په نایجر کې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه چې د القاعده پورې تړلو ترهګرو ډلو لخوا ترسره شوي، هغه نفوذ کمزوری کوي چې دا سازمانونه یې د محلي خلکو ترمنځ ترلاسه کول غواړي.
په داسې حال کې چې دغه ډلې هڅه کوي ځانونه د نا امنو سیمو د ساتونکو یا بدیلو واکمنو په توګه وړاندې کړي، د ملکي وګړو پر وړاندې د هغوی دوامداره تاوتریخوالی د دوی په تګلاره کې شته تضادونه څرګندوي.
په افغانستان کې د افراطي ډلو بریدونه ورته بڼه ښيي، چیرې چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه نفوذ کمزوری کوي چې دا سازمانونه یې د رامنځته کولو هڅه کوي.
افغانستان، چې یو وخت د عصري کېدو پر لور روان و، اوس د نړۍ له بې وزلو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او د شخړو او بې ثباتۍ په کړیو کې بند پاتې دی چې افراطي ډلې یې لا پسې زیاتوي.
تېره میاشت له سلام ټایمز سره په خبرو کې، هغه افغانان چې د القاعده له تاوتریخوالي اغېزمن شوي، د افریقا د ساحل هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د دې ډلې په درواغجنو ژمنو دې ونه غولېږي.
د نایجر په لوېدیځ کې، د مالي او بورکینا فاسو پولې ته نږدې، خلک څو ځله په القاعده پورې د تړلو وسله والو لکه جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) له بریدونو سره مخ شوي دي..
د مارچ د ۳۰ مې نېټې په برید کې، وسله والو د نایجر په لوېدیځ کې د نایجریا پولې ته نږدې، په څو جلا بریدونو کې ۳۰ کليوال ووژل.
ورته بریدونه پر کلیو، بازارونو او د تګ راتګ پر لارو هم شوي چې ډېری وخت یې ملکي تلفات او په پراخه کچه د خلکو بې ځایه کېدل رامنځ ته کړي، په داسې حال کې چې دغه سیمې لا له وړاندې هم زیانمنې دي.
د افراطي تګلارې تضادونه
په القاعده پورې تړلې ډلې هڅه کوي ځانونه د محرومو ټولنو د مدافعینو په توګه وښيي،او د دولت د خدماتو د محدودیت یا قومي اختلافاتوپه څېر ستونزو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
خو د دوی کړنې، د ملکي خلکو وژل، د سوداګرۍ ګډوډول، او د خلکو د عاید سرچینې لوټل، په ښکاره ډول د دوی له دعوو سره په ټکر کې دي او د خبرو او عمل ترمنځ واټن ښيي.
کله چې دا ډلې هماغه خلک په نښه کوي چې ادعا کوي استازیتوب یې کوي، نو د خلکو باور له منځه وړي او ښيي چې د دوی موخې تر ډېره فرصت طلبه دي، چې دا کار یې پراخ نفوذ کمزوری کوي.
په نایجر کې دا تضاد لا روښانه دی، ځکه چې خلک، سره له دې چې امنیتي ستونزې لا هم شته، ورځ تر بلې د افراطي ډلو پر وړاندې درېږي.
د سیمې خلک تر ډېره پر کرنه او سوداګرۍ تکیه لري، او د وسله والو له خوا پرله پسې ګډوډي اقتصادي ثبات او د ټولنې د زغم وړتیا کمزورې کوي.
د محلي امنیت هڅې
د ملکي خلکو زغم او مقاومت د افراطي نفوذ پر وړاندې په مبارزه کې مهم رول لري او د وسله والو لپاره د فعالیت ساحه محدودوي.
د خلکو له خوا کوچني خو دوامداره ګامونه کولی شي امنیت په څرګنده توګه ښه کړي او وسله والو ته دا فرصت ورنکړي چې په ټولنو کې په پټه فعالیت وکړي.
د مشکوکو خوځښتونو، ناپېژانده کسانو او غیرعادي فعالیتونو په اړه سیمه ییزو چارواکو ته راپور ورکول کولی شي د بریدونو مخه ونیسي.
له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د وختي خبرتیا سیستمونه پیاوړي کوي او د غبرګون سرعت لوړوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې بیا بیا تر برید لاندې راځي.
د نایجر په ډېرو سیمو کې غیررسمي شبکې لکه د کلیو مشران، سوداګر او د ترانسپورت کارکوونکي د معلوماتو د شریکولو مهمې ذریعې دي.
په دې شبکو کې د ګډون په موخه د خلکو هڅول کولی شي د وسله والو پلانونه ګډوډ او د هغوی د اغېزمن فعالیت وړتیا کمزورې کړي.
همدارنګه، د لوجستیکي مرستو نه ورکول، که په خپله خوښه وي یا د فشار له لارې، کولی شي دا ډلې کمزورې کړي او د وخت په تېرېدو سره یې د عملیاتو وړتیا محدوده کړي.
![د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۳مه، خلک د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د سولري تختو له یوه دوکان څخه تېرېږي. [بوریما هاما / د فرانسې خبري آژانس]](/cnmi_st/images/2026/04/14/55502-afp__20250416-585_329.jpg)