2023-02-24
افغانې خویندې د خیاطۍ د ورکشاپ له لارې نجونو ته هیله ورکوي
ځینې د ښوونځي یا د پوهنتون د عمر زده کوونکې دي؛ نورو یې وظیفې له لاسه ورکړي، خو یو شی چې د دغو شپېتو ښځو او نجونو ټولو تر منځ شریک دی د هغوی دا هوډ دی چې غواړي زده کړه او کار وکړي او د ټولنې فعالې غړې واوسي.