مزارشریف -- د بلخ ولایت اوسېدونکیو د یوه عصري مسلخ چې د اسیا د پرمختیایي بانک (ای ډي بي) په مرسته جوړ شوی او له ډېر وخت راهیسې یې تمه کېدله، هرکلی کړی دی.
چارواکو وویل، په مزارشریف کې د دغه مسلخ په رغونه چې شاوخوا ۵۴۰ میلیونه افغانۍ (۶ میلیونه ډالر) لګښت وشو او د اسیا پرمختیایي بانک پرې کړ، په ۱۳۹۷ کې بشپړ شوی و، خو د تخنیکي ستونزو او د همغږۍ د نشتوالي له امله یې پرانسته تر اوسه پورې ځنډېدلې وه.
د مسلخ مسؤل نصرالله یوسفزي وویل، «بالاخره، موږ وکولی شوای چې دغه مسلخ د سلواغې په ۱۵مه ترسره شویو مراسمو کې پرانیزو. پخوا په مزارشریف کې قصابانو د سرک پر غاړه مالونه حلالول.»
هغه وویل، دا مسلخ چې د مزارشریف ښار کې په ۲۵ اېکره ځمکه کې جوړ شوی، کولی شي چې په ورځ کې د ۶۰۰ غټو مالونو په ګډون، تقریبا ۳۵۰۰ مالونه حلال کړي.
هغه وویل، «په مزارشریف ښار کې شاوخوا ۳۲۰ تنه قصابان دي چې هره ورځ په دوو شفټونو کې مالونه حلالوي. دغه نوي مرکز هغوی ته نه یواځې پایدار کاري فرصتونه برابر کړي بلکه دغه راز یې د مالونو د حلالولو لپاره یو مناسب ځای هم ورته برابر کړی دی.»
یوسفزي وویل، «دغه مسلخ هم ځایي خلکو او هم د مزارشریف ښاروالۍ ته ارام ور په برخه کړی دی. یو طرف ته یې د ښار د چټلېدلو، او بل طرف ته د ناروغیو د خپرېدلو مخه نیسي.»
هغه زیاته کړه، اوس چې مسلخ فعالیت پیل کړی، قصابان کولی شي چې مالونه هلته حلال کړي او په خپلو مشتریانو باندې پاکه غوښه خرڅه کړي.
د کیفیت کنټرول
په مزارشریف ښار کې د خیرمحمد جهانګیري په نامه یوه قصاب وویل چې هغه او د هغه نور هم مسلکي خوښ دي چې کولی شي اوس خپلو مشتریانو ته صحي غوښه وړاندې کړي.
هغه وویل، «زه په لسګونو داسې قصابان پېژنم چې په کراچیو باندې به یې په ازاده هوا کې غوښه خرڅوله. هغوی هېڅکله هم د صحي ګامونو په هکله فکر نه کاوه څو عام خلک روغ وساتي.»
جهانګیري چې له پنځو کالونو راهیسې د قصابۍ دوکان چلوي، وویل، «اوس په دغه مسلخ کې په سلګونو قصابان په کار بوخت دي، او د حلالولو او د غوښې د چمتو کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کوي.»
د مزارشریف یوه اوسېدونکي عبدالدایان رسولي چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، د نوي مسلخ جوړېدل به د غیرصحي او غیرمعیاري غوښې د خرڅلاو مخه ونیسي.
هغه وویل، «له بده مرغه چې د قصابانو فعالیتونه پخوا په صحیح توګه نه څارل کېدل... ځینو قصابانو د خرو او اسونو غوښه خرڅوله.»
رسولي وویل، «مچانو او ګردونو به هغه غوښه چې د سرک د غاړې په دوکانونو کې به راځوړنده وه، مکروبي کوله. کله چې مشتریان مکروبي شوې غوښه واخلي، کولی شي چې بېلابېلې ناروغۍ انتقال کړي.»
هغه وویل، «موږ دا دلته په مسلخ کې زده کړي دي. وترنران مقرر شوي چې مالونه له حلالېدلو څخه مخکې وګوري. دا واقعا یو ښه کار دی.»
د مزارشریف ښاروال نقیب الله طارق وویل، «دا مسلخ به د مزارشریف د ښاروالۍ او د بلخ د زراعت ریاست تر څارنې لاندې فعالیت کوي. له دې وروسته به د بلخ اوسېدونکي له مسلخ څخه صحي غوښه ترلاسه کوي.»
هغه وویل، «مسلخ به د ناروغو مالونو په ګوته کولو او په بازار کې یې د خرڅلاو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي. هیچاته به اجازه ورنه کړای شي چې په مسلخ کې د مالونو له حلالولو او د هغو د غوښې له معاینه کولو څخه پرته غوښه خرڅه کړي.»
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د هر ډول تخلف او سرغړونو په صورت کې چارواکو ته خبر ورکړي.
طارق وویل، «د غوښې له مصرفولو څخه مخکې، باید د غوښې پاکوالي او صحي توب ته پاملرنه وشي.»
اوس دا خورا ښه خبر دی، دا د یو چا زړه خوشحالوي. په اکثرو ځایونو کې قصابانو د سړک پر غاړه ذبحې کولې، وینه، چټلۍ او بد بوی به یې رامنځته کول. دا مسلخ اوس ځکه ښه شوی چې له یوې خوا په کې پاکې غوښې په منظمه توګه تولیدیږي او له بلې خوا د ناپاکې مخنیوی کیږي. هیله مو دا ده چې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې داسې خپلواک مسلخونه جوړ شي تر څو د مسلخونو پاکې غوښې خلکو ته ورسوي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
ماشومتوب مې په کلي کې تېر شوی. کله به چې پلار سره د ولسوالۍ بازار ته لاړم، د بازار د یوې خاصې برخې دوکانونه قصابانو نیولې و. له دې دوکانونو څخه به چې تېرېدې، سخته بد بويي به وه. وجه دا وه چې قصاب به څاروی راوست او د خپل دوکان مخې ته به یې حلال کړ. د هر قصاب د حلالې یو څه ګندګي به خامخا د دوکانونو مخې ته پرته وه. بد بویۍ به دې له غوښې زړه تور کړ. اوس عین حالت په لویو ښارونو کې هم روان دی. کابل چې د افغانستان مرکز او له لویو ښارونو څخه دی، هغه څه مې چې په کلي او د ولسوالۍ په بازار کې لیدلي و، اوس یې کابل کې ګورم. کابل کې مې په کراتو کراتو لیدلي چې قصابانو د خپل دوکان مخې ته د ویالې پر غاړه څاروي حلال کړي او شا و خوا محیط ورسره چټل شوی. همدغه ناپاکۍ او بدبویۍ دي چې په هېواد کې د ملاریا، محرکې، اسهال، پېچش او ډېرې نورې ناروغۍ منځ ته راوړي او محیط چټلوي. په مزار شریف کې د نړیوال پرمختیایي بانک له خوا د مسلخ جوړول د قدر وړ دي خو باور دا دی چې په لویو ښارونو کې فکر نه کوم چې په یو مسلخ دې ګوزاره وشي. زه خپله پوه نه یم چې په کابل کې مسلخ شته که نه، خو که وي نو بیا ولې د قصابانو د دغه ناوړه عمل مخه نه نیول کېږي؟ په کار دا ده چې دې برخې ته مسولین توجه وکړي او له مسلخ پرته په هيڅ صورت د ښار په بل ځای کې د حلالې اجازه ور نه کړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
یوه بله مهمه خبر دا ده چې قصابانو به د څاروي حلاله داسې مهال کوله چې ماشومان به یا ښوونځي ته تله یا به راتله. یقیني ده چې ماشومان له حیواناتو سره هم مینه لري او هم یې عاطفي اړخ تر لویانو لوړ دی خو د څاروي د حلالې په صحنه به دوی هم ور برابر شول. سمه ده چې د ځینو څاریو حلالول په شریعت کې شته خو دا کار په عام محضر کې د ماشومانو او ځینې نورو انسانانو په عاطفي اړخ خورا منفي تاثیر لري. همدا ماشومان زمونږ د سبا سرمایه ده. مونږ ولي د خپلو ماشومانو عاطفي اړخ په زوره خرابوو؟ همدا ماشومان دي چې سبا سخت زړي رالوېږي، بد کارونه به کوي، په چا به یې زړه نه سوزوي... دې کار سره مونږ د خپلو کوچنیانو ژوند هم خرابوو او محیط هم چټلوو او همدا راز مرضونو ته هم ښه راغلاست وایو. په دې هیله چې چارواکي دې اړخ ته جدي توجه وکړي او قصابان په ښارونو او اطرافونو کې له دې کاره منع کړي
ځواب ورکړئ5 تبصره
د سرک له سر نه چې داسې یو ځای وي او حلاله پکې وشي ډېر ښه دی. په لارو او سرکونو کې مالونه حلالول غیر مناسب کار دی چې ډېرې چټلۍ ترې رامنځته کېږي او ځیني خلک چې تکلیف لري که د څاروي حلاله ګوري نو تکلیف یې لا پسې زیاتیږي... بل دا چې د مسلخونو په جوړېدو سره به د کیفیت مخنیوی وشي او پاکه سوتره غوښه به مشتریان ترلاسه کړي. ځکه هملته کیدای شي د بررسۍ ټیمونه موجود وي او د څارویو له حلالې لیدنه وکړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
د بلخ په مرکز مزارشريف کې د اسيا پراختيايي بانک په مالي مرسته د دغه مسلخ پرانستل د ستاينې وړ دي. موږ په ټول افغانستان کې د دې کچې مسلخ نه درلود، خو په کابل ښار کې مو مسلخ درلود، چې د افغانستان د دفاع وزارت اړوند و. نور قصابان نشي کولی جې په هغه کې څاروي حلال کړي. د افغانستان په ټولو مشهورو ښارونو کې قصابان د خپلو هټیو مخې ته څاروي حلالوي او په ښار کې یې بد بویي رامنځته کړي وي. ډیری قصابان هغه څاروي اخلي چې د ناروغۍ له امله مړه شوي وي او غوښه یې ممنوع وي او په خلکو یې پلوري. زیاتره کوچیان هم خپل مړه څاروي په قصابانو باندې پلوري. د افغانستان په لویو ښارونو کې د مسلخونو د نه شتون له امله دغه فعاليتونه غيرقانوني بلل کېږي. د اسیا پراختیايي بانک باید د افغانستان په نورو ښارونو کې د ورته مسلخونو د جوړولو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. له دې وروسته به د مزارشریف خلک صحي غوښې ته لاسرسی ولري. د مزارشريف ښاروالي بايد ډېره هڅه وکړي چې د ښار ټول قصابان د ښار په نورو ځايونو کې صحي څاروي حلال نه کړي. وترنران هم باید د خپل وظیفې څخه خبر وي او قصابانو ته اجازه ورنکړي چې هغه څاروي حلال کړي چې د څارویو د روغتیا په اړه مطمئن نه وي. په دې مسلخ کې حلال شوي څاروي باید د یوې ځانګړې نښې په وسیله په نښه شي ترڅو د ښار خلک پوه شي چې دا غوښه حلاله او صحي ده.
ځواب ورکړئ5 تبصره