2019-05-29
مسکو او طالبانو د افغان حکومت له حضور څخه پرته دپلوماتیکې اړیکې ولمانځلې
مسکو له کابل سره د خپلې دپلوماسۍ ۱۰۰مه کلیزه د طالبانو په وربللو سره چې په لمانځنه او د افغانستان د راتلونکي په هکله خبرو کې برخه واخلي، ولمانځله، دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ته په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په سترګه کتل کیږي.