2020-05-18
د غني او عبدالله تر منځ د سیاسي بند له ماتېدلو څخه وروسته د سولې خبرو ته هیلې بیا تازه شوې
د دواړو سیاسي رقیبانو تر منځ د واک شریکولو له هوکړې څخه وروسته غني وویل، «موږ هیله لرو چې د یووالي او همکارۍ له لارې به وکولی شو چې لومړی یوه اوربند او بیا تلپاتې سولې ته لاره هواره کړو.»