2022-01-12
ناورین ځپلي افغانستان ته د ازبکستان مرستې ور روانې دي
د ملګرو ملتونو چارواکي له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې له لوږې سره د ۲۳ میلیونو خلکو، چې د ټولو وګړو له نیمایي څخه ډېره برخه جوړوي، د مخامخ کېدلو په هکله خبرداری ورکوي. ازبکستان هڅه کوي چې د مرستې کولو په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.