زده کړه

مالي مرسته د افغان ماشومانو لپاره د تاجکستان د ښوونځي دروازې پرانستې ساتي

د کاروانسرای راپور

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې سامانیان ښوونځی لیدل کیږي. دغه ښوونځی له وړکتون څخه تر ۱۱م ټولګي پورې زده کوونکیو ته ښوونه او روزنه برابروي. [په تاجکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]‌

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې سامانیان ښوونځی لیدل کیږي. دغه ښوونځی له وړکتون څخه تر ۱۱م ټولګي پورې زده کوونکیو ته ښوونه او روزنه برابروي. [په تاجکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]‌

دوشنبه -- په دوشنبه کې د متحده ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کې وویل، د سپیریټ آف امریکا (اېس او ای) په نامه امریکایي غیرحکومتي موسسې د متحده ایالاتو سفارت سره په ګډه د روانې میاشتې په نیمایي کې یو مقدار مرسته اعلان کړه چې په دوشنبه کې افغان سامانیان ښوونځی د یوه بل کال لپاره هم پرانستی وساتي.‌

دغه ښوونځی د افغان کډوالو ماشومانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي، چې د زمري په میاشت کې د پخواني افغان حکومت د نسکورېدلو په پام کې نیولو سره یو مهم رول لوبوي.‌

د کډوالو ماشومانو د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، اېس او ای موسسه له ۷.۸ میلیونو افغانیو (۸۰۰۰۰ ډالرو) څخه ډېره مرسته کوي.

د دوشنبې ښوونځی له وړکتون څخه نیولې تر ۱۱م ټولګي پورې له ۴۵۰ څخه ډېرو زده کوونکیو ته ښوونه او روزنه ورکوي. په دغه ښوونځي کې هلکان او نجونې ګډ درسونه لولي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې، نوی حکومت له شپږم ټولګي څخه وروسته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

په تاجکستان کې د افغانانو یواځینی ښوونځی

سامانیان په تاجکستان کې یواځینی ښوونځی دی چې د افغانستان درسي نصاب کاروي او په دری تدریس کوي.

سفارت وویل، د اېس او ای بلا عوضه مرسته له ښوونځي سره د «د کرایې، د زده کوونکیو د ټرانسپورټ، مېزونو او چوکیو، کوچنیو ترمیمونو او د انټرنټ د لګښتونو په پوره کولو کې» مرسته کوي.‌

د اېس او ای اجرائیه رییس جیم هېک وویل، اېس او ای له دغه ښوونځي سره مرسته کوي «څو دا ډاډمنه کړي چې له ۴۵۰ څخه ډېر بې ځایه شوي افغان ماشومان یوې باکیفیته ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري او د نړۍ د نورو هلکانو او نجونو په څېر هیلو او ارمانونو سره را لوی شي.»

هغه «په تاجکستان کې له پناه غوښتونکیو افغانانو سره د دغه هېواد د خلکو ښه چلند او مېلمه پالنه» وستایل.

د سامانیان ښوونځي مدیرې ناجیې ظاهر وویل، «دا ارزښتناکه مرسته په ریښتیا سره زموږ د ماشومانو ژوند بدلوي.»

د تاجکستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر جان مارک پومرشایم وویل، «د متحده ایالاتو او تاجکستان خلک له افغان کډوالو سره په ټینګه او اوږه په اوږه ولاړ دي.»

په تاجکستان کې له افغانن کډوالو سره مرسته کول

دا مرسته وروسته له هغه کیږي چې اېس او ای او د متحده ایالاتو سفارت په وخدت ښار کې د ټولنیزو خدمتونو د درې مرکزونو د ملاتړ لپاره همکاري وکړه.

دغه مرکزونه انګلیسي ژبه، ټکنالوجي او حرفوي پروګرامونه وړاندې کوي او له ۲۵۰۰ څخه ډېرو تاجکانو او افغانانو ته خدمتونه برابروي.‌

اېس او ای د کاروان تعلیمي مرکز، د نوښتګرې ټکنالوجۍ او مخابراتو مرکز او د وخدت د ځوانانو مرکز د ودانیو د تازه کولو او په هغو کې د لوړ سرعت لرونکي انټرنټ د برابرولو لپاره مرسته وکړه.‌ دغه د ظرفیتونو لوړوالی په وخدت ښار کې میشتو تاجک او افغان ځوانانو ته د دې اسانتیا برابروي تر څو تعلیمي مواد او فرصتونه ولټوي.

د متحده ایالاتو سفارت وویل، هېواد یې «په افغانستان کې او په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو یواځینی تر ټولو لوی مرستندوی دی.»

د تېر کال په بهیر کې یې دافغانستان اړوند بشري مرستو کې نږدې ۴۶.۲ میلیارده افغانۍ (۴۷۴ میلیونه ډالر) ورکړي دي.

د متحده ایالاتو سفارت وویل، اېس او ای یوه په خصوصي توګه تمویل شوې امریکایي غیرحکومتي موسسه ده چې «د دغه هېواد وړي له متحدینو، دوستانو او شریکانو سره د ارتباطاتو په پیاوړي کولو کې بوختوي څو د یوه ازاد او بهتر ژوند لپاره شوې ژمنې وساتي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له امریکا څخه له افغانانو سره په هېواد دننه او بهر د مرستې کولو له امله مننه کوو. زه د یوه افغان تبعه په توګه، د امریکا په حکومت او خلکو باندې غږ کوم چې د افغانستان له دردمنو او بې وزلو خلکو په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو په برخه کې نوره مرسته وکړي، ځکه چې هېڅ مادي مرسته د تعلیم په څېر معنوي مرستې ځای نشي نیولی.‌ افغانان د بل هرڅه په نسبت تعلیم او سکالرشپونو ته ډېره اړتیا لري. دغه راز، زه د افغانستان په موجودو واکمنو باندې غږ کوم چې د تعلیم یافته او تحصیل یافته افغانانو قدر وکړي، او پرېږدي چې نجونې او ښځې هغسې چې هلکان یې پرېښي دي، خپل تعلیم ته دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ