رسنۍ

شنونکي خبرداری ورکوي چې د وېرې پر بنسټ راپورونه ترهګرې ډلې په نامناسب ډول د توجه وړ ګرځوي

لیکوال: محمد قسيم

په دې انځور کې، چې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۱۱مه اخیستل شوی، د طلوع‌ نیوز افغان خبریالان په کابل کې د طلوع تلویزیون د خبرخونې د ننه کار کوي. [وکیل کوهسار / AFP]

په دې انځور کې، چې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۱۱مه اخیستل شوی، د طلوع‌ نیوز افغان خبریالان په کابل کې د طلوع تلویزیون د خبرخونې د ننه کار کوي. [وکیل کوهسار / AFP]

د القاعدې او د هغې له اړوندو ډلو سره د رسنیو د پوښښ یوه برخه یوازې د مالوماتو تر رسونې پورې نه محدودېږي، بلکې د خلکو پر نظر او د ټولنې پر ګډه رواني فضا جدي اغېز کوي.

شنونکي او د رسنیو فعالان وايي القاعده په قصدي ډول پر وېرې او ګواښ تکیه کوي او د ملکي وګړو اندېښنهد یوې ستراتیژیکې رواني وسلې په توګه کاروي.

کله چې رسنۍ دا ویره له کافي شالید او ژور تحلیل پرته تکراروي، نو دا خطر رامنځ ته کېږي چې په ناپوهۍ سره د همدې رواني اغېز د لړۍ برخه وګرځي.

محمد سلیم افضلي، چې په کابل کې مېشت د رسنیو فعال دی وویل، تجربه ښيي چې ځینې رسنۍ په غیر قصدي ډول القاعدې ته سمبولیک مشروعیت ورکوي.

ښاغلي افضلي سلام ټایمز ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، دا هغه وخت پېښېږي کله چې د بریدونو پوښښ تر ډېره پر شوک، وېرې او ډراماتیکو انځورونو متمرکز وي.

هغه زیاته کړه، «د ګواښونو ستر ښودل بالکل هماغه څه دي چې القاعده یې د رواني اغېز لپاره غواړي. د ملکي وګړو د اغېزمنولو لپاره د وېرې کارول له ټولنیزو ارزښتونو او د رسنیو له مسلکي اخلاقو سره په ټکر کې دي.»

افضلي ټینګار وکړ چې له تحلیل پرته د دې ډلې د نوم، انځورونو او ګواښونکې ژبې پرله‌ پسې تکرار د دې ډلې د اصلي ځواک په اړه د خلکو پوهاوی تحریفوي.

د هغه په باور، دا ډول پوښښ د القاعدې اټکلي ځواک د واقعي عملیاتي وړتیا په پرتله ډېر لوی ښيي او ورته اعتبار ورکوي. «القاعده په همدې وېرې پانګونه کوي څو خپل شتون له واقعیت څخه ډېر لوی وښيي.»

هغه وویل، «کله چې خبري پوښښ یوازې پر شوک او وحشت تمرکز کوي، افراطي ډلو ته داسې اهمیت ورکول کېږي چې د هغوی له واقعي ځواک سره سمون نه لري.»

غیر مطلوب مشروعیت

مختار موسوي، چې په کابل کې د نړیوالو اړیکو شنونکی دی وویل، ویره د عامه افکارو په جوړولو کې له تر ټولو پیاوړو محرکاتو څخه ده.

موسوي په دې باور دی چې القاعده پر دغه واقعیت ښه پوه ده او خپلې کړنې داسې تنظیموي چې د پوځي لاسته‌ راوړنو پر ځای تر ټولو زیاته رواني اغېزه رامنځته کړي.

نوموړي سلام‌ ټایمز ته وویل، «هغه رسنیز پوښښ چې پر وېرې تمرکز کوي، په غیر قصدي ډول د دې ډلې د رواني نفوذ ساحه پراخوي.»

هغه خبرداری ورکړ، «خلک پوهېږي چې دا شبکه د پام را اړولو لپاره له ګواښ او وېرولو کار اخلي، خو د وېروونکو انځورونو او سرلیکونو تکرار کولی شي دا پوهاوی تر فشار لاندې راولي.»

موسوي زیاته کړه چې د ملکي وګړو د چلند د بدلولو لپاره د وېرې کارول د انساني ارزښتونو او د ټولنې له منل شوو اصولو سره په ټکر کې دي.

عامه پوهاوی

عصمت‌ الله نوري چې په لندن کې مېشت د نړیوالو چارو شنونکی دی، باور لري چې القاعده تر پوځي ځواک ډېر پر رواني اغېز تکیه کوي..

د نوموړي په وینا، دا تکیه هم په سیمه‌ ییزه او هم په نړیواله کچه لیدل کېږي او دا ټاکي چې دا ډله څنګه غواړي د خلکو توجه او نفوذ جلب کړي.

نوري وویل، «هر کله چې له شالید او ژور تحلیل پرته د وېرې پر بنسټ راپورونه خپاره شي، دا ډله بریالۍ کېږي چې ځان له واقعیت څخه ډېر لوی او اغېزمن وښيي.»

نوموړی ټینګار وکړ چې اورېدونکي او لوستونکي ښايي د القاعدې د عملیاتي ساحې او واقعي نفوذ په اړه له مبالغې ډکو انګېرنو سره مخ شي.

هغه څرګنده کړه، «ډېری وختونه کله چې د تاوتريخجنو بریدونو په اړه له لازم وضاحت او ژورې کتنې پرته راپور ورکول کېږي، په دې سره د خلکو وېره زیاتېږي او د افراطي ډلو په ګټه راپور لا پیاوړی کوي.»

د نوموړي په وینا، «په داسې پوښښ کې د ډلې نوم او انځور په افراطي ډول تکرارېږي، چې د نفوذ او ځواک ښودلو ته لاره هواروي.»

نصرت‌ الله سیدخېل، چې په فرانسه کې مېشت سیاسي فعال دی وویل، «کله چې رسنۍ ګواښونه له مقایسې، کره معلوماتو یا مسلکي تحلیل پرته غټ ښيي، دا انځور نور هم پیاوړی کېږي او په عامه افکارو کې د وېرې او په ټولنه کې د رواني فشار د زیاتېدو لامل ګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500