ديپلوماسي

د افغان کډوالو د وژلو په سر د ترینګلتیاوو د ډېرښت په ترڅ‌ کې اتمر له ایران څخه لیدنه وکړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱ اخیستل شوی دی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر (چپ) په تهران کې د هغه د ایراني سیال محمد جواد ظریف تر څنګ ولاړ دی. [د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱ اخیستل شوی دی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر (چپ) په تهران کې د هغه د ایراني سیال محمد جواد ظریف تر څنګ ولاړ دی. [د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت]

تهران -- په داسې حال کې چې تېره میاشت د ایراني امنیتي ځواکونو په لاس د افغان کډوالو له مړینو څخه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاوې دوام لري، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ‍‍۱/ له تهران څخه لیدنه وکړه.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۱مه/ د اتمر او د هغه د سیال محمد جواد ظریف او ورسره د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د رییس علي شمخاني د کتنې عکسونه خپاره کړل.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د چنګاښ د ۱ د یوې اعلامیې په اساس،‌ اتمر او ظریف د هغې مرګونې پېښې په هکله خبرې وکړې چې د افغانستان - ایران په سرحد کې پېښه شوې وه.‌

وزارت وویل، «د کتنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو د وزارتونو په سطحه هیئتونو په افغانستان کې د وروستیۍ تراژیدۍ، د پلټنو د نتایجو او داسې حللارو په هکله خبرې اترې وکړې چې د هغو د بیا پېښېدلو مخه ونیسي.»

دغه لیدنه له هغو مړینو څخه وروسته ترسره شوه چې په کې د غوایي په میاشت کې څو تنه افغان کډوال د ادعاوو له مخې د ایراني سرحدي ساتونکو له خوا یوه سیند ته په ور غورځېدلو او ډوبېدلو مجبور شوي ول.‌

افغان چارواکي وایي، کډوال هغه وخت مړه شول چې هغوی له هرات ولایت څخه په ناقانونه توګه ایران ته اوښتل.‌

له هریرود سیند څخه ۱۸ جسدونه چې په ځینو باندې د شکنجې او وهلو نښې ښکارېدلې، ترلاسه کړای شول،‌په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې نور کډوال ورک شوي دي. دغې پېښې په افغانستان کې غوسه او اعتراضونه راوپارول.‌

یوه افغان چارواکي وویل،‌ ۵۵ تنه کډوال مجبور کړای شوي وو چې ځانونه سیند ته وغورځوي.

ایراني چارواکو دغه تورونه رد کړل او ویې ویل چې پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه پېښه شوې ده.

ولسمشر اشرف غني د ډوبونو د پلټنې حکم وکړ. د واشنګټن او تهران تر منځ د ترینګلتیاوو د لوړوالي په ترڅ کې متحده ایالاتو د دغه ګام هرکلی وکړ.

همدارنګه، دا کتنه د تېرې میاشتې په منځ کې په یزد ولایت کې له یوې پېښې څخه وروسته ترسره شوه چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د پولیسو له خوا د یوه موټر له تعقیبولو څخه وروسته درې افغانان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

یوه ایراني چارواکي وویل، موټر چلوونکي «د پولیسو له خوا د تلاشۍ پوسته کې د موټر درولو حکم ونه مانه.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وویل، شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان، د نږدې یو میلیون ګډوالو په ګډون، په ایران کې ژوند کوي.

د نوي کروناوایرس د خپراوي له پیلېدلو څخه وروسته په لسګونو زره کډوال افغانستان ته راستانه شول، خو دا چې په سخت ځپل شوي ایران کې محدودیتونه نرم شوي دي، ډېر یې بیا هلته د کار په لټه کې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایرانیانو تل خپل جنایتونه چې هغوی د افغانانو پر ضد ترسره کړي، پټ کړي دي، او له هغه څه څخه انکار کوي چې هغوی کړي دي. دا لومړی ځل نه دی چې هغوی دا نه مني چې جرمونه یې ترسره کړي دي.‌ له دغو احمقو او بې کفایته خلکو سره کتنه او خبرې اترې هېڅ ګټه نه لري. له دې هېواد سره نړۍ والې اړیکې باید په سملاسي توګه پرې کړای شي ځکه چې دا کار د افغانستان په ګټه دی.‌ دا هېواد باید په بېلابېلو بهانو زمونږ مظلوم افغانان ونه وژني.‌

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې افغانستان تل زورورو هېوادونو ته په ګونډو شوی دی ځکه چې نه یې سیاست ښه سیاست دی او نه پوځي ځواک لري. په سیاست کې، حکومت له ټولو هېوادونو سره د اعتدال په اساس اړیکې لرلي او لري. له دې امله، یو هېواد چې په ټولو اړخونو کې مستقل نه وي او ولسمشر یې ټول واک په لاس کې اخلي، وضعیت به بهتر نشي. ښه به دا وي چې د افغانستان ملي شورا صحیح پرېکړه وکړي، خو که د ملي شورا غړي هم د خپلو تجارتونو په غم کې وي، بیا دې نو خدای د افغانستان د مظلوم ملت پر حال رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

دا لیدنې افغانستان ته هېڅ ګټه نه ور رسوي.‌ غوره لاره دا ده چې له ایران سره اړیکې پرې کړای شي. ایران نور د افغانانو یو ښه ګاونډی نه دی. افغان حکومت باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد د نفوذ مخه ونیسي او د فاطمیون ډلې پر ضد جګړې ته پوره چمتووالی ونیسي ځکه چې داعش په سوریه کې مات شوی دی او یاده ډله له هغه ځای څخه ایران ته ننوتې ده. ایران لازمه بولي چې یاده ډله افغانستان ته ولېږدوي،‌ او په افغانستان کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ترې کار واخلي.‌ دا وخت په میدان وردک ولایت کې د فاطمیون ډلې او کوچیانو تر منځ سخته جګړه روانه ده، او یادې ډلې په کوچیانو باندې برید کړی دی.‌ که حکومت په دې برخه کې ګام وانه خلي، په میدان وردک ولایت کې به یو سخت قومي جنګ ونښلي او بیا به هیڅوک هم ونشي کولی چې وژنې او وینه تویېدنې ودروي.‌

ځواب ورکړئ

پرون مې د ټویټر یو پوست ولید، یوه ایراني لیکلي وو چې افغانستان د خبرو له لارې اوبه نه راپرېږدي، د حل لاره یې دا ده چې باید کجکي بند باندې ۱۵ توغندي ور وویشتل شي چې بند مات شي او اوبه ایران ته راشي. افغانستان باید له امریکا او نورو متحدینو نه داسې وسلې او وسایل ترلاسه کړي او له ایران سره په پوله یې نصب کړي، او که ایران بیا ورانی کوي باید سخت انتقام ترې واخلي.‌

ځواب ورکړئ