تروريزم

د داعش خراسان څانګې یو قوماندان په ننګرهار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو

د عمران راپور

افغان امنیتي منسوبین د مرغومي په ۲۵مه په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په پوله جوړې دروازې سره نږدې ګزمه کوي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د مرغومي په ۲۵مه په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په پوله جوړې دروازې سره نږدې ګزمه کوي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

ننګرهار -- اوسیدونکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې د یوه قوماندان وژل کېدل د افغانستان په ختیځ کې د دغې ترهګرې ډلې د شتون په هکله اندیښنې تاییدوي.

ځايي رسنیو راپور ورکړ، چې ذاکرالله، چې په ابو شېر هم مشهور دی، د چنګاښ په ۱۷مه په مومند دره ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې د یوه پټنځای په نښه کولو څخه وروسته د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

په راپورونو کې یادونه شوې چې ذاکرالله په اچین ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې نظامي قوماندان و.

په ننګرهار ولایت کې یوه پوځي چارپوه نعیم الحق غورځنګ وویل، د داعش خراسان څانګې په وروستیو کې د دغه ولایت په ځینو برخو کې خپل حضور پراخ کړی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د داعش خراسان څانګې له خوا راپیدا شوي ګواښونه ډېر جدي دي. په وروستیو میاشتو کې، د داعش خراسان څانګې ډېر غړي له سوریې او عراق څخه دغو سیمو ته راغلي دي.»

هغه وویل، دا ډله «د پاکستان په قبایلي سیمو او د افغانستان په ځینو سرحدي ولسوالیو کې خپل ځواکونه استخداموي او روزي،»

غورځنګ وویل، «د داعش خراسان څانګه د پخوا په پرتله پیاوړې شوې ده،» او زیاته یې کړه چې دې ډلې د دې وړتیا ترلاسه کړې چې په ټول افغانستان کې او له هغه بهر بریدونه ترسره کړي.

وېره دوام لري

په ننګرهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې وروستیو فعالیتونو په سیمه کې ویره راپارولې ده.

د ولایت یوه اوسېدونکي بریالي سېلاب چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، د ننګرهار ډېرو اوسېدونکو په وروستیو کلونو کې د داعش خراسان څانګې له وحشتونو څخه یو نه یو ډول لیدلي دي.‌

هغه وویل، «څو کاله وړاندې د داعش خراسان څانګې غړو زما تره په اچین ولسوالۍ کې په یوه بمي چاودنه کې وواژه. هغوی په هیچا رحم نه کوي او په وژلو باندې افتخار کوي.»

سېلاب وويل، «ذاکرالله، چې په دې وروستيو کې وژل شوی، په اچين کې د ملکي خلکو په وژلو کې مستقيم لاس درلود،» هغه «لا هم په ننګرهار کې د داعش څانګې د شتون په هکله اندېښنه» لري.

د ننګرهار یوه بل اوسېدونکی، ۲۷ کلن محمد خوګیاڼی وویل، «زه واقعا وېره لرم چې یا به زه یا زما د کورنۍ غړي د داعش خراسان څانګې قرباني شي،»

په ننګرهار کې د مدني حقونو یوه فعال خوشحال ابدالي وویل، د افغانستان - پاکستان په سرحدي سیمه کې د داعش خراسان څانګې شتون نه یواځې افغانستان بلکې نړۍ ګواښي.

هغه وويل، «د تېرو دوو کلونو ارامي ... له توپان څخه د مخکې وخت د ارامۍ په څېر وه. په دې موده کې دغې ډلې ځان پیاوړی کړی او اوس د دې وړتیا لري چې په ټول هېواد کې خونړي بریدونه وکړي.»

ابدالي خبرداری ورکړ چې، «د داعش خراسان څانګې غړي حتی په ښارونو کې پټ دی ... کېدی شي چې په ښاري سیمو کې خونړي ترهګریز بریدونه ترسره کړي،»

یو شمېر هېوادونو د چنګاښ په ۱ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کېپه افغانستان کې د ترهګرۍ په هکله اندېښنې څرګندې کړې.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه راپور کې چې د غبرګولي په لومړیو کې خپور شو، وویل، د داعش خراسان څانګې د سیمې «په هېوادونو کې د پراخو، ګڼو تلفاتو لرونکیو بریدونو په ترسره کولو سره» د ترهګرۍ رامنځته کولو وړتیاوې ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مرغومي په میاشت کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړ، «که څه هم چې د داعش خراسان څانګې خاوره له لاسه ورکړې، تلفات ور رسېدلي او د لوړې او منځنۍ کچې مشران یې له لاسه ورکړي، لاکن بیا هم افغانستان او سیمې ته یو لوی ګواښ جوړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه نه پوهېږم چې سلام ټایمز د پاکستان د پوځ رسنۍ ده که څه کیسه ده، چې ټول مطالب یې په داعش راڅرخي؟ ژورنالیستیک معیارونه خو دا وایي چې مهمو او هغو پیښو ته باید خبریالان او رسنۍ ډېره ترجیح ورکړي چې لیدونکو، لوستونکو، اوریدونکو کتونکو ... ته ارزښت ولري. اوس چې تازه موضوع د ګیله من د مرګ ده چې پنجابي ملیشو شهید کړ او ډېر مهم بحث دی د پښتنو لپاره خو راپور پرې نشته. له اشرف غني نیولې تر خلقیانو پورې، له امرالله صالح تر احمد مسعود پورې، له منظور پشتینه تر مفتي منیر شاکره، له حبیب الرحمن حکمتیاره تر ایمل ولي خان او محمودخانه، بیا له امو تر اباسینه او له چتراله تر بولانه یې ټول وطن په ویر اخته دی. د هر فکر، هرې نظریې او هرې بیانیې خلک چپ و راست خلک، پښتون او فارسیوان، بلوڅ او پشه ی، هزاره و او ازبک، د هغه ملي پوش شهید په غم فریاد کوي، چې جسد یې د افغانستان په درې رنګه بیرغ کې کفن شوی دی. دا د تاریخ نایابه حماسه ده او همدا زموږ د وصل او یووالی علامه ده. یوازې پنجابی استبلشمنت او د پنجابي ښکېلاک اجیران یې په مرګ چوپ دي. شاید د پنجابي استثمار د ځنو ناخبرو اجیرانو په زړه به هم د درد څړیکه خوریږي، د یو نیم یې زګیروی راځي خو په مردانه وار شکل د خپل درد بیان د وخت د جبر له امله نه شي کولی. ګیله من وزیر په رښتیا چې افسانې ژوندۍ کړې، هغه د کتابونو افسانې، هغه د نیاګانو داستانونه چې موږ ته به خیالونه ښکاریدل او هغه د تاریخ حماسې چې په لوستو به یې زموږ غوني ځیک اوښتل. نن هماغه ورځ په غړیدلو سترګو وینو داسې بختور مرګ د ډیرو کمو خلکو په نصیب وي. ډیر اتیا کلن او اویا کلن به نن د خوشال بابا رح دا شعر په زړه اړوي را اړوي کاش که ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای نه چې ګور لره روان یم له تلتلکه

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې به داعش وي، خو که په رښتیا د داعش مخنیوی کېږي پیل دې له اسلام اباد، لاهور، کراچۍ څخه وشي چې اصلي ځالې یې دي، دریشي کړي داعش هلته اوسیږي چې پلانونه جوړوي...

ځواب ورکړئ

کېدی شي چې یو کس دوه په افغانستان کې وي، لاکن د ترهګرۍ اصلي ځاله د راولپنډۍ جي اېچ کیو ده چې له لسګونو کالونو راهیسې د ملېشو بېلابېل ګروپونه تربیه کوي بیا یې افغانستان ته رالېږي چې معلمان ووژني، معلمانې ووژني، مکتبونه ویجاړ کړي، د نجونو پر مخونو تېزاب وشیندي، پلونه وران کړي، پلچکونه وران کړي. وایي یوه ورځ له مکتب څخه پاتې کېدل د یوه انسان په مستقبل کې د کالونو په اندازه تغیر راولي، لاکن د پاکستان د مرتد پوځ او مرتدو استخباراتو د شومو پلانونو له مخې هره ورځ په میلیونونو افغان زده کوونکي له زده کړو څخه محرومېږي. که نړۍ په ریښتیا د ترهګرۍ مخه نیسي،‌ باید د پاکستان په نامه جوړ مصنوعي هېواد په خپلو ترکیبي اجزاوو پنجاب، پښتونستان، بلوچستان او سند ووېشي چې هم ګاونډیان د دغه شیطان له شر نه خلاص شي او هم نړۍ واله ټولنه.

ځواب ورکړئ