کله چې احمد الشرع د تلې په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې سټېج ته ودرېد، نو ډیرو کمو خلکو به د هغه د داسې یو مزل تصور کولی شوای.
الشرع چې یو وخت د القاعدې تر بیرغ لاندې اورپکی و، اوس په یوه توره درېشي او نېکټایي کې ولاړ و، او د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه یې د نړۍ مشرانو ته خطاب وکړ. په شپږو لسیزو کې هغه لومړنی کس و چې په ملګرو ملتونو کې یې د خپل هېواد استازیتوب وکړ.
له یوه افراطي څخه یوه سیاستوال ته د الشرع ډراماتیک بدلون یو پیاوړی حقیقت په ګوته کوي؛ او هغه دا چې مشروعیت د تاوتریخوالي له لارې نشي ترلاسه کېدلی.
نهه کاله دمخه، الشرع په عراق او سوریه کې د القاعدې یو مهم شخصیت و.
خو، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې، هغه له خپلې ډلې جلا شو او وروسته یې د مخالفو ډلو د ایتلاف، هیئت تحریر الشام په جوړولو کې مرسته وکړه.
د ۱۴۰۳ لمریز په وروستیو کې، دې ډلې په بریالیتوب سره د بشار الاسد رژیم، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ایران رژیم له خوا ملاتړ کېده، را نسکور کړ.
د ترهګرۍ د ردولو په هکله د الشرع پریکړې د عامه باور او نړۍ والې رسمیت پیژندنې لپاره لاره پرانیستله.
نن ورځ، هغه د دولت د مشر په توګه سفر کوي، نه د فراري په توګه. هغه د هیواد د ثبات او وقار د بیرته راګرځولو لپاره کار کوي، هغه هېواد چې یو وخت په کې یوازې جبر او ګډوډي حاکم وو.
د الشرع عروج ښیي چې یوازې هغه کسان چې ترهګري پریږدي او ځانونه خپلو خلکو ته وقفوي، کولی شي په هېواد دننه او بهر کې درناوی ترلاسه کړي.
د هغه بدلون د نورو لپاره، چې لاهم د تاوتریخوالي په دایره کې بند پاتې دي، د عبرت درس دی، یعنې مشروعیت له هغه ځای څخه پیل کیږي چې هلته افراطیت پای ته رسیږي.
ترهګري پرېښودل
دا په مکرر ډول لیدل شوې چې افراطي غورځنګونه په ګرده نړۍ کې د مشروع حکومتولۍ د رامنځته کولو وس نه لري.
د هغوی میراثونه یوازې تاوتریخوالی، ګډوډي او کړاوونه جوړول دي، نه حکومتولي یا درناوی رامنځته کول.
په هرات کې د نړۍ والو اړیکو شنونکي علي احمد عرفان وویل، «ترهګریز حرکتونه چې ملتونو ته یې کړاو او درد رسولی دی هېڅکله مشروع واکمني نشي جوړولی، او هغه اشخاص چې له داسې ډلو سره تړلي دي هغوی به هېڅکله هم د مشرانو په توګه ونه منل شي،»
هغه وویل، «د ترهګرو ډلو لاره غیرقانوني، تیاره او غیر انساني ده. هر څوک چې دا لاره تعقیبوي هغوی ته د مردود په سترګه کتل کیږي. په نړۍ کې هیڅوک هم ترهګر په عزت سره نه یادوي.»
عرفان وویل، د الشرع کیسه د دې ثبوت دی چې مشروعیت یوازې د افراطیت ردولو څخه وروسته پیل کیږي.
هغه وویل، «د ترهګرۍ پرېښودل د بیا زیږیدلو او نوي ژوند پیل کولو په څیر دي،»
هغه زیاته کړه، «له القاعدې څخه په جلا کېدلو سره، احمد الشرع اوس یو ملي مشر دی چې په ټوله نړۍ کې یې درناوی کیږي،»
د نذیر احمد کریمي په نامه یوه بل سیاسي شنونکي چې په هرات کې ژوند کوي، هم ورته نظر شریک کړ.
هغه وویل، «د القاعدې په څېر ډلو مشران او غړي د مرګ کومي ته ور روان دي، او ډېر یې په وروستیو کالونو کې د امریکایی بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي،»
هغه زیاته کړه، «که احمد الشرع خپله لاره جلا کړې نه وای، ښایي هغه هم د دوی په منځ کې وای،»
کریمي وویل، هرچېرې چې القاعده فعالیت کوي، هلته د پرمختګ پرځای ویجاړتیا او بې ثباتي رامنځته کیږي.
کریمي وویل، «دا ترهګره شبکه به هېڅکله په هېڅ ځای کې مشروعیت ترلاسه نه کړي، او د هغې د لارې تعقیبول یوازې د بربادۍ لامل کیږي.»
![د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع د تلې په ۲مه په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وینا کوي. [انګیلا ویس/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/10/10/52330-afp__20250924-585_329.jpg)