جرم او انصاف

افغانانو د دفاع وزارت له خوا د شکایتونو د ثبت لپاره د ۱۹۶ شمیرې د رامنځته کېدلو هرکلی وکړ

د نجیب الله راپور

د دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل د زمري په ۷مه په کابل کې د ۱۹۶ شمیرې د پرانستلو پټۍ پرې کوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل د زمري په ۷مه په کابل کې د ۱۹۶ شمیرې د پرانستلو پټۍ پرې کوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کابل -- افغان چارواکو د ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو لپاره د یوه محرم د اړیکو شمیرې د برابرولو له امله د دفاع وزارت هڅې وستایلې. هغوی کولی شي چې د دغې شمیرې له لارې د اداري فساد، نامناسب یا غیرقانوني چلند په هکله راپور ورکړي.‌

وزارت د زمري په ۷مه ۱۹۶ عاجله شمیره پرانسته ترڅو د پېښو شاهدان وکولی شي چې د ورځې ۲۴ ساعته په وړیا توګه زنګ ووهي او د ستونزو په هکله راپور ورکړي.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش عبدالناصر اصفیا په کابل کې د اړیکې د شمیرې د پرانستلو په غونډه کې وویل، د دفاع وزارت منسوبین او همدارنګه د وظیفې په ترڅ کې د وژل شویو امنیتي منسوبینو کورنۍ کولی شي چې دغې شمیرې سره اړیکه ونیسي.‌

هغه وویل، دغو شکایتونو ته به د دفاع وزارت له قانون، لارښوونو او پالیسیو سره سم او په وخت سره رسیدنه وشي.

د وزارت چارواکو د ۱۹۶ وړیا شمیرې او شکایتونو ته د رسیدنې د برخې پرانستل د افغان ملي اردو د منسوبینو پر وړاندې د شکایتونو د حلولو او د اداري فساد او همدارنګه د نامناسب او غیرقانوني چلند پر ضد د مبارزې په لور یو مهم ګام وباله.‌

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل، «دا په وزارت کې دننه د هغو کسانو لپاره چې د افغان ملي اردو په لیکو کې خدمت کوي او همدارنګه د ملکي خلکو لپاره دی. هر څوک چې څه شکایت لري، کولی شي چې اړیکه ونیسي او د هغوی شکایت ته به رسېدنه وشي.»

هغه وویل، «که چېرې سرتیري، افسران یا ملکي خلک شکایتونه لري او نه غواړي چې هویت یې څرګند شي، د هغوی هویت به محرم وساتل شي.»

د نوښت ستاینه

د ۱۹۶ شمیرې د پرانستلو په ستایلو سره، د پارلمان غړو او افغان شنونکو وزارت ته د رسېدلو شکایتونو د جدي تعقیبولو په اړتیا ټینګار وکړ.

د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري د ۱۹۶ وړیا شمیرې د پرانستلو ستاینه وکړه.

هغه وویل، «دا یو ښه ګام دی؛ باید چې ملاتړ یې وشي. که له یوه سرتیري سره ناوړه چلند کیږي یا که یو عسکر تنخا نه ترلاسه کوي یا کومه بله ستونزه لري، چارواکي باید د هغوی غږونه واوري.»

په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت استازي محمد خالد مومند هم د شکایتونو د اوریدو د شمیرې رامنځته کیدل یو ښه ګام وباله.‌

هغه وویل، هغه به مؤثر وي خو یواځې هغه وخت چې چارواکي شکایتونه په جدي توګه تعقیب کړي.

هغه وویل، «په افغانستان کې ستونزه دا ده چې موږ نوښتونه کوو خو تعقیبوو یې نه. زه هیله لرم چې د دفاع وزارت په خپله وعده ودریږي او هغه ستونزې چې راپور یې ورکول کیږي جدي ونیسي.»

د افغانستان د بشري حقونو د موسسې رییس لال ګل لال د ۱۹۶ د شکایتونو شمیرې د پرانستې هرکلی وکړ.

هغه وویل، په کار دی چې په افغانستان کې د شکایتونو حلول دود شي.

هغه وویل، «په نورو هېوادونو کې د شکایتونو د ثبتولو رواج او د ګیلو حل قوي دی، خو په افغانستان کې، ګیلې جدي نه نیول کیږي.»

د حساب ورکوونې یقیني کول

د وزارت ویاند احمدزي وویل، د سرمفتش دفتر به په قاطع ډول ټولو شکایتونو ته رسیدنه وکړي.‌

هغه وویل، «موږ په دې برخه کې هوډمن او جدي یو. هرې برخې پورې تړلي شکایتونه به په جدي توګه حل کړای شي.»

د حکومت له خوا د خلکو ستونزو ته د رسیدنې د ورته هڅو په دوام د ۱۹۶ د اړیکو شمیره را منځته کیږي ‌

د ۱۱۹ شمیرهد پولیسو د اړیکو مرکز په ۱۳۸۸ کې فعالیت پیل کړ، او افغانانو ته یې دا اسانتیا برابره کړه ترڅو د جرمونو او مشکوکو ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د پولیسو د ناوړه چلند، اداري فساد او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله راپور ورکړي.

په ۱۳۹۷ کې، افغانانو د ملګرو ملتونو په مرسته په ټول هېواد کې د خپلو جګړې، تاوتریخوالي یا طبیعي افتونو ځپلیو هېوادوالو لپاره یو د اړیکو مرکز رامنځته کړ. ۴۱۰ وړیا شمیرې ته ټولې اړیکې محرمې دي.‌

شنونکي وایي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د حساب ورکوونې د یقیني کولو په لور مثبت ګامونه اخیستي دي، هغه افغانان چې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي د مرستې هیڅ ډول اسانتیا نه لري.‌

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت یوه استازي مولوي ذبیح الله عتیق وویل، په هر اسلامي نظام کې باید مشران د وګړیو په وړاندې حساب ورکړي.

عتیق وویل، اوس خلک د اورپکو د غیر عدلي او غیر اسلامي فعالیتونو په هکله پوره خبر دي. خلک پوهیږي چې اورپکي اسلامي اصول او قواعد تر پښو لاندې کوي.

هغه زیاته کړه، «ټول افغانان په دې پوهیږي، خو خلک نشي کولی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه ووایي. هغوی د بیان د ازادۍ هغه حق نه لري چې د حضرت محمد (ص) یا خلفای راشدین په وخت کې موجود وو چې هغوی په کې په مشرانو باندې انتقاد کاوه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه ډول ګامونه په امنیت باندې اغېز نه کوي. حکومت باید د ترهګرو پر ضد جدي ګامونه واخلي. افغان حکومت اوس هم په فعال دفاعي حالت کې دی، او طالبان او نورې ترهګرې ډلې هره ورځ بې ګناه افغانان وژني. طالبان برید کوي، خو امنیتي ځواکونه له ځانونو څخه دفاع کوي. افغان امنیتي ځواکونه باید له دفاعي حالت څخه وځي او یرغلیز حالت غوره کړي.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه ګام دی. مونږ ورته ښه راغلاست وایو.

ځواب ورکړئ