کندوز -- ځایي چارواکي وایي، له ۱۵۰۰ څخه ډېرې کورنۍ چې د جوزجان ولایت له قرقین او خماب ولسوالیو څخه بې ځایه شوې وې، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د یادو ولسوالیو له ازادولو څخه وروسته خپلو کورونو ته بېرته ستنې شوې.
افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خماب د وري په ۳۱مه او قرقین د غوايي په ۱۰مه د طالبانو له خوا له دوه کلن کنټرول څخه وروسته په یو لړ عملیاتو کې پاکې کړې.
د جوزجان ولایت سرپرست عبدالقادر مالیه وویل، بې ځایه شوې کورنۍ مجبورې شوې وې چې اقچې، خواجه دوکو، شبرغان ښار او نږدې کلیو ته لاړې شي او ځانونه له جنګ او د طالبانو له ځورونې څخه خوندي کړي.
هغه وویل، «دا ولسوالۍ له څو کالونو راهیسې د طالبانو په کنترول کې وې. له نېکه مرغه، د هغو له بیا نیول کېدلو څخه وروسته ټولې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته راستنې شوې.»
هغه وویل، «هغو کورنیو چې د جنګ او ناامنۍ له امله د کورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې وې له ځایي حکومتي ادارو څخه د نقدو پیسو، خوراکي توکو او د پخلنځي د وسایلو په ګډون اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړې.»
د خماب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالباسط چې ۴۴ کاله عمر لري، وویل، «ما د طالبانو له ډاره دوه کاله په شبرغان کې په یوه کرایي کور کې تېر کړل.»
هغه وویل، «زما یو زوی په ملي پولیسو کې کار کوي، او ورور مې په ملي اردو کې خدمت کوي. زه د دې ټکي په درک کولو سره چې طالبان به ما او زما کورنۍ ووژني، مجبور شوم چې د شپې له خپل کور څخه وتښتم.»
محمدي خپل کور ته په راستنېدلو سره خوښ وو.
د بیارغونې هڅې
مالیه وویل، له طالبانو څخه د خماب اوقرقین ولسولیو له پاکولو څخه وروسته، ځایي ادارې د بیارغونې او پرمختګ پروسه پیل کړې ده.
هغه د ګڼو هغو پروژو نومونه یاد کړل چې «په نږدې راتلونکي کې» به په دغو ولسوالیو کې تطبیق شي. په هغو کې «د امو سیند په اوږدو کې د استنادي دېوالونو د جوړولو ۱۱ پروژې، دوه د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو پروژې، ۳۶ کیلومتره سرک او د اوبو د تأمین دوه پروژې شامل دي.»
هغه وویل، «موږ نشوای کولی چې دا پروژې تر دې مخکې تطبیق کړو ځکه چې سیمه د دښمن تر کنټرول لاندې وه، خو اوس کولی شو او موږ دا پروژې په یوه بهتره طریقه تطبیقوو چې د خلکو ستونزې حل شي.»
د مالیه په وینا، د سرحدي پولیسو، افغان ملي پولیسو او افغان ملي اردو د یوه ۴۰۰ کسیز ځواک په ګومارلو سربېره، چارواکو د محلي اردو د ۱۱۶ کسیز ځواک تشکیل تایید کړ، او ژر به په یادو ولسوالیو کې توظیف کړای شي.
هغه وویل، «موږ خپلو خلکو ته بیا اطمینان ورکوو چې د هغوی امنیت خوندي دی او دا چې هغوی باید خپل کارونه په یوه سوله ییز چاپېریال کې ترسره کړي.»
د جوزجان د ولایتي شورا رییس بابر اېشچي وویل، «د ټولو ولسوالیو اوسېدونکي، په ځانګړې توګه د خماب، قرقین، مردیان، منګجیک، خواجه دوکو او نورو په څېر له خطر سره مخامخ ولسوالیو اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو او د کاري فرصتونو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي.»
هغه وویل، «له نېکه مرغه، وروسته له هغه چې عسکرو دغه ولسوالۍ تصفیه کړې، داسې هیله شته چې د خلکو ستونزې به حل شي.»
په جوزجان کې یوه قومي مشر عبدالصمد جوزجاني وویل، «هلته د خماب ولسوالۍ په اکثرو کلیو کې سرکونه، ښوونځي یا کلینیکونه نشته، او خلک اوس هم په ابتدایي وسایلو باندې متکي دي.»
هغه په طالبانو باندې غږ وکړ چې له دې فرصت څخه د سولې لپاره کار واخلي او له کورونو څخه د ملکي خلکو وتلو ته مجبورول ودروي.
ډېر ښه
ځواب ورکړئ3 تبصره
زه د افغانانو په خوندیتوب باندې باور لرم.
ځواب ورکړئ3 تبصره
د افغانستان په تېرو شلو کلو جګړو کې، د کلیو او بانډو خلک ډېرې نا خوالې او کړاونه یې ګاللي. موږ د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د جګړو ځپلو خلکو سره مالی مرستې وکړي. دهقانانو ته اصلاح شوي تخمونه او کمیایي کوټ وویشي ځکه د اطراف خلک ډېر زیات د ولږې او بی وزلۍ سره مخ دي.
ځواب ورکړئ3 تبصره