2018-01-26
افغان امنیتي ځواکونو طالبان د غزني له سړکونو څخه لېرې ساتلي دي
وروسته له هغه، چې محلي خلکو طالبانو ته د مالیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، یاد اورپکي ګروپ سړکونه بند کړل او هغوی ته یې د مرګ او تښتونې ګواښونه وکړل. له هغه وخت راهیسې امنیتي ځواکونو دغه ګواښ له منځه وړی دی.