امنیت

د ننګرهار اوسېدونکي خپلو کورونو، او سیمو ته، چې د داعش په هدیرو بدلې شوي، ورستنېږي

د خالد زېري راپور

افغان ځانګړيو ځواکونو، چې په ننګرهار ولایت کې د ایتلافي ځواکونو په ملاتړ د داعش پر ضد په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي، د یاد ترهګر ګروپ ملا ورماته کړې ده. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، افغان ځانګړيو ځواکونو، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي، د یاد ترهګر ګروپ ملا ورماته کړې ده.

اچین ولسوالي، چې په تېرو څو کالو کې په کې سخت جنګونه وشول، د افغانستان په ختیځ کې د داعش زېږنځای وو. دې ډلې هڅه وکړه چې په دغه ځای کې خپل د خراسان څانګې مرکز جوړ کړي.

د افغان ځانګړیو ځواکونو، چې په ننګرهار کې په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي، د ټولي قوماندان زهیرالدین موسوي،وویل، د څو میاشتو په اوږدو کې،د ایتلافي ځواکونو په مشوره او هوایي ملاتړ،‌ افغان ځواکونو د اچین ولسوالۍ له ډېرو برخو څخه د داعش لمنه ورټوله کړې ده.

داعش د مامند درې ګاونډۍ ولسوالۍ سرحد ته په شا تمبول شوی، او په دې کار روان دی چې اچین ولسوالي ټوله ترې پاکه شي.

د افغان ځواکونو له خوا داعش ته له ماتې ورکولو څخه وروسته د وري په ۵ مه ځایي خلک د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې خپلو کورونو ته ورستنېږي. [خالد زېری]‌

د افغان ځواکونو له خوا داعش ته له ماتې ورکولو څخه وروسته د وري په ۵ مه ځایي خلک د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې خپلو کورونو ته ورستنېږي. [خالد زېری]‌

یو افغان عسکر د وري په ۵ مه د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې د داعش د اورپکو لټون کوي. [خالد زېری]

یو افغان عسکر د وري په ۵ مه د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې د داعش د اورپکو لټون کوي. [خالد زېری]

موسوي سلام ټایمز ته وویل، اوس داعش یوازې د خاروې، خندکي او ګودرې په کلیو کې موجود دی، او هلته هم د ښځو په ګډون یوازې تقریبا ۶۰ جنګیالي لري.

هغه وویل، «د ولسوالۍ نورې برخې له ترهګرو څخه پاکې شوي، او دا سیمه د داعش په هدیره باندې بدله شوې ده.‌مونږ به هغوی ارام ته پرې نه ږدو، او مونږ به د هغوی د تېښتې لاره بنده کړو

د محلي پولیسو یوه قوماندان ښایسته خان وویل، «مونږ په دې ټوله سیمه کې بلد یو؛‌ مونږ له ځانګړیو ځواکونو سره راغلي یو چې داعش له منځه وېسو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«داعش ختم شوی، او قدرت یې له منځه تللی دی. اوس هغوی خپله د تېښتې لاره ورکه کړې ده،»

د امنیت یقیني کول

د داعش ظلمونو اچین ولسوالۍ ته نه محوه کېدونکي تاوانونه وراړولي دي،هلته اکثر پټي د داعش له وېرې په تېرو درې کالو کې شاړ پاتې شوي، او پخواني غنم له رېبلو څخه پرته توی شوي دي.‌

داعش همدارنګه ښوونځي په امنیتي پوستو اړولي ول او د ملکي خلکو کورونه یې په محکمو او بېسونو باندې بدل کړي ول.

د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې یو وخت سلګونو ماشومانو د سیمې په یوازني ښوونځي کې درسونه ویل. اوس هغه یوازې د داعش د پروپاګند په موادو ډک دی، او په چت کې یې د مرمیو سوري موجود دي.

ملکي خلک هیله لري چې د کډوالو په راستنېدا سره به ښوونځي بېرته فعالیت شروع کړي.‌

جګړې ۳۰۰۰ کورونه ویجاړ کړل او د سیمې ۹۰۰۰ کورنۍ یې مجبورې کړې چې سیمه ترک کړي.‌

د ځایي خلکو په وینا، خواوشا ۴۰۰۰ کورنۍ بېرته راستنې شوي، او حکومت په دې کار کوي چې راستنېدونکي خلک او له داعش څخه بېرته نیول شوې سیمې خوندي کړي.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل،‌حکومتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د ۹۰٪ برخو کنټرول بېرته ترلاسه کړی او په پاتې سیمو کې داعش دله منځه وړلو په حال کې دی.‌

هغه وویل، «هغه به هم ډېر ژر د حکومتي ځواکونو له خوا ونیول شي، او عام خلک به خپل عادي ژوند بیا پیل کړي،»

هغه وویل، «اوس،‌ مونږ په اچین کې یو ۳۰۰ کسیز محلي ځواک جوړوو. هغه منظور شوی دی. حکومت به هغوی ته وسلې او تجهیزات ورکړي،‌ او ځایي خلک به خپلې سیمې خوندي کوي.»

خوګیاڼي زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه به په مهمو سیمو کې ځای پرځای شي،»

یوه خوندوره ستنېدنه

مومند درې او اچین ولسوالیو ته ستنېدونکي خلک خوشحال دي چې د داعش له شر څخه خلاص شول.‌

حاجي محمد ایوب، چې ۴۵ کاله عمر لري د مومند درې د تنګي سیمې یو اوسېدونکی دی. هغه د هغو خلکو په ډله کې دی چې خپله کورنۍ یې سیمې ته راوستې ده.‌

هغه اوس خپل کلي ته په راستنېدلو سره، چې نور په کې داعش نشته، د خوندیتوب احساس کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په خپلو ځواکونو باندې باور لرو، او افتخار پرې کوو،‌ ځکه چې دا سیمې ټولې داعش نیولې وې او هغوی د خلکو سرونه پرې کول،»

هغه وویل، داعش چې د شریعت یو افراطي تفسیر یې تطبیقاوه، ځایي خلک چې پایڅې به یې د اورپکو په فکر ډېرې ټیټې وې، وهل او حتی وژل.‌هغه وویل، «ظلم عادي کار ګرځېدلی وو.‌دا ښه ده چې مونږ د هغوی له شر نه خلاص شوو.»

قیوم خان، چې ۲۸ کاله عمر لري او د اچین ولسوالۍ د شډل بازار سیمې اوسېدونکی دی، د داعش له وېرې له څو کالو راهیسې جلال اباد ته کوچېدلی وو. اوس هغه هم راستون شوی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما خپل دوکان بېرته پرانستی دی. کله چې دلته د داعش اورپکي ول، هیڅوک هم نشو راتللی. دلته یوازې وژنې وې، خو اوس، الحمدلله، بیا حالات خوندي دي،‌ او مونږ ډېر خوشحال یو چې حکومت داعش له منځه وېووړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو مخکې، داعش یو اسلامي دولت نه دی. دویم دا چې، د داعش او طالبانو ملاتړی په حقیقت کې دا حکومت او د هغه خارجي ملاتړ کوونکي دي.‌

ځواب ورکړئ