تجزيه

روسیه ایران ته د سو-۳۵ الوتکو په ورکولو کې ناکامه شوې چې د دغه اتحاد د ټینګښت په هکله یې ګنګوسې راپورته کړي دي

د سلام ټایمز راپور

د روسیې یوه سوخوی (سو-۳۵) جنګي الوتکه د ۱۳۹۸ د تلې په ۴مه د سوریې په لاذقیه ولایت کې د روسیې له حمیمیم پوځي اډې څخه پورته کیږي. [ماکسیم پوپوف/ای اېف پي]

د روسیې یوه سوخوی (سو-۳۵) جنګي الوتکه د ۱۳۹۸ د تلې په ۴مه د سوریې په لاذقیه ولایت کې د روسیې له حمیمیم پوځي اډې څخه پورته کیږي. [ماکسیم پوپوف/ای اېف پي]

که څه هم چې ایران د روان کال په پیل کې له مسکو سره داسې یو تړون وکړ چې ترسره کېدلو ته یې ډېر انتظار کېده، لاکن په وروستیو ورځو کې ایراني رسنیو راپورونه ورکړي چې روسیه به ایران ته سوخوی - ۳۵ (سو-۳۵) الوتکې ور نه کړي.

ایراني چارواکو د مرغومي په میاشت کې اعلان وکړ چې هغوی له روسیې څخه د ۲۴ سوخوی - ۳۵ جنګی الوتکو غوښتنه کړې او «په دریو میاشتو کې به یې ترلاسه کړي».

سو- ۳۵ جنګي الوتکې د سیو-۲۷ الوتکو د کورنۍ د ۲۰۱۳ کال ډول دی. اصلي سیو- ۲۷ د شوروي د هوایي ځواک د ۱۹۷۰مې میلادي لسیزې د یوه نوښت په لړ کې جوړې شوي دي.

په پام کې وه چې سو-۳۵ الوتکې د ایران د هوایی ځواک ترټولو عصري جنګي الوتکې او همدارنګه له ۱۹۹۰مو راهیسې چې ایران له پخواني شوروي اتحاد څخه مېګ -۲۹ او سو – ۲۴ الوتکې اخیستې وې، د ځواک لومړنی نوی د الوتکو سیستم وګرځي.

وروستې الوتکې چې ایران له روسیې څخه اخیستې وې مېګ – ۲۹ وې چې په ۱۳۶۹ کال کې اخیستل شوې وه. [Hamshahrionline]

وروستې الوتکې چې ایران له روسیې څخه اخیستې وې مېګ – ۲۹ وې چې په ۱۳۶۹ کال کې اخیستل شوې وه. [Hamshahrionline]

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د روسیې د ولسي جرګې (دوما) رئیس ویاښیسلاو ولودین سره ګوري. د ایران «ختیځ ته د کتلو» سیاست دغه هېواد روسیې ته نږدې کړی دی. [president.ir]

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د روسیې د ولسي جرګې (دوما) رئیس ویاښیسلاو ولودین سره ګوري. د ایران «ختیځ ته د کتلو» سیاست دغه هېواد روسیې ته نږدې کړی دی. [president.ir]

د راپورونو له مخې ایران ته د سپارلو لپاره نومول شوې سو – ۳۵ الوتکې په ۱۳۹۸ کې د مصر له خوا غوښتل شوې وې لاکن هېڅکله هم ور ونه سپارل شوې.

د تهران له خوا له مسکو څخه د سو۳۵ الوتکو د پېرلو خبرونو د سلواغې تر میاشتې پورې دوام درلود. د ایران پوځي چارواکو ویل چې د ایران د هوايي ځواک الوتکې زړې دي او «د څلورم او پنځم نسل جنګېدونکې الوتکې» په کې نشته.

په هغه وخت کې، د ایران د پارلمان غړي شهریار حیدري، چې د ملي امنیت په کمیټه کې دنده ترسره کوي، په ډاډ سره وویل چې دا جنګي الوتکې به د نوي هجري لمریز کال په لومړیو کې ایران ته وسپارل شي.

د وري په میاشت کې، د الوتکو د رسېدلو په تمه، د ایران حکومت وویل چې «له روسیې څخه د ۲۴ سو-۳۵ جنګي الوتکو د پیرودلو لپاره یو تړون نهایی شوی دی».

دا معامله په ۱۳۹۷ کال کې د ایران د پخواني ولسمشر حسن روحاني د دویمې دورې پر مهال شوې وه، او د ځینو راپورونو له مخې، تهران په هغه وخت کې د پیرودلو لپاره پوره پیسې ورکړې وې.

د غبرګولي په میاشت کې، د ایران د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال حمید واحدي په یوه تلویزیوني مرکه کې د سو-۳۵ جنګي الوتکو په هکله پوښتنې او ګنګوسې مطرح کړې.

هغه وویل، «موږ ورته اړتیا لرو، خو نه پوهیږو چې کله به زموږ په وسایلو کې شامل شي، ځکه دا داسې مسئله ده چې باید د لوړ پوړو چارواکو له خوا یې پرېکړه وشي.»

د اسلامي جمهوریت د ټولو نورو مسایلو په څېر، په دې هکله هم جزیات ګونګ او ناڅرګند دي، چې په هکله یې ډېری ګومانونه او ګنګوسې کېدی شي.

د ولسمشر ابراهیم رئیسي ادارې په دې اړه چې ایا روسیې ته پیسې ورکړل شوې دي، خوله پټه ساتلې ده، ایراني رسنیو د کورنیو معلوماتو د کموالي له امله تر ډېره د بهرنیو رسنیو په حواله خبر ورکړی او بهرنیو فارسي رسنیو هم د دغه تړون په اړه متضاد راپورونه خپاره کړي دي.

'د یوې کوچنۍ موضوع په اړه ډیر تبلیغ'

د سو-۳۵ الوتکو د سپارلو په هکله د ګډوډۍ او ګومانونو په ترڅ کې، د چنګاښ په میاشت کې څرګنده شوه چې دغه جنګي الوتکې به چې له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېږي، رانشي، او هیڅ یو حکومت هم په دې هکله توضیحات نه وړاندې کوي.

د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني د چنګاښ په ۲۹مه د جنګي الوتکو د را رسېدلو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې ټکو وویل، «دې ته په پام سره چې موږ ځینې وړتیاوې لرو، موږ ممکن د ځینو تجهیزاتو اخیستلو اړتیا احساس نه کړو.»

هغه وویل چې «نور هیوادونه حتی د پیرودلو لپاره ایران ته راځي»، او یادونه یې وکړه چې «ایران په تخنیکي، ساینسي، تولیدي، تحقیقي او د هوایي ځواک په ټولو اړوندو برخو کې د نړۍ له غوره هیوادونو څخه دی».

هغه زیاته کړه، «دا چې شرایط زموږ لپاره مناسب دي چې په هېواد کې دننه [جنګي الوتکې] تولید کړو، موږ دې نتیجې ته ورسیدو چې موږ کولی شو په هیواد کې دننه یې تولید کړو».

هغه زیاته کړه، ایران په خپلو انتخابونو غور کوي.

په ایران کې د پوځي چارو یوه کارپوه المشارق خبري وېب سایټ ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، «ایران له ۱۳۶۹ کال راهیسې د ایران او عراق د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د جنګي الوتکو د پېرلو هڅه کوي، خو په دې کار نه دی توانېدلی.»

دغه شنونکي وویل، «رژیم ډاډه و چې دا یوه ترسره شوې معامله وه او په دې هکله یې ډیر شور جوړ کړ، هڅه یې وکړه چې نړۍ ته دا باور ورکړي چې له روسیې سره په یوځای کېدلو سره په یوه لوی ځواک باندې بدلېږي.»

هغه وویل، دا ټول د چایو په یوه پیاله کې د توپان په څېر ثابت شول، او زیاته یې کړه چې ځینې راپورونه وايي چې روسیې ایران ته د سو-۳۵ الوتکو او د هغو د ټیکنالوجۍ، پرزو او خدمتونو د نه صادرولو پرېکړه کړې، خو دا لا څرګنده نه ده چې ولې دا تړون له منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه، دا هم څرګنده نه ده چې دا تړون له منځه تللی او که روسیې د سو-۳۵ الوتکو له ورکولو څخه انکار کړی دی.

غیر متوقع ستونزه

د ایران تعادل ورځپاڼې د یوه بې نومه ایراني خبریال له قوله ویلي، د هوايي ځواک قوماندان واحدي د سو-۳۵ جنګي الوتکو له پېرلو سره مخالف و، خو دا نه ده څرګنده چې ولې.

د راپور له مخې، خبریال وویل، چې د روسیې حکومت ایران ته د راتلونکو ۳۰ کلونو په جریان کې د سو-۳۵ الوتکو ټکنالوجۍ، پرزو او ترمیم له ورکولو سره خپل مخالفت اعلان کړی، خو دلیل یې بل یاد کړی دی.

ځینې کتونکي وايي، ښايي تحویلي لغوه شوې وي ځکه چې د ایران پوځ د څو کلونو لپاره پرزو او ترمیم ته اړتیا درلوده، او د ټیکنالوجۍ د لیږد غوښتنه یې کوله څو خپل تولید او د خدمات پیل کړي.

دا ښکاره اختلاف په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې ایران او روسیې د اوکراین پر سر د روسیې د جګړې پر مهال اړیکې ژورې کړې، تهران مسکو ته بې پیلوټه الوتکې برابرې کړې او په روسیه کې یې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو یو تړون لاسلیک کړی دی.

د راپورونو له مخې، یوه ایراني پلاوي د مرغومي په ۱۵مه د روسیې له یلابوګا ښار څخه لیدنه وکړه او یو «تش ځای» یې ولید چې هلته به د ډرونونو د تولید مرکز جوړ شي.

د وال سټریټ ژورنال او ایراني رسنیو په وینا، دا مرکز به د شاهد – ۱۳۶ د پرمختللي ډول ۶۰۰۰ الوتکې جوړې کړي.

د الوتکو د پېرودلو ځنډ په داسې حال کې رامنځته کیږي چې ایران، د اوکراین په جګړه کې د روسیې له مصروفیت څخه ګټه پورته کوي، او په سوریه کې، چې دواړه هیوادونه په کې متحدین دي خو په عین حال کې سره سیالي کوي، د برلاسي ترلاسه کولو هڅه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیې، ایران او پاکستان درې واړو وخت په وخت له افغانانو سره دښمني کړې ده. پاکستان او ایران اوس هم دغه دښمني کوي. افغانان باید همېشه د دغو درې واړو هېوادونو او بالخصوص د پاکستان پر وړاندې چې ځان په سیمه کې د برتانیا میراث خور بولي، چمتو واوسي. تاسو لیکلي چې روسیه ایران ته الوتکې نه ورکوي، لاکن ماته دا خبره ریښتیا نه ښکاري. دلیل یې دا دی چې د راپور په بله برخه کې راغلي چې ایران پخوا روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکولې چې له هغو څخه په استفادې سره روسانو په اوکراین کې بمباري کوله، او اوس ایران غواړی چې د روسیې په خاوره کې دننه د بې پيلوټه الوتکو د جوړولو سیستم نصب کړي. که همدا فرضیه سرچپه کړو، معنی یې دا راوځي چې روسیه هم د دې لپاره چې له نړۍ والې ټولنې څخه ځان پټ کړي، امکان لري چې د ایران په خاوره کې دننه د سوخو - ۳۵ الوتکو د جوړولو سیستم نصب کړي او پخپله په ایران کې دننه یې جوړې کړي. یا لکه څنګه چې د ایران د دفاع وزیر ویلي،‌ کېدی شي پخپله ایرانیان دغه یا دغو ته ورته جنګي الوتکې جوړې کړي او دا له امکان څخه لیرې نه ده چې روسي تخنیکران به ورسره مرسته وکړي. زه فکر کوم چې د ایران، پاکستان او روسیې د حرامیتوبونو پر ضد د مبارزې لپاره یوه لاره دا ده چې امریکا او د افغانستان حکومت (طالبان) پخپلو کې سره کېني او د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ د شرایطو په هکله سره خبرې وکړي. د دې کار لپاره کېدی شي چې له طالبانو څخه غوښتنه وشي چې خپل حماقت پرېږدي او د احمقانه پرځای خپل حکومتي سیستم په عصري بڼه جوړ کړي چې له نړۍ والې ټولنې سره یې سیالي هم جوړه شي او پخپله هم د حکومت په څېر ښکاره شي. یعنې د ښځو تعلیم، کار، مدني حقونه، د اقلیتونو حقونه... دا باید عملي کړي،‌ او امریکا هم تعامل ته مخه کړي.‌

ځواب ورکړئ

روسانو باید په دې فکر کړی وای چې د اوکراین د جګړې په داسې حساسو شېبو کې چې نړۍ یې مخنیوی کوي، د ایران په څېر یوه هېواد ته چې د اسلامپالو ډلو ملاتړ کوي، څنګه جنګي الوتکې ورکړي. د دغو الوتکو ورکول که له یوې خوا د روسانو په ګټه تمامیږي، له بلې خوا یې د دوی د نږدې متحدینو د خفګان لامل شوی دی. دا ښه خبره وه چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ اختلافات موجود وو. ایران د نړۍ په بل کوم ځای کې داسې مخ نه لري. کله چې د روسانو لاسونه پرې کړل شي، د ایران زوال به پخپله واقع شي.

ځواب ورکړئ