امنیت

د چینایي تلفونونو او امنیتی خطرونو ترمینځ د اړیکو په اړه اندیښنې مخ په پراخیدو دي

ازسلام ټایمز

خلک د مرغومي۲۶ په بیجینګ کې د ژیومي پلورنځي له مخې څخه تیریږي. [ګریګ بیکر/اې اف پي]

خلک د مرغومي۲۶ په بیجینګ کې د ژیومي پلورنځي له مخې څخه تیریږي. [ګریګ بیکر/اې اف پي]

ویلنیوس، لتوانیا – چینایي تلیفونونه په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې تر خورا غور لاندې راځي چې څیړنې په دوامداره توګه دغه تلفونونه د ملي امنیت خطرونو، سانسور او د محرمیت د اندیښنو په اړه راپور ورکوي.

لتوانیا وروستی هیواد ده چې د چینایي تلفونو پر وړاندې یې غبورګون ښودلی چې آخري پیښه یې په ژیومي تلفون کې د سانسور ځای په ځای شوې دستګاه پر سره وه.

په پلازمینه ویلنیوس کې چارواکي د چین د کمونست ګوند (سي سي پي) د دیموکراتیکو ضد ارزښتونو، زورګویي، اوله تکنالوجۍ څخه ناوړه استفادهاوسانسورپر وړاندې د انتقاد وږد تاریخ لري.

د لتوانیا دفاع وزارت تیره میاشت وویل چې عامه ادارې او مصرف کونکي باید د چینایي تلفونونو په کارولو کې محتاط واوسي او د احتمالي امنیتي نیمګړتیاو او د معلوماتو د خپرواوي په اړه یې خبرداری ورکړ.

یوه مسلمانه ښځه په سینګیانګ کې د خپل موبایل تلفون د کارولو پر مهال ګوري. د سیمې مسلمانان په بهر کې خپلوانو ته د ټیلیفون کولو، ثابت آدرس نه لرلو یا د موبایل تلفون د تکراري بندولو په ګډون د قانوني کړنو له امله په نښه کیږي. [فریدریک ج. براون/ای اېف پي]

یوه مسلمانه ښځه په سینګیانګ کې د خپل موبایل تلفون د کارولو پر مهال ګوري. د سیمې مسلمانان په بهر کې خپلوانو ته د ټیلیفون کولو، ثابت آدرس نه لرلو یا د موبایل تلفون د تکراري بندولو په ګډون د قانوني کړنو له امله په نښه کیږي. [فریدریک ج. براون/ای اېف پي]

وزارت په اروپا کې پلورل شوي درې مشهور چینايي تلیفونونه: Xiaomi Mi 10T 5G ، Huawei P40 5G او OnePlus 8T 5G. ارزولي.

د هیواد د سایبري امنیت ملي مرکز د وږي په ۳۰مه راپور ورکړ چې د هواوې او ژیومي 5G ماډلونو کې یې »د سایبري امنیت خطرونه « موندلي.

په ژیومي کې – چې په اروپا کې ترټولو مشهور ځیرک تلفون دی – د داسې دستګاه د موندلو راپور ورکړل شو چې کولی شي د لټون ځینې مواد بند کړي.

څیړونکو وویل، دغه ځانګړینه چې د تورلست په نامه یاده شوې په اروپا کې د پلورل شويو تلیفونو کې غیر فعاله ده خو خبرداری یې ورکړ چې په چین کې د یوه سوچ په واسطه فعاله کیدی شي.

د سانسور شرایط د تغیر په حال کې دي. سږکال د غوایي میاشت کې ۴۴۹ کلمې یا عبارتونه تور لست کې شامل ول مګرم د وږي میاشت کې ۱۳۷۶ کلمې وې چې چینایي او لایتن توري هم پکې شامل دي.

په بندو شو کلمو کې »آزاد تبت« ، »د تایوان خپلواکي زنده باد« ، »د دیموکراسي غورځنګ« ، »د زده کونکو خوځښت« ، »دیکتاتوري« ، او د ځینې لویدیز شرکتونو او خپرونو نومونه شامل دي.

د لتوانیا د دفاع مرستیال وزیر مارګیریس ابوکیوسیوس امریکا غږ ته وویل،»موږ په ډاګه ولیدل چې دا کیلیدي ټکې سیاسي انګیزه لري.«

هغه وویل، »دا خورا د اندیښنې وړ خبره ده چې د سانسور وسیله او کلیدي ټکي چې په انترنت کې ستاسو لټون فلټروي یا فلټر کولی شي، شتون لري.«

راپور وویل، د هواوې تلیفون یو ګواښ رامینځته کړی ځکه چې دا په اتومات ډول کاروونکي د دریمې ډلې اپلیکیشن پلورنځیو ته لیږدوي چې کولی شي په ویروس اخته پروګرامونه پکې وي.

ریښتیني خطرونه

یوروونیوز د تلې په ۶مه راپور ورکړ، چې د راپور په تعقیب لتوانیا په داسې یو قانون باندې کار کوي چې کیدی شي خپلې دولتي ادارې د »نا باوره« وسیلو کارولو څخه منع کړي.

یوه ویاند وویل، »دم ګړۍ، موږ د قانون د حدودو په ټاکلو باندې کار کوو، ترڅو وپوهیږو چې کومې ادارې (چې ملي امنیت ته مهمې دي) به دې نوي قانون تر پوښښ لاندې راشي، کوم د معلوماتو او مخابراتو ټیکنالوژي د محصولاتو/هارډویر/سافټویر د تدارکاتو پروسه اغیزمنه شي، او کوم معیارونه و ټاکل شي ترڅو یواځې باوري پلورونکو ته اجازه ورکړي چې د تدارکاتو پروسه کې برخه واخلي. «

په ورته وخت کې، ابوکیوسیوس یادونه وکړه چې په لتوانیا کې شاوخوا ۲۰۰ عامه ادارې د چینایي تلفونو څخه کار اخلي او و یې ویل چې په ټولیزه توګه عامه سکتور باید د ملي امنیت پر بنیاد »ژیومي او هواوی« تلیفونونه ونه کاروي.

ابوکیویسیوس اې اف پي ته وویل »هغه خطرونه چې موږ یې په اړه خبرې کوو جدي دي. دا د خطر کمولو لپاره غوره اقدام دی.«

هغه وویل، نور هیوادونه باید دغې څیړنې ته پام وکړي او د ورته اقداماتو په اړه غور وکړي.

هغه امریکا غږ ته وویل، »زما په اند زموږ څیړنه د دې یوه بیلګه ده چې څنګه باید په مخابراتي سکتور کې بحث پراخ کړو، او باید د نورو سکتورونو په اړه فکر وکړو.«

د متحده ایالاتو په ګډون ډیری لویدیځو هیوادونو د امنیتي خطرونو له وجې د هواوې تلیفونونه د 5G ګرځنده شبکو څخه بند کړي دي.

تمه کیږي چې د لیتوانیا د اروپایی اتحادیې غړي به په راتلونکو ورځو کې د څیړنې په اړه خبرې وکړي، او د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لینډسبرګیس تیره میاشت په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره وکتل ترڅو ملاتړ جلب کړي.

لینډسبرګیس وویل چې د لیتوانیا کوچنیوالی - د ۳ ملیون څخه کم نفوس او د چین ۱/۲۷۰ برخه اقصاد - یو اسانه هدف ګرځوي.

هغه وویل »د بیجینګ محاسبه دا ده چې ښه به وي ترڅو یوه واړه دښمن سره ښکر تنبه کړي او په اسانه سره یې وډبوي«

بلینکن »د چین د خلکو جمهوریت له خوا د زورګویۍ پر وړاندې د لتوانیا لپاره د متحده ایالاتو د کلک ملاتړ« ژمنه وکړه.

د امریکا غږ دراپور پر اساس، د آلمان امنیتي خدماتو د ژیومي تیفون په اړه خپله تخنیکي ازموینه پیل کړې.

هڅه کوي اقتصادي زیان واړوي

چینايي تلیفونونو کې د سانسور د وسیلې په اړه د لتوانیا وروستي راپور چین ته په ځانګړي ډول ځورونکی و.

بیجینګ په دغه بالتیک ایالت کې خپل سفیر احضار کړ او په بیجینګ کې د لتوانیا سفیر هم بیرته خپل هیواد ته ستون شو.

د زمري په پیل کې، وروسته له هغه چې لتوانیا تایوان ته اجازه ورکړه چې په ویلیونس کې د خپل پلان شوي سفارت لپاره د »تایپه« پرځای د »تائیوان« کلمه وکاروي، بیجینګ لیتوانیا ته د کارګو ریل د تګ مخه ونیوله د لتوانیا د خوړو صادرونکو لپاره یې تقریبا ناشونې کړه چې خپل توکي چین کې وپلوري.

مګر لیتوانیا د چین تر ډیریدونکي فشار لاندې نه راځي.

د لیتوانیا د اقتصاد او نوښت وزیر آسرین ارمونایټ د فشار تاثیرات ناچیزه وبلل.

هغې وویل »زیان خورا کم دی«، ځکه چې چین ته د لتوانیا صادرات د دې هیواد دټولو صادراتو یواځې ۱ سلنه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په چین کې جوړ ټیلیفونونه نه یوازې دا چې استخباراتي معلومات ټولوي بلکې د بیان د ازادۍ مخالفت هم کوي. څو ورځې مخکې ما یو ځای ولوستل چې په چینایي تیلیفونونو کې یې د کلیمو یو لست ور اچولی چې که یو څوک هغه کلیمې په چینایي تلیفونو باندې ټایپ کړي د هغه کس ځای معلوموي او بیا د هغه په هکله معلومات ټولوي چې کېدی شي د سر خطر یې هم په کې پیښ شي. غالبا چې دا هڅه د هغو خلکو د موندلو لپاره ده چې غواړي د تیبیت له ازادی غوښتونکیو یا د سینکیانګ له مسلمانانو سره خواخوږي وښیي. مطلب دا چې چین له خپل دومره غټوالي، لوی اقتصاد او دیموکراسي سره هم یوازې د دروغو یو ګوډی دی چې هیڅ اعتبار پرې کېدلی نشي.‌ د چین مثال د پاکستان دی. پاکستان په ښکاره چیغې وهي چې د اسلام وطن دی لاکن په حقیقت کې چې په نړۍ کې هر چېرې اسلام او مسلمان ته او په مجموع کې انسان ته زیان رسېدلی منشاء یې په پاکستان کې ده.‌

ځواب ورکړئ