2022-11-10
ځوانې افغانې ښځې په کابل کې په لسګونو نجونو ته وړیا ښوونه او روزنه برابره کړې ده
په کابل کې د سودابې نژند په کور کې شاوخوا ۱۵۰ نجونې درسونه لولي. هغې وویل، «زه به پرې نه ږدم چې د افغان نجونو هغه هیلې او امېدونه چې هغوی یې ښوونې او روزنې ته لري په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.»