کارمندانو د شمېر په برخه کې اصلاحات راولي.

څلورو سرچینو د لړم په میاشت کې رویټرز ته وویل، دا اوازې د دندو د کمولو له یوه پړاو څخه وروسته خپرې شوې چې په ترڅ کې یې د تینسینت د ویډیو سټریمینګ، لوبو او کلاوډ سوداګرۍ څانګې په نښه کړای شوې.

له چین څخه بهر اوسیدونکي یوه لوړپوړي مبصر وانګ جیان وویل، د اقتصادي رکود اغېزو د تخنیکي شرکتونو لپاره په زیاتېدونکي ډول سخته کړې چې له کتونکیو څخه پیسې ترلاسه کړي.

وانګ وویل، «د تینسینت او مایتون په څیر شرکتونه ډیر کتونکي لري، او د دوی سوداګریز ماډل دا دی چې کتونکي په نغدو پیسو بدل کړي، چې د کتونکو د پیسو په نوم یادیږي. کله چې اقتصاد ټیټ وي، د کتونکو د پیسو مینځل خورا ستونزمن کیږي ځکه چې [کاروونکي] د پیرودلو وس نه لري.»

هغه وويل، سربيره پر دې «په چين کې سياسي چاپيريال ورځ تر بلې دوستانه کيږي، او د انټرنيټ شرکتونو لپاره د بهر ته د پراختيا لپاره فضا لږ تر لږه کمه شوې ده.»

له دې امله، «د انټرنیټ په کمپنیو کې د لوړو تادیاتو ډېر موقفونه د لوړ خطر په پوستونو باندې بدل شوي دي.»

مهاجر کارګران په ستونزمن حالت کې دي

چینایي مهاجر کارګران، په ځانګړې توګه هغه کسان چې کورنۍ یې په کلیو کې ثبت دي، د هیواد د کار بازار ډېر سخت ځپلي دي.

دا کارګران د ښاري بیکارۍ په کچه کې شامل نه دي، لاکن دوی د پسرلي جشن له پای ته رسیدلو راهیسې په ښارونو کې بند پاتې دي او کار نشي‌ موندلی .

چین شاوخوا ۳۰۰ میلیونه مهاجر کارګران لري، چې ډیری یې اوس وزګار دي.

د کب په نیمایي کې، ډېر شمېر مهاجر کارګران په داسې حال کې لیدل کېدل چې د ګوانګجو په جنوبي سټیشن او د دونګ ګوان په ختیځ سټیشن کې راټول شوي وو، او دا وړتیا یې نه لرله چې کار ومومي او دې ته مجبور ول چې خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.

هغه مهاجر کارګران چې له کار څخه اېستل شوي په داسې حال کې لیدل شوي چې د شینژین لونګوا بس سټیشن ته نږدې د سرکونو په اوږدو کې له خپلو وسایلو سره په ځمکه ناست دي، او ځینې یې حتی تر پلونو لاندې یا عامه پارکونو کې ویده کیږي.‌

آنلاین شریکې شوي ویډیوګانې ښیې چې بې کاره اوسیدونکي په شینژین کې د ودانیو تر څنډو لاندې کېني، په داسې حال کې چې نور د وړیا هستوګنې او خوړو موندلو یا په هوټلونو کې د وړیا شاورونو د حمامونو په هکله لارښوونې شریکوي.‌

لنډمهاله کار

د کار په دې ناڅرګند بازار کې، یو شمېر بې روزګاره ځوانانو «لنډمهاله کار» ته مخه کړې ده.

د رسمي احصایو له مخې چې د ۱۴۰۱ د کب په میاشت کې یې راپور ورکړل شوی، شاوخوا ۲۰۰ ملیونه چینایان د «لنډمهالي کار» په حالت کې دي.

د تېنک چاینا په نامه مجلې د معلوماتو په اساس چې له سینګاپور څخه خپرونې کوي، «د چین لنډمهاله کار ۲۰۰ میلیونو ته ورسېد» اصطلاح د هغو لټونونو په سر کې وه چې په وایبو باندې لټول شوي دي.

دولتي رسنۍ «لنډمهالی کار» په مثبتو ټکو کې بیانوي، خو د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکي مشکوک دي چې دغه نسبتا نوې اصطلاح د بیکارۍ یو بل نوم ده.

تېنک چاینا وویل، دا داسې پوښتنه راپورته کوي چې «څومره خلک د کار نه کولو یو د حسد وړ ژوند لري او څومره نور کار کوي او په همغه تنخوا باندې روزمره ژوند تیروي؟»

د وایبو کاروونکو ورته اندیښنې څرګندې کړي دي:

هغوی وایي، «دا یواځې له لاس څخه تر خولې پورې ژوند دی، او بیا هم هغوی ورته خوشحال دي.»

«هغوی بیکاري او لنډمهاله کارونه ډیر غیر متعارفه او د هیجان وړ څرګندوي.»

د ګلوبل ټایمز پخواني مدیر هو شیجین وویل، «د ۲۰۰ میلیونو شمېره یوه لاسته راوړنه نشي ګڼل کېدلی. دا یو حقیقت دی. خپګان او سختي به خامخوا له خوښۍ څخه ډیر وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که په دې ورځو کې د افغانستان د لویو ښارونو حال ووینئ په خپله به ووائ چې افرین دې په افغانانو وي. روژه ده. کارونه نشته. که څوک کار پیدا کړي په همدې روژه کې چې شاخوا ۱۵ ساعته دوام کوي نه اوبه شته نه خواړه مګر خلک د مجبوریت نه بیا هم د ورځې ۶-۸ ساعته کار کوي او کار هم دروند او داسې کارونه هم شته چې ټول لمر ته کېږي. خدای دې د افغانانو په حال رحم وکړي که چاته بیا کار پیدا نه شي هغه نو مجبور مازدیګر کې یو ځای د سوال لپاره څادر وغوړوي او له خلکو سوال وکړي. دا چې نور وخت کې هم چندان کارونه نه وو خو روژه کې بې کاري بیخي زیاته شوې ده او د خلکو حال وګورې چې خیریه بنسټونو والا یوې مړئ ډوډۍ پسې منډې وهي د سړي بیخي زړه موړ شي چې دا حالت به تر کومه دوام کوي او خلک به تر کومه داسې زوریږي؟ کلونه کلونه وشول افغانستان نه نه بیکاري ورکه شوه، نه لوږه ورکه شوه، نه جنګ ورک شو او یوه بدبختي هم ورکه نه شوي ... علت یې هم جنګ دی. که جنګونه نه وو، ولې به نن د حیا او عزت خلک د سړکونو په سر سوال ته کېناستل. بیا خیریه بنسټونو والا یې راواخلي ټولې دنیا ته یې وښيي مرسته به یې د دوه ورځو نه وي چې پرې تېري شي خو ټولو خلکو ته به یې رسوا کړي چې سوال کوي... خدای تعالی دې نور د افغانانو په حال رحم وکړي.

ځواب ورکړئ