2023-06-13
په مزارشريف کې د زیاتېدونکې غریبۍ له امله د ښځينه سوالګرو شمېر په زیاتېدلو دی
يوې سوالګرې ښځې وويل، «زه هر سهار خپلو ماشومانو پسې د کور دروازه تړم او خدای ته يې سپارم او تر ماښامه پورې د مزارشريف په کوڅو کې د پيسو سوال کوم ترڅو هغوی ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړم.»