ټاکني

روسیه او ایران په داسې حال کې ګیر شول چې هڅه یې کوله د متحدو ایالتونو له مهمو ټاکنو څخه مخکې رایه ورکوونکي ووېروي

سلام ټایمز او ای اېف پي

امریکایي رایه ورکوونکي د تلې په ۳۰مه د لوېدیځې ویرجینیا په ویانا کې د دې لپاره په کتار ولاړ دي چې د لړم د ۱۳مې د ولسمشرۍ ټاکنو کې وختي‌ رایې واچوي.

امریکایي رایه ورکوونکي د تلې په ۳۰مه د لوېدیځې ویرجینیا په ویانا کې د دې لپاره په کتار ولاړ دي چې د لړم د ۱۳مې د ولسمشرۍ ټاکنو کې وختي‌ رایې واچوي.

واشنګټن -- امریکایي چارواکو د چارشنبې په ورځ‌ /د تلې ۳۰مه/ اعلان وکړ چې دواړو روسي او ایراني رژیمونو د متحده ایالاتو د رایه ورکوونکیو معلومات ترلاسه کړي او داسې ګامونه یې اخیستي دي ترڅو د لړم د ۱۳مې د ولسمشرۍ ټاکنو څخه مخکې د عامو خلکو په نظریو باندې نفوذ وکړي.

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو رییس جان راتکلیف وویل، په ځانګړې توګه ایراني رژیم امریکایانو ته داسې «جعلي» ایمیلونه لېږلي چې «د رایه ورکوونکیو د وېرولو» او «د ټولنیزې ناارامۍ د پارولو» لپاره ترتیب شوي دي.

هغه زیاته کړه، تهران همدارنګه داسې یوه ویډیو خپره کړې چې داسې پیغام ورکوي چې کېدی شي جنایتکاران د متحده ایالاتو له داخل او بهر څخه جعلي‌ رایې راولېږي.

راتکلیف وویل،‌ ایرانی او روسي رژیمونه دواړه هڅه کوي «چې ثبت شویو رایه ورکوونکیو ته داسې غلط معلومات په دې هیله ورکړي ترڅو خلک ګنګس کړي،‌ ګډوډي رامنځته کړي، او په امریکایي دیموکراسۍ باندې باورکمزوری کړي.»

هغه وویل، «دا کارونه د نهیلو دښمنانو نهیلې هڅې دي.»

دغه اعلان وروسته له هغه وشو چې ثبت شویو رایه ورکوونکیو د داسې ایمیلونو د ترلاسه کولو په هکله راپورونه ورکړل چې په متحده ایالاتو کې د یوه مشهور وسله وال اورپکي ګروپ له خوا د هغوی په نومونو لیکل شوي وو.

ګواښونکې محتوا

په ایمیلونو کې په ترلاسه کوونکیو باندې ټینګار شوی چې په یوه ځانګړې طریقه رایه ورکړي، «که نه نو موړ به مو پرې نه ږدو.»

هغوی ویلي، «موږ به په دې خبر شو چې تاسو کوم کاندید ته رایه ورکړه. که زه ستاسو پرځای وای ما به دا خبره جدي نیولې وای.»

راتکلیف چې د متحده ایالاتو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (اېف بي آی) رییس کرېستوفر ورې یې تر څنګ ولاړ وو، دا روښانه نه کړه چې روسانو او ایرانیانو څنګه د رایه ورکوونکیو په هکله معلومات ترلاسه کړي، یا دا چې روسان به څنګه ترې استفاده وکړي.

د متحده ایالاتو استخباراتو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې د روسیې، ایران او چین رژیمونه په ټولنیزو رسنیو د داسې غلطو معلوماتو د خپرولو په هڅو کې برخه اخلي چې غواړي په امریکایي رایه ورکوونکیو باندې نفوذ وکړي.

ورې ټینګار وکړ چې، د متحده ایالاتو د ټاکنو سیستمونه خوندي‌ دي.

هغه وویل، «موږ به په خپلو ټاکنو کې بهرنۍ لاسوهنه یا کوم جنایتکارانه فعالیت چې ستاسو د رایې حرمت ګواښي یا د ټاکنو په نتیجه باندې د خلکو اعتماد کمزوری کوي، ونه زغمو‌.‌»

په ایران او روسیه کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱/ دغه تورونه په کلکه رد کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که زه قدرت ولرم، زه به هم په راتلونکي کې د روسیې او امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړم، ځکه چې دغو دواړو هېوادونو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده.‌ په تېرو څو ځلې انتخاباتو کې،‌ اشرف غني ولسمشر نه وو، بلکې عبدالله عبدالله ولسمشر وو، خو دا چې عبدالله د روسیې جاسوس دی او هغه ونه توانېد چې د امریکا اعتبار ترلاسه کړي، له دې امله امریکا هغه ته اجازه ورنه کړه چې ولسمشر شي، او په نژدې راتلونکي کې، ښایي امریکا یوازې په هغه صورت کې طالبان په افغانستان کې قدرت ته ورسوي چې هغوی د امریکا خبره ومني، خو که هغوی د امریکا خبره ونه مني، هغوی به هېڅکله هم قدرت ته ونه رسیږي. د افغانانو د خپلمنځي خبرو د ځنډ علت هم دا دی. هرکله چې طالبان چمتو شي چې په افغانستان کې د امریکا اجنداوې هغسې تطبیق کړي چې اشرف غني یې کوي، هغوی به اشرف غني په هماغه ورځ له ارګ څخه وباسي او پرځای به یې طالبان راولي.

ځواب ورکړئ

د چین او روسیې په رابطه سړی څه نشي ویلی لاکن ایران خو خپل حکومت نشي اداره کولی، امریکا ته به یې څنګه لاس ورسیږي? که ایران داسې توریالی وای، د اوکراینۍ الوتکې او میزایل تر منځ به یې فرق کړی وای. :)‌

ځواب ورکړئ