تجزيه

په افغانستان کې د مسکو د ناوړه ارادو شواهد په ډېرېدلو دي

سلام ټایمز

یو عکس چې د تېرې لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنه کې د شوروي د وخت د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو عکس چې د تېرې لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنه کې د شوروي د وخت د یوه ټانک په پاتې شونو باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

که څه هم چې طالبان او افغان حکومت د سولې په خبرو کې برخه اخلي، لاکن په افغانستان کې د مسکو د ناوړه نفوذ شواهد په ډېرېدلو دي.

د تېر لمریز کال په وروستیو کې د دې راپورونو په څرګندېدلو سره چې روسي استخبارات طالبانو ته د دې لپاره انعامونه ورکوي چې په افغانستان کې مېشت امریکايي او ایتلافي عسکر ووژني، ډېر سیمه ییز کتونکي او شنونکي حیران نشول.

دا له دې امله چې د تېرو څو کالونو په ترڅ کې، په افغانستان کې د روسانو فعالیت په ځانګړې توګه د طالبانو ملاتړ په دوامداره توګه په ډېرېدلو وو.

په څرګنده، مسکو ادعا کوي چې هغه په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي او له طالبانو سره یواځې د دې لپاره اړیکې پالي چې په سیمه کې د داعش د ودې مخه ونیسي او طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره مذاکرات ترسره کړي.

د ای اېف پي ټي وي له یوې ویډیو څخه چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۸مه په مسکو کې جوړه شوې وه اخیستل شوی دا عکس د افغانستان او روسیې تر منځ د دپلوماتیکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدلو په مناسبت جوړ شوي یوه کانفرانس په ترڅ کې د طالب چارواکو یو پلاوی ښیي چې ورپسې د هېواد د راتلونکي په هکله له افغان سیاستوالو سره بحثونه وشول. [نیکولای کورژوف/ای اېف پي]

د ای اېف پي ټي وي له یوې ویډیو څخه چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۸مه په مسکو کې جوړه شوې وه اخیستل شوی دا عکس د افغانستان او روسیې تر منځ د دپلوماتیکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدلو په مناسبت جوړ شوي یوه کانفرانس په ترڅ کې د طالب چارواکو یو پلاوی ښیي چې ورپسې د هېواد د راتلونکي په هکله له افغان سیاستوالو سره بحثونه وشول. [نیکولای کورژوف/ای اېف پي]

ناوړه ارادې

لاکن په افغانستان کې د کریملېن اصلي ارادې په حقیقت کې ډېرې بدې دي.‌

دا ښکاره خبره ده چې کریملېن په بې رحمانه توګه افغانستان ته د یوه داسې تیاتر په سترګه ګوري چې په کې متحده ایالات او د هغه متحدین ننګوي، او په دې برخه کې افغانانو ته د زیان رسېدلو هېڅ پروا نه کوي.

دا نظر تر ډېره د دې هیلې په اساس ولاړ دی چې د سړې جګړې پر وخت په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د شرمېدلې ماتې بدل واخلي. روسي مشران د دغه زیان ملامتیا په جنګ کې د متحده ایالاتو په ښکېلتیا باندې ور اچوي.

په غبرګون کې، د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې رژیم په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو د مقابلې لپاره یو دوه ګونی چلند غوره کړی دی.

په لومړي چلند کې طالبانو ته دپلوماتیک او سیاسي ملاتړ برابرول راځي ترڅو په دې وسیله د یادې ډلې مشروعیت زیات کړای شي.‌ دویم چلند چې مرګونی دی، طالبانو ته د وسلو او پیسو برابرول دي ترڅو د یادې ډلې پوځي ځواک پیاوړی کړي.

دا ثابته شوې چې دغه دواړه چلندونه د افغانستان او د خلکو لپاره یې فاجعه زېږوي.

غلطه دپلوماسي

د طالبانو د سیاسي مشروعیت د زیاتولو په لړ کې، د روسیې رژیم په ښکاره په مسکو کې د طالبانو د مشرانو او ورسره نورو افغان شریکانو د غونډې کوربه توب وکړ. دا پروګرام د ۱۳۹۸ د غبرګولي په میاشت کې د روسیې - افغانستان د دوستۍ» د لمانځلو په پلمه جوړ شوی وو.

سربېره پر دې، په داسې یوه هڅه کې چې خپل ځان د واشنګټن یو مناسب بدیل په توګه وښیي، د روسیې رژیم طالبانو ته بلنه ورکړه ترڅو د ۱۳۹۷ د کب په میاشت کې په مسکو کې د سولې تش په نامه خبرو کې برخه واخلي.

په داسې حال کې چې په دې غونډه کې ګڼ شمېر سیمه ییزو لوبغاړو او د افغانستان د اپوزیسیون غړو برخه اخیستې وه، د افغانستان حکومت په کې برخه وانه خیستله او په دې توګه یې د خبرو مشکوک ماهیت په ګوته کړ.

له توقع سره سم، روسي چارواکو له دغو فرصتونو څخه داسې استفاده وکړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په حضور باندې انتقاد وکړي په داسې حال کې چې د طالبانو په بریدونو او هغه ظلمونو باندې چې د افغانستان د حکومت ځواکونه او ملکي خلک په نښه کوي پرده واچوله.

په داسې حال کې چې د روسیې حکومت په دپلوماتیکه او سیاسي جبهه کې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، ګڼ شمېر داسې راپورونه شته چې د روسیې استخبارات په فعاله توګه یاغیان تمویلوي او په وسلو یې سمبالوي.

د دغو راپورونو په اساس، افغان او ایتلافي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه مجهزې روسۍ وسلې نیولي دي چې د شپې لیدونکي دوربینونه او کوچنۍ وسلې هم په کې شاملې دي.

باور کیږي چې په ځینې حالتونو کې دغه وسلې په ایران کې د اکمالاتي شبکو له لارې رسول کیږي.

شواهد ښیي چې روسي او ایراني رژیمونو یو له بل سره په همکارۍ په ایران کې د طالبانو د غړو لپاره روزنیز کمپونه او اکمالاتي ډیپوګانې جوړې کړي دي. سربېره پر دې، په مسکو باندې تور دی چې د منځنۍ اسیا له لارې د تېلو په څېر امکانات د طالبانو بنسټونو ته رسوي چې هغوی یې د جنګ د تمویل لپاره پلوري او پیسې پرې ترلاسه کوي.

د پېښو پایلې افغانان ځوروي

د روسیې د ځان غوښتونکې او لنډپارې ستراتیژۍ بدې پایلې او اغېز بې ګناه افغان ملکي خلک متاثروي.

د روسانو سیاسي او مادي ملاتړ تر ډېره حده په غیرمستقیم ډول طالبانو ته دا وړتیا ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له تاوتریخوالي څخه ډک بریدونه ترسره کړي چې په نتیجه کې یې په زرګونو ملکي خلک وژل یا ټپي کیږي.

بده یې دا ده چې، مسکو په پوهه او فعاله توګه د طالبانو په نه تحریک شوي تاوتریخوالي او وحشتونو کې برخه اخلي.

په هر حالت، له دې سره سره چې افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه هڅه کوي چې له اورپکو سره په ښه نیت د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړي، د طالبانو غیرقانوني فعالیتونه او بریدونه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.

د لړم په ۲۳مه، په کابل کې یو ویجاړونکی ځانمرګی موټر بم برید، د لړم په ۱۲مه په هلمند کې د ازادۍ راډېو د خبریال الیاس داعي وژنه او په وروستیو میاشتو کې په کندوز کې د تلاشۍ په پوستو باندې بریدونه د طالبانو د روان تاوتریخوالي تر ټولو تازه مثالونه دي.‌

له بده مرغه چې په هېواد کې د بهرنیانو د لاسوهنې زور له افغان مدني ټولنې او اقتصاد څخه وځي. د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام نه یواځې د ملکي خلکو تر منځ د وېرې او پرېشانۍ احساس رامنځته کوي، بلکې همدارنګه اقتصادي فعالیت ځپي او د بې شمېره افغانانو په ژوند باندې ناوړه تاثیر کوي.

په حقیقت کې، په افغانستان کې د مسکو لاسوهنې د هرات، بغلان او بدخشان په ګډون څو ولایتونو کې د روسیې ضد اعتراضونه راوپارول چې وروستی د چنګاښ په میاشت کې ترسره شو.

دغو حقایقو ته په پام سره، د افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې لپاره دا ضروري ده چې بیدار اوسي، یو له بل سره په همکارۍ کې کار وکړي او په افغانستان کې د شریرو سیمه ییزو فعالانو لکه روسیې او ایران د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې مقابله وکړي .

سربېره پر دې، څومره چې ممکنه وي له دغه ډول رژیمونو څخه باید تر نړۍ وال قانون لاندې د هغوی د ناقانونه کارونو پوښتنه وشي څو د نورو هېوادونو په چارو کې د هغوی د ناوړه مداخلې مخه ونیول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له طالبانو سره د مسکو او تهران ملاتړ تر هغه وخته پورې وو چې دغې ډلې د امریکا پر ضد جنګ کاوه. وروسته له هغه چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، هغوی نور د یادو دوه هېوادونو ملاتړ نه لري. تهران او مسکو د طالبانو په ملاتړ کولو کې یو هدف درلود، او د هغوی هدف دا وو چې امریکایي عسکر ووژني او امریکا د طالبانو پر ضد په خپله جګړه کې ناکامه شي.‌ اوس طالبان له امریکا سره په جنګ کې نه دي. نه مسکو او نه تهران له طالبانو سره همکاري کوي، او ښایي چې هغوی قدرت ته د طالبانو له رسېدلو څخه وروسته پیسې ولګوي او فاطمیون د طالبانو پر ضد تجهیز کړي، ځکه چې طالبان نور د هغوی په ګټه نه دي او هغوی د مسکو او تهران لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د مسکو اصلي غلامان طالبان نه بلکې د افغانستان شمالي ټلواله ده. مسکو له طالبانو څخه ډېر زیات وېرېږي. په دې کې شک نشته چې روسیې طالبانو ته د امریکایي ځواکونو پر ضد مالي مرسته ورکړې ده.‌ روسیې دا کار د دې لپاره وکړ چې خپل د اوږدې مودې دښمن، امریکا، ته ماتې ورکړي او امریکا له افغانستان څخه وباسي. اوس چې امریکا له افغانستان څخه وځي، روسیه د طالبانو له راستنېدلو څخه وېرېږي، ځکه چې طالبان به هېڅکله هم د روسیې غلامان نه وي.‌ یوازني خلک چې په روسیه باندې ډېر متکي دي او د روسیې خبره مني هغه جمعیت اسلامي او جنبش اسلامي او په ټوله کې شمال ایتلاف دی. هغوی مستقیماً له روسیې سره په تماس کې دي او له هغه هېواد څخه هر کال په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ