امنیت

د هرات هغو ښځو چې د کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي دي له طالبانو څخه وغوښتل چې وژنې ودروي

د عمر راپور

په لسګونو هغه افغانې ښځې چې د خپلو کورنیو غړي یې په تېرو څو کالونو کې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي د لړم په ۱۰مه په هرات ښار کې راټولې شوې ترڅو د اوربند، او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړي. [عمر]

هرات -- په لسګونو هغه ښځې چې د خپلو کورنیو غړي یې په افغانستان کې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي د لړم په ۱۰مه په هرات ښار کې راټولې شوې ترڅو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړي او د وژل شویو کسانو یاد تازه کړي.‌

وژل شوي کسان یا د امنیتي ځواکونو غړي یا ملکي خلک وو چې د تېرو څو کالونو په ترڅ کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ یوې اوسېدونکې رقیې وویل، د هغې مېړه دوه کاله مخکې په یاده ولسوالۍ کې په یوه راکټي برید کې هغه مهال ووژل شو چې درې ټایره موټرسایکل ته یې ډوډۍ پورته کوله.

هغې وویل، طالبانو فکر کړی وو چې هغه امنیتي ځواکونو ته خواړه رسوي.‌

په لسګونو هغه ښځې چې د خپلو کورنیو غړي یې په تېرو څو کالونو کې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي د لړم په ۱۰مه په هرات ښار کې راټولې شوې ترڅو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړي. [عمر]

په لسګونو هغه ښځې چې د خپلو کورنیو غړي یې په تېرو څو کالونو کې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي د لړم په ۱۰مه په هرات ښار کې راټولې شوې ترڅو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړي. [عمر]

رقیې وویل، «له کوم وخت راهیسې چې زما مېړه شهید شوی دی، ما زموږ د اوو ماشومانو د پالنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی، او موږ له سخت فقر او لوږې سره لاس او ګرېوان یو. زما مېړه ورځ مزدوري کوله او د ورځنۍ روزۍ د ګټلو لپاره یې سخت زحمت اېسته، خو اوس موږ روزي ګتونکی نه لرو، او ان دومره خواړه نه لرو چې ویې خورو.»

هغې زیاته کړه، «موږ د طالبانو د ظلم او په تاوتریخوالي کې د ډېرښت له امله مجبور شوو چې هرات ښار ته را وتښتو، او دلته موږ پیسې نه لرو چې د کور کرایه ورکړو.»

هغې وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې دا وینه تویول ودروي او د نورو ماشومانو یتیمول او د خلکو د کورونو ویجاړول پای ته ورسوي.»

رقیې وویل، «د طالبانو دا جنګ جهاد نه دی، او هغوی باید له حکومت سره سوله وکړي ترڅو هېواد ته سوله او امنیت راشي.»

د هرات ولایت د زېرکوه ولسوالۍ یوې اوسېدونکې فاطمې، چې ۵۵ کاله عمر لري، او دوه بچیان یې طالبانو وژلي، هم د جنګ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.‌

هغې وویل، «ما خپل دوه زامن له لاسه ورکړل. زما یو زوی پولیس افسر وو چې طالبانو غرونو ته بوته او هلته یې شکنجه کړ او بیا یې وواژه. هغوی خپل ځانونه زموږ په کور کې پټ کړي وو، او زما بل زوی چې په کور کې وو د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د یوې نښتې په ترڅ کې خپل ژوند لاسه ورکړ.»

هغې وویل چې درېیم زوی یې د طالبانو د ګواښونو له امله ایران ته لاړ، خو د ایران حکومت د پاسپورټ نه لرلو له امله بندي کړ.

هغې وویل، اوس دا [فاطمه] د خپلو ۱۲ لمسیانو او درې نګیندو مسؤلیت پر غاړه لري. هغوی ټول له فقر او سختیو سره لاس او ګرېوان دي.

هغې وویل، «موږ سوله او ارامي غواړو، او له طالبانو څخه غواړو چې تاوتریخوالی ودروي. په زېرکوه ولسوالۍ کې هرې کورنۍ خپل له درېوو څخه تر څلورو پورې غړي له لاسه ورکړي، او موږ له دې جنګ څخه ډېر ستړي شوي یو.»

د وژل شویو یاد تازه کول

په غونډه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو کې دې د جګړې د قربانیانو حقونه وساتل شي.‌

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شول، خو د طالبانو ډېرېدونکی تاوتریخوالی دغه خبرې ګواښي.

سهیلا شاکر چې پلار او ورور یې د زمري په میاشت کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې په یوه بمي چاودنه کې له لاسه ورکړي دي وویل، هغه له حکومت څخه غواړي چې د هغې پلار هېر نه کړي.

هغې وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د هغوی پر وړاندې موجود تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او هڅه وکړي ترڅو د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي. دواړه لوري باید یو د بل غوښتنې ومني او یو بل وزغمي ترڅو موږ وکولی شو چې په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې فرصت ترلاسه کړو.»

سهیلا وویل، «۴۰ کلنې جګړې افغانانو ته له ویجاړتیا او وژنې څخه پرته نور هېڅ په لاس نه دي ورکړي، او د دغو جنګونو اکثر قربانیان د افغانستان بې وزلي خلک دي.»

هغې وویل، اوس د دې غوره فرصت دی چې جګړه پای ته ورسول شي، او د بل هر وخت په پرتله اوس په دې هېواد کې سولې ته ډېره هیله شته.»

د سکینې خلیل مېړه، چې د افغان ملي اردو افسر وو، دوه کاله مخکې په فراه ولایت کې له طالبانو سره په یوه نښته کې ژوند له لاسه ورکړ.

هغې وویل، د سولې په خبرو کې باید حکومت هغه قربانۍ چې د هغې مېړه او نورو عسکرو ورکړي دي هېرې نه کړي.

هغې زیاته کړه، «له کوم وخت راهیسې چې زما مېړه شهید شوی دی، ما زموږ د څلورو ماشومانو د پالنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. هغه حقوق چې موږ یې له حکومت څخه ترلاسه کوو زموږ ځینې اړتیاوې ځوابوي، خو زما اصلي غوښتنه دا ده چې زما د مېړه د وینې قدر دې وشي او د سولې په خبرو کې دې په پام کې ونیول شي.»

هغې وویل، د جګړې د قربانیانو ټولې کورنۍ غواړي چې د امنیتي ځواکونو زړورتیا هېره نه شي، او د هغوی نومونه باید په تاریخ کې داسې ثبت شي چې په سختو حالاتو کې یې له افغانستان څخه دفاع کړې ده.‌

د ښځو حقونه: یوه سره کرښه

د ښځو د حقونو فعالان او محصلین د دې لپاره له غونډې سره یوځای شول ترڅو وغواړي چې د ښځو په لاسته راوړنو باندې ناوړه جوړجاړی ونه شي.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې محدثې احمدي وویل، په تېرو ۲۰ کالونو کې، په افغانستان کې ښځو ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي چې باید له لاسه لاړې نه شي.

هغې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې وویل، «ښځو په ټولنه کې خپل ځای موندلی دی... لاکن اصلي اندېښنه دا ده چې که بیا اسلامي امارت رامنځته شي ښایي چې ښځې بېرته په شا لاړې شي.»

هغې زیاته کړه، ټولې افغانانې په مرکچي لوریو باندې غږ کوي چې د هېواد په سیاسي راتلونکي کې د ښځو رول له پامه ونه غورځوي او خپلې غوښتنې په هغوی باندې تحمیل نه کړي.

د هرات د ولايتي شورا یوې غړې سکینې حسیني وویل، د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو محافظه کار لید د افغانو ښځو له غټو اندېښنو څخه دی، او دا باید د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې تغیر وکړي.‌

که طالبان غواړي چې د هېواد په سیاسي راتلونکي کې رول ولوبوي، هغوی باید د ښځو غوښتنو ته غاړه کېږدي.‌

هغې زیاته کړه، «موږ په نړۍ واله ټولنه او ملګرو ملتونو باندې غږ کوو چې په قطر کې د سولې خبرې وڅاري او پرې نه ږدي چې طالبان په افغانو ښځو باندې خپل غلط نظریات تحمیل کړي. افغانستان بدل شوی دی او هېڅ ځواک نشي کولی چې د افغانو ښځو د ودې، کار او تعلیم مخه ونیسي.»

د هرات د والي مرستیالې مونسې حسن زاده په غونډه کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغان حکومت له سرو کرښو څخه یوه دا ده چې د افغانو ښخو لاسته راوړنې خوندي کړي.‌

هغې زیاته کړه، «افغانو ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د نړۍ والې ټولنې او افغان حکومت د هڅو له لارې په بېلابېلو برخو کې غټې لاسته راوړنې لرلې دي.»

حسن زاده وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې دغه لاسته راوړنې له پامه وغورځوي. په حکومت سربېره، ښځې هم له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې برخه اخلي ترڅو له خپلو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي، او په ټولنه کې د ښځو رول به هېڅکله هم له پامه ونه غورځول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښځې باید له حکومت څخه هم وغواړي چې د هېواد د سولې په خاطر له طالبانو سره روغه جوړه وکړي او واک له هغوی سره شریک کړي. دغه امریکایي ګوډاګي حکومت شل کاله د امریکا له ځواک او سرچینو څخه په استفادې سره د طالبانو پر ضد جنګ وکړ، خو بیا هم بریالی نشو. اوس باید حکومت پوه شي چې هغه نشي کولی چې د طالبانو پر ضد جنګ وګټي او مجبور دی چې له طالبانو سره سوله وکړي. که افغان حکومت سوله ونه کړي او له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکړي، په هېواد کې به په سلګونو زره نور خلک هم ووژل شي،‌ خو طالبان به له منځه وې نه وړل شي. له دې امله، بهتره به دا وي چې د افغان حکومت مقامات د خدای د رضا او د دې هېواد د خلکو د خوشحالولو لپاره له طالبانو سره سوله وکړي، او له دغې ډلې سره ګډ حکومت جوړ کړي.

ځواب ورکړئ