تروريزم

په کابل کې ځانمرګی برید په داسې حال کې وشو چې طالبان د ورځې په اوسطه ډول ۵۵ بریدونه ترسره کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

امنیتي منسوبین د غوایي په ۱۰مه د کابل په لمنه کې له یوې پوځي پوستې سره نږدې راټول شوي دي.‌ په دې سیمه کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر لږ تر لږه درې کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د غوایي په ۱۰مه د کابل په لمنه کې له یوې پوځي پوستې سره نږدې راټول شوي دي.‌ په دې سیمه کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر لږ تر لږه درې کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- یوه ځانمرګي بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰مه/ په کابل کې له یوې پوځي پوستې سره نږدې لږ تر لږه درې کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. کتونکي وایي چې طالبان د کب په میاشت کې د سولې د یوه تړون له لاسلیکولو راهیسې هره ورځ ۵۵ بریدونه ترسره کوي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین دغه شمېر تایید کړ او چاودنه یې «د افغانستان د دښمنانو له خوا د دروژې د میاشتې په ترڅ‌ کې د ملکي خلکو پر ضد یو جنایت وباله.»

یوې امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، داسې ښکاري چې د برید هدف د کابل په لمنه کې د افغان ځانګړیو ځواکونو کمپ وو.‌

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی اخیستی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، طالبان پلټنه کوي چې آیا بمي برید د هغوی کسانو کړی دی.‌

د سولې له تړون څخه وروسته تاوتریخوالی زیات شوی دی

دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې په ګرد افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، او ملګرو ملتونو د روانې اونۍ په لومړیو کې راپور ورکړ چې بریدونه د امریکایي مرکچیانو او طالبانو تر منځ د کب په لومړیو کې د یوې مهمې هوکړې، چې په پام کې وه د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته لاره هواره کړي، له لاسلیکېدلو څخه وروسته زیات شوي دي.

یوه افغان چارواکي وویل، د کب په ۱۰مه په دوحه کې د هوکړې له لاسلیکولو راهیسې طالبانو په اوسط ډول هره ورځ ۵۵ بریدونه کړي دي.‌

د دواړو لوریو له خوا د بریدونو په زیاتېدلو سره هره ورځ په لسګونو افغان امنیتي منسوبین او طالب جنګیالي وژل شوي دي.

کابل له ډېر تاوتریخوالي څخه په امن وو، خو یو لړ بریدونه چې اقلیت ګروپونه یې په نښه کړل ثابتوي چې پلازمېنه د اورپکو پر وړاندې زیان ګالې ده.

ایتلاف طالبانو ته خبرداری ورکړ

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې تاوتریخوالی، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې پر هغوی د ترسره کولو تور لګېږي،‌ کم کړي.

هغه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کمانډو ځواک له یوې ا‌ډې څخه د کتنې په ترڅ کې وویل، «که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، ځواب به یې ترلاسه کړي. موږ غواړو چې هغوی تاوتریخوالی کم کړي او ... د ټولو لوریو سیاسي مشرانو ته فرصت ورکړي چې د سولې لاره ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یووالي او اتحاد پرځای، ولې هغه بالاخره د قومي بېلتون سبب وګرځېد؟ یا دا چې ولې پلارولي دوام لري؟ دا ټول شیان د «جهالت» له امله دي. جهالت د ټولو بدمرغیو ریښه او په ټولنه کې د اقتصادي او سیاسي کمزورتیا سبب دی. دا ترهګري او تاوتریخوالی به دوام مومي مګر دا چې زمونږ خلکو ته د بصري، سمعي، چاپي او نورو وسیلو له لارې د وطن پالنې او مور وطن، د ځمکني بشپړتیا د خوندي کولو او د هېواد د ملي وقار درس ورکړل شي،‌ خو زه کولی شم ووایم چې د افغانستان په ټولو برخو کې باید بصري رسنۍ له سټیلایټ سره ونښلول شي. دا به ځانونو ته د تلویزیوني انټن یا د انټن د امپلیفایر له اخیستلو څخه پرته، د تلویزیون له لارې د هر چا لپاره د خبرتیایي پروګرامونو د خپرولو لپاره لاره هواره کړي. دا کولی شي چې یو ډېر زیات مهم او ارزښتناک رول ولوبوي. زه مطمئن یم چې د دې میتود له لارې به په دې هېواد کې جنګ په بشپړ ډول کم شي او د ټولې ټولنې تفکري ظرفیت به زیات شي.

ځواب ورکړئ

د ټولو بدمرغیو ریښه په ناپوهۍ کې ده. په ۱۹۵۳ کې، فیدل کاسترو جګړه وګټله، خو کیوبا د امریکا او کپیټالستې نړۍ پر ضد مبارزه کې جدي ستونزه لرله، او غټه ستونزه بې سوادي وه.‌ تقریباً درې پر څلور برخې کیوبایان بې سواده ول او کیوبایي کمونستان پوهېدل چې بې سواده خلک به د هغوی په ایډیالوژۍ پوه نشي او هغوی به د متحده ایالاتو او غربي بلاک پر ضد د هغوی د نظام ملاتړ تر هغه ونه کړي څو یې چې په ایډیالوژۍ نه وي پوه شوي. فیدل کاسترو په ۱۹۶۱ کې یوه انقلابي فیصله وکړه.‌ هغه ټول ښوونځي او پوهنتونونه وتړل.‌ د سواد په هکله یو کتاب خپور شو چې د کمونستي انقلاب اساسات په کې شامل شوي وو.‌ دغه کتاب معلمانو، شاګردانو او استادانو ته په عاجلو کمپونو کې د تدریس میتودونه ورښودل. بیا، هر کس په کلیو او د استوګنې سیمو کې یوې کورنۍ ته د معلم په توګه ور ولېږل شو.‌ هر لېږل شوي معلم له ځان سره یو کټ، څراغ او د سواد کتاب درلود. د ورځې په جریان کې به معلم د کورنۍ له مېرمنې سره، او د شپې به یې د ګازي څراغ له رڼا نه په استفادې سره د هغې له مېړه سره، درس ویل.‌ په دې توګه، فیدل کاسترو یوازې په یوه کال کې ټول کیوبایان باسواد کړل.‌ کیوبا د غربي بلاک د بریدونو او بندیزونو پر ضد صنعت، سوداګرۍ یا د تېلو ذخیرو هومره خوندي نه کړه لکه څومره چې خبرتیا او عالي تعلیم ملت د خپل حکومت په ملاتړ کې ودراوه.‌ د دې پر عکس، د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې تعلیم او معلم د تر ټولو ډېرو هېرو شویو اورګانونو او ټولنیزو اصنافو په ډله کې دي. دغه هېواد د سلګونو میلیونو ډالرو په قېمت د پوځي بېسونو له جوړولو څخه مخکې یوه ښه معلم او کتاب ته اړتیا لرله. اوس په دې مه حیرانېږئ چې هیڅوک هم نه پوهېږي چې آیا د حکومت ملاتړ وکړي که نه.‌ آیا اسانتیا

ځواب ورکړئ

د حکومت د غلطو سیاستونو له امله، جنګ او چاودنې هره ورځ د غریبو خلک ژوند اخلي. که حکومت د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد یو روښانه سیاست لرلی، اوس به وضعیت داسې خراب نه وای. حکومت باید د خپلو اتباعو امنیت تأمین کړي، او که نشي کولی، بیا دې پرېږدي چې قدرت طالبان په لاس کې واخلي او د خلکو امنیت خوندي کړي. د خلکو لپاره دا مهمه نه ده چې قدرت د چا په لاس کې دی، د اشرف غني که د ملا برادر. د خلکو لپاره امنیت مهم دی. د خدای لپاره اشرف غني! لطفاً د خلکو امنیت خوندي کړه. ټول خلک تباه شول.

ځواب ورکړئ