امنیت

په سوریه کې د امریکا په برید کې د داعش له خوا په اروپا د بریدونو پلانوونکی ووژل شو

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی هغه ځای معاینه کوي چې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې د چنګاښ په ۲۱مه د سوریې په شمال کې له جندیرس سره نږدې د خلتان کلي ته څېرمه د داعش مشر ماهر الاغال وواژه. [رامي السید/ای اېف پي]

یو سړی هغه ځای معاینه کوي چې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې د چنګاښ په ۲۱مه د سوریې په شمال کې له جندیرس سره نږدې د خلتان کلي ته څېرمه د داعش مشر ماهر الاغال وواژه. [رامي السید/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو اردو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ په سوریه کې یو «مستقل برید» ترسره کړ چې د داعش یو جګپوړی مشر یې، چې په اروپا کې د یادې ډلې د بریدونو د پلانولو مسؤلیت یې پرغاړه درلود، وواژه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) وویل، چې برید د دوشنبې په ورځ د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې یو جګپوړی مشر خالد عید احمد الجبوري وواژه.‌

په خبرپاڼه کې ویل شوي، الجبوري «په اروپا کې د داعش د بریدونو د پلانولو مسؤلیت پرغاړه درلود.»

خبرپاڼې زیاته کړه، «هغه د داعش لپاره د مشرتابه جوړښت هم رامینځته کړی و او یادونه یې وکړه چې د هغه مرګ به د لنډې مودې لپاره د دغې ډلې دا وړتیا چې په بهر کې بریدونه ترسره کړي، ټکنۍ کړي.»

په خبرپاڼه کې د برید دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، الجبوري د ادلیب په شمال لوېدیځ ولایت کې وژل شوی چې تر ډېره د اپوزیسیون او افراطي ډلو تر کنټرول لاندې دی.

ویل کیږي، چې هغه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې هغه وخت ووژل شو چې په ټیلیفون یې خبرې کولې، او له خپل استوګنځي سره نږدې په ازاده فضا کې یې قدم واهه.

د څارونکیو په وینا، الجبوري چې ځان یې د سوریایي په توګه څرګنداوه، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په دې سیمه کې ځای نیولی و.

امریکایي ځواکونو د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف) په ګډون، له ملګرو ځواکونو سره یوځای په وروستیو کلونو کې په سوریه کې د داعش د مشرانو په نښه کولو یو لړ عملیات ترسره کړي دي.

یو دوامدار ګواښ

وروستی برید په داسې حال کې شوی چې لا هم په سوریه کې د داعش بریدونه د خلکو ژوند اخلي.

څارونکې ادارې ویلي چې د ۱۴۰۱ له مرغومې میاشتې راهیسې یې د سوریې په هغو سیمو کې چې د کردانو د خودمختاره ادارې تر کنټرول لاندې دي، د بریدونو او چاودنو په ګډون د داعش ۴۶ عملیات مستند کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې بریدونو کې د پنځو ملکي وګړو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د سوریې په ختیځه دښته (بادیه) کې، داعش د تورو ترافلو په راټولونکو باندې وحشیانه بریدونو ته دوام ورکړی چې په دې فصل کې تر اوسه له ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

څارونکي ادارې وویل، د ځینو غاړې پرې کړای شوي، په داسې حال کې چې نور تښتول شوي او بیا وژل شوي دي. د څلورو کسانو جسدونه په دې اونۍ کې موندل شوي دي.

له پولې پورې غاړه په عراق کې، د عراق پوځ د کب په میاشت کې د هیواد په لویدیځ او ختیځ کې د داعش پر څو پټنځایونو باندې بریدونه وکړل، چې د بهرنیو جنګیالیو او د دې ډلې د مشرانو په ګډون یو زیات شمیر افراطیان یې ووژل.

عراقي چارواکو او نورو سرچینو وویل چې داعش کمزوری شوی او د پیسو له کمښت سره مخامخ دی، خو بیا هم په خپله لکۍ کې نېش لري، ځکه دا توان لري چې ملکي وګړو ته زیان ورسوي.

د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا په یوه اعلامیه کې وویل، «داعش لا هم د سیمې او له سیمې څخه بهر یو ګواښ دی.»

کوریلا وویل، «که څه هم چې دا ډله له مینځه وړل شوې، لاکن بیا هم د دې توان لري چې په سیمه کې عملیات ترسره کړي او داسې هیله لري چې له منځني ختیځ څخه بهر برید وکړي.»

داعش په وروستیو کلونو کې، د هغه برید په ګډون چې د ۱۳۹۴ د لړم په میاشت کې په پاریس او د هغه په لمنو کې وشو او یو بل چې د ۱۳۹۵ د چنګاښ په میاشت کې د فرانسې په نیس ښار کې وشو، په اروپا کې د یو شمېر وژونکو بریدونو مسؤلیت اخیستی و چې ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول.

په همدغه کال، په بلجیم کې درېیو ځانمرګو بریدونو تر ۳۰ ډېر کسان ووژل.

د ۱۳۹۶ د زمري په میاشت کې، په بارسیلونا او د هسپانیا په نورو ځایونو کې شویو بریدونو کې چې داعش یې مسؤلیت ومانه، ۱۶ کسان ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نړۍ په هره برخه کې چې مضر انسانان وي هغه باید د تل لپاره زندان ته واچول شي. هر هغه څوک چې نورو انسانانو ته ضرر رسوي، که مضر شخص مسلمان وي که عیسوي وي، یهودي وي، بودایي... وي، باید له نورو انسانانو څخه جلا او تجرید شي. هغه باید په داسې یوه ځای کې ایسار شي چې له هغه ځای نه نورو انسانانو ته ضرر ونشي رسولی. ژوند ډېر لنډ دی. ژوند باید په ښو کارونو او انسانانو ته په خدمت باندې تېر شي. لاکن یوه خبره ده چې دا د القاعدې او ترهګرو په نوم کارونه اوس په تجارت باندې هم بدل شوي دي. مثلا چین یوه ډله ترهګره بولي، امریکا بله ډله ترهګره بولي، روسیه بله ډله ترهګره بولي، ایران، هندوستان بله ډله ترهګره بولي... او بیا د هغوی د له منځه وړلو لپاره په هغو هیوادونو چې دغسې ډلې په کې فعالې وي، وسلې خرڅوي. که په صداقت سره کار وشي، کېدی شي چې په لنډ وخت کې ټول مضر ګروپونه ختم شي. زه پخپله د هیچا د وژلو ملاتړ نه کوم. اصلا دا دنیا همداسې پیدا شوې ده. که نه روسیه وګورئ، روسیه خو ترهګره هم نه وه لاکن په اوکراین کې یې څومره لوی جنایتونه وکړل! یو وخت شوروي اتحاد په افغانستان کې جنایتونه کول اوس روسیه په اوکراین کې هماغسې جنایتونه کوي.

ځواب ورکړئ