اقتصاد

د کندوز چاراکو د طالبانو له روان ګواښ سره سره د ښار ماسټر پلان پرانست

د محمد قاسم راپور

یو اېکسکواټور د کندوز ښار د ماسټر پلان د یوې برخې په توګه د چنګاښ په ۱۴مه خنډونه یا موانع لیرې کوي. [رحمت بهروز]

یو اېکسکواټور د کندوز ښار د ماسټر پلان د یوې برخې په توګه د چنګاښ په ۱۴مه خنډونه یا موانع لیرې کوي. [رحمت بهروز]

کندوز -- د کندوز چارواکو د دغه ولایت د مرکز کندوز ښار د پراختیا لپاره د ماسټر پلان د لومړي فاز کار پیل کړ.

په دغه پلان کې چې د ښار لوېدیځه برخه به پراخه کړي،‌ د ۸ کیلومترو اوږده سړک پخول او د ۲۵ پلونو جوړول شامل دي چې اټکل ۲۴۹ میلیونه افغانۍ (۳ میلیونه ډالر) لګښت پرې راځي او دغه بودجه ورته د افغانستان د حکومت له خوا ځانګړې شوې ده.‌

د کندوز ولایت سرپرست نجیب الله عمرخېل د چنګاښ په ۱۴مه د پلان د افتتاح په مراسمو کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل، په دې پروژه کې به د کندوز ښار په کابل بندر سیمه کې له ازادۍ چوک څخه د کندوز هوایي ډګر تر دوه سرکې پورې سړک پراختیا تر پوښښ لاندې ونیول شي، او د سړک د منځ ګلدان او د سړک تر څنګ د لارو جوړول هم په کې شامل دي.

هغه وویل، دغه ۸ کیلومتره اوږد سړک ۶ متره پلنوالی لري. تمه ده چې د سړک او د پلونو پروژه په ۱۴ میاشتو کې بشپړه شي.

عمرخېل وویل، په دې پروژه کې د اوبو رسولو سیستم، د برېښنا لینونو، د نوري فایبر شبکې، ویالو او د څنګ د لارو په ګډون، د ټولو ویجاړو شویو ښاري اسانتیاوو او خدمتونو بیارغول او احیا شامل دي.‌

هغه وویل، «د ښاري ماسټر پلان پروژه د کندوز د اوسېدونکیو له اصلي غوښتنو څخه یوه غوښتنه وه. له نیکه مرغه چې نن پیل شوه. د دې پروژې په بشپړتیا سره به د کندوز ښار لوېدیځ سړک پراخ شي چې د ترافیکو د ګڼه ګوڼې ستونزه به حل کړي.»

هغه زیاته کړه، دغه پروژه به له ۲۰۰۰ څخه ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌

د سپین زر تصدۍ رییس ذبیح الله زاهد وویل،‌ د ماسټر پلان په وسیله متاثر شوي ډېر کورونه د دغه شرکت ملکیتونه دي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پورې اړه لري.‌

هغه وویل، «مفصل ماسټر پلان درې کاله مخکې په ۱۳۹۷ لمریز کې چمتو شوی او ولسمشر تایید کړی وو. موږ په دقیق ډول داسې یو پلان انتخاب کړ چې د خلکو دوکانونو، ځمکې او ملکیت ته لږ زیان ور ورسوي.»

هغه وویل، هغه کسان چې د دغې پروژې په وسیله اغېزمن کیږي هغوی باید ولایتي ادارې ته عارض شي او معاوضه یې وغواړي.‌

هیلې ټوکول

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال ذبیح الله مجیدي وویل، له کابل او نورو ولایتونو څخه منځنۍ اسیا ته تلونکې ټولې عرادې په دې لارې چې ماسټر پلان پرې تطبیقیږي، تېرېږي.‌

هغه وویل، «له کالونو راهیسې داسې کېدل چې د ترافیکو ازدحام به جوړ شو او ساعتونه ساعتونه به بند وو، او د سړک د تنګوالي له امله به ټکرونه وشول، لاکن د دې پروژې په بشپړتیا سره به ډېرې هغه ستونزې چې د دې ولایت خلک ورسره مخامخ دي، حل شي.»

هغه وویل، پلان جوړونکیو د کندوز ښار پلان د ولسمشر محمد داودخان د واکمنۍ پر مهال (۱۳۵۲ - ۱۳۵۷) کې ډیزاین کړی وو.‌

عمرخېل یادونه وکړه چې د کندوز ښار د ماسټر پلان د عملي کېدلو پيل یو له هغو ژمنو څخه وو چې ولسمشر اشرف غني د خپل کمپاین پر وخت کړې وې.‌

هغه وویل، د ماسټر پلان د نورو فازونو تطبیق به هم دې پسې پیل شي.

عمرخېل په خلکو غږ وکړ چې له حکومت سره د دغې پروژې په خوندي کولو کې مرسته وکړي او پرې نه ږدي چې طالبان د بهرنیانو په حکم سړکونه او عامه شتمني ویجاړ کړي.

د کندوز اوسېدونکیو د دغې پروژې د پيلېدلو هرکلی وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په تعمیراتي کار کې برخه واخلي.‌

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي عبدالجلیل وویل، دا پروژه په داسې وخت کې پیل کیږي چې ملکي خلک د راتلونکي په هکله مطمئن نه دي.‌

نوموړي وویل، «د ښاري ماسټر پلان د تطبیق پيل موږ ته زموږ د هېواد د راتلونکي په هکله هیله راکوي.»

هغه وویل، دا صحیح ده چې جنګ شته، خو داسې پرمختیایي پروژې افغان ځوانانو ته کاري فرصتونه برابروي.‌

هغه زیاته کړه، د حکومت له خوا دغه ډول ګامونه خلک راتلونکي ته هیله من کوي.‌

عبدالعلي چې ۴۷ کاله عمر لري او تر دغه ماسټر پلان لاندې کار کوي، وایي هغه د ورځې ۵۰۰ افغانۍ (۶ ډالر) ګټي.‌

هغه وویل، «دا دوه ګټې دي. زه له یوې خوا د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ګټم او بلې خواته خپل وطن جوړوم.»

هغه زیاته کړه، «که طالبان جنګ او تاوتریخوالی پای ته ورسوي، زموږ هېواد به اباد شي. زموږ خلک او ځوانان به کاري فرصتونه ولري، او بیا به زموږ ځوانان مجبور نه وي چې خپل هېواد پرېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د ښکلي راپور له امله مننه. زه واقعاً خوښ یم چې په افغانستان کې یوه ډېره مهمه او حیاتي پروژه تطبیق شوه. د کندوز ښار د ماسټر پلان په تطبیق سره به دغه ښار پرمختګ وکړي او امنیت به په کې ټینګ شي. دغه ډول د بېخبنا پروژې کولی شي چې د افغانستان ستونزې هوارې کړي، ځکه چې په دې هېواد کې د جنګ او ناامنۍ اصلي سببونه فقر او اقتصادي ستونزې دي، او د بېخبنا د پروژو تطبیق دغه ستونزې هواروي.

ځواب ورکړئ

دا د کندوز د شریفو خلکو لپاره یو ښه خبر دی. د کندوز خلکو د تېرو شلو کلونو په تر‌څ کې خونړي جنګونه ولیدل. د ښارونو د ماسټر پلان تطبیق او د اوبیزې برېښنا د بندونو جوړول د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر مهم دي، ځکه چې دا د بېخبنایي کارونو په ډله کې دي، او بېخبنایي کارونه کولی شي چې افغانستان له اړتیا یا په نورو باندې له تکیې څخه خلاص کړي. د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې، نړۍ والې ټولنې په افغانستان کې ډېرې پیسې په جنګ باندې ولګولې. که بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې اساسي کارونه کړي وای، او لږ تر لږه لوی ښارونه یې جوړ کړي او په افغانستان کې یې د اساسي توکو د تولید فابریکې جوړې کړې وای، اوس به افغانستان په پاکستان او ایران باندې متکي نه وای، او خلک به دې ته وارخطا نه وای چې پاکستان د افغان سوداګرو پر مخ دروازې بندې کړې او په هېواد کې به د اساسي توکو قېمتونه نه لوړېدل، ځکه چې فابریکو به ټول اساسي مواد تولیدولی او له اړتیا سره سم به یې د افغانستان مارکېتونو ته رسولی. دغه راز، د دغو فابریکو په جوړولو سره به په زرګونو خلک په کار ګومارل شوي وای او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ته به یې وده ورکولی، لاکن بهرنیو هېوادونو دا کار ونه کړ. هغوی خپل ډېر تمرکز په جنګ باندې وکړ، او د افغانستان د پرځان بسیاینې او د خلکو د اقتصادي سطحې د لوړولو لپاره یې هېڅ ونه کړل.‌ اوس هم ډېره ناوخته نه ده چې بهرني هېوادونه له افغانستان سره د اوږدې مودې په مخه همکاري وکړي. د کندوز ښار د ماسټر پلان له تطبیق څخه وروسته باید د دې ولایت له بزګرانو سره مرسته وشي ځکه چې کندوز یو له زراعتي ولایتونو څخه دی او هغه باید ډېر تولیدات، ډېر زراعتي تولیدات تولید کړي چې هېواد د ایران او پاکستان له احتیاج څخه خلا

ځواب ورکړئ

ډېر عالي، د ابادۍ کاروان باید د ترهګرو د حملو له امله ونه دریږي. کار روان ساتئ، ترهګر او د ترهګرو پلار (پاکستان) به الله تعالی شرموي. مونږ به وایو چې الله تعالی دې نړۍ واله ټولنه ورته په قهر کړي چې دا ځل یې د ترهګرو د ملاتړ له امله له خړ لست نه ور تېر او په تور لست کې ور واچوي.‌

ځواب ورکړئ