امنیت

د پوهنې دښمنان:‌ طالبانو په بادغیس کې نوي جوړ شوي ښوونځي ته چاودنه ورکړه

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل چې طالب اورپکو د غوایي په ۱۲مه د افغانستان د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو نوی جوړ شوی ښوونځی ویجاړ کړ. په ورته وخت کې، شاوخوا ۱۰۰ معلولین د غوایي په ۱۴مه په ګاونډي ولایت هرات کې سره راټول شول او د اورپکو له خوا د ملکي خلکو وژنه یې وغندله. [عمر]

هرات -- ځایي اوسېدونکي او چارواکي وایي، طالب اورپکو د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو نوی جوړ شوی ښوونځی ویجاړ کړ، او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې دغه ډله له پوهنې سره دښمني لري.‌

د بادغیس د پوهنې ریاست سرپرست عبدالله مشکواني وویل، د دغه ښوونځي رغنیز کار په وروستیو وختونو کې بشپړ شوی وو.

مشکواني وویل، تمه وه چې دغه ښوونځی د کروناوایرس د وبا له پای ته رسېدلو څخه وروسته او د ښوونځیو په بیا پیلېدلو سره پرانستل شي او د ماشومانو نومونه ثبت کړي.‌

هغه وویل، زاد مراد ښوونځی چې ۱۲ درسي صنفونه یې لرلتېر کال د ولسي تړون د پروژې له خوا جوړ کړای شوی وو.‌

دا عکس چې د غوایي په ۱۳مه اخیستل شوی د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو ښوونځی وروسته له هغه ښیي چې طالبانو د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړ. [شمیل مشال]

دا عکس چې د غوایي په ۱۳مه اخیستل شوی د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو ښوونځی وروسته له هغه ښیي چې طالبانو د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړ. [شمیل مشال]

د معلولینو په ګډون د هرات ښار شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکیو د غوایي په ۱۴مه لاریون وکړ او په طالب اورپکو باندې یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [عمر]

د معلولینو په ګډون د هرات ښار شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکیو د غوایي په ۱۴مه لاریون وکړ او په طالب اورپکو باندې یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [عمر]

مشکواني د هغه برید په هکله چې د غوایي په ۱۲مه پېښ شو، وویل، «طالبانو لومړی د ښوونځي د ودانۍ تر ستنو لاندې ماینونه ایښي او بیا یې چاودنه ورکړې ده.»

هغه زیاته کړه،‌ «د طالبانو له خوا د ښوونځي په ویجاړولو سره، په سلګونو ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه محروم شول، او د هغو ځایي خلکو هیلې ورسره مړاوې شوې چې په دې تمه وه چې په خپله سیمه کې ښوونځی ولري.»

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي د غوایي‌ په ۱۳مه د ولایت په مرکز قلعه نو کې خبریالانو ته وویل، طالبانو د ښوونځي په ویجاړولو سره یو ځل بیا د پوهنې پر وړاندې خپله دښمني ثابته کړه.‌

هغه وویل، «طالبانو تل په بادغیس ولایت کې عامه شتمنۍ ویجاړې کړي دي.» د کب په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې شوي تړون ته په اشارې سره، نوموړي زیاته کړه، «یواځې په بادغیس کې، طالبانو له متحده ایالاتو سره له هوکړې څخه په سلګونو سرغړونې کړي دي

هغه وویل، «داسې هېڅ شپه نه تېرېږي چې طالبان یو برید ترسره نه کړي. هغوی سړکونه بندوي او خلک وژني.»

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وویل، د طالبانو له خوا د دې ښوونځي ویجاړول یو د نه بښلو وړ جرم دی.

هغه زیاته کړه، «د پوهنې ریاست داسې یوه اداره ده چې وظیفه یې د دې هېواد ماشومانو ته پوهه ورښوول دي،‌ خو طالبانو داسې یو ښوونځی چې تازه جوړ شوی وو، والوزاوه او په کنډوالو یې بدل کړ.»

هغه وویل، دا د طالبانو یو فجیع او غیرانساني کار دی چې د هېڅ افغان لپاره هم د منلو وړ نه دی.

یو غیراسلامي او غیرانساني عمل

دیني عالمانو او د بادغیس اوسېدونکو وویل، د ښوونځي ویجاړول د طالبانو د غیراسلامي او غیرانساني کارونو یو بل مثال دی.

په بادغیس ولایت کې یوه دیني عالم عبداللطیف صدیقي وویل، «په ښوونځيو باندې بریدونه او د تعلیمي موسساتو ویجاړول د اسلام د ارزښتونو پر ضد کار دی ځکه چې دا غیرانساني عملونه دي.»

هغه وویل، «اسلام د پوهې دین دی. تعلیمي موسسات د اسلامي ټولنې سترګې دي. هغوی باید د ملت سترګې ړندې او ژوبلې نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «د ښوونځیو او تعلیمي ادارو ویجاړول یو غیر اسلامي عمل دی، او دا ادارې له پوځي او سیاسي مسایلو سره هېڅ ارتباط نه لري.»

صدیقي وویل، طالبان دا شیطاني کارونه د خپلې ناپوهۍ له امله کوي.‌

صدیقي وویل، «د ښوونځيو ویجاړول هېڅ دیني توجیه نه لري، او هغه څوک چې د ویجاړتیا دا عمل اسلام پورې تړي هغوی یوه د نه بښلو وړ غلطي ترسره کوي.»

هغه وویل، «ښوونځي عامه شتمني ده او له پوځي شخصیتونو یا سیاسیونو سره هېڅ اړیکه نه لري. ښوونځي تعلیمي او مذهبي ادارې دي، او هیڅوک هم دا حق نه لري چې ویجاړ یې کړي.»

د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي عبدالناصر عمرزي وویل، «کله چې په یوه کلي کې یو ښوونځی الوزول کیږي، د دې معنی دا ده چې د هغه پرځای یو زندان -- د ماشومانو او راتلونکي نسل لپاره یو زندان پرانستل کیږي.»

هغه وویل، «دا د ښوونځي د ویجاړولو لومړنۍ پېښه نه ده؛ طالبان له نږدې ۲۰ کلونو راهیسې د جګړې قوانین ماتوي. ښوونځي داسې ځایونه دي چې هلته د افغانانو راتلونکی نسل تعلیم ترلاسه کوي، او طالبان دا حق نه لري چې ښوونځي ویجاړ کړي او خپلې شخصي او سیاسي ګټې خوندي کړي.»

عمرزي وویل، «طالبانو هم د خپلې واکمنۍ پر وخت او هم د حکومت ضد فعالیتونو پر وخت ثابته کړې وه چې هغوی د تعلیم دښمنان دي، ځکه چې هغوی د افغانانو نوي نسل ته اجازه نه ورکوله چې تعلیم ترلاسه کړي.»

د طالبانو جګړه غندل

طالبانو دا ښوونځی په داسې حال کې ویجاړ کړ چې په ګاونډي ولایت هرات کې شاوخوا ۱۰۰ معلولان د غوایي په ۱۴مه راټول شوي وو چې د اورپکو له خوا د ملکي خلکو وژل وغندي.‌

د نادرشاه حیدري په نامه یوه کس چې په هرات ښار کې یې په لاریون کې برخه اخیستې وه، وویل، ټول افغانان د طالبانو له جګړې او ظلمونو څخه په تنګ شوي دي، او اورپکي باید خپل تاوتریخوالی او بریدونه ودروي.

هغه وویل، «طالبان او امنیتي ځواکونه دواړه مسلمانان دي، او چې داسې ده بیا نو ولې هغوی یو بل وژني؟ د بې ګناه افغانانو دا وینه تویول به تر کومه پورې روان وي؟»

هغه وویل، «هره ورځ موږ وینو چې بې ګناه ملکي خلک د طالبانو د بریدونو، بمي چاودنو او تاوتریخوالي قرباني کیږي. دا حالت نور د منلو وړ نه دی.»

په هرات ښار کې یوه معلول کس عبدالرحیم رادمنش وویل، «موږ د شخړې له لوریو څخه غواړو چې دا ویجاړونکې جګړه ودروي. دا جګړه باید نور بې ګناه ملکي خلک ونه وژني یا ټپي نه کړي،‌ او دا باید نور ماشومان یتیمان نه کړي یا له نورو کورنیو څخه سرپرستان وانه خلي.»

هغه زیاته کړه، د ټولو افغانانو لپاره د دې وخت را رسېدلی دی چې یو بل ته غاړه ورکړي او دا تحمیل شوې جګړه پای ته ورسوي.‌

د اعتراض یوه بل برخه وال بهناز اماني وویل،‌ جګړې افغانستان ویجاړ کړی دی، او سوله کولی شي چې هېواد ته امنیت، نېکمرغي او پرمختګ راولي.

هغه وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې د سولې پروسې سره یوځای شي ځکه چې موږ د هغوی له خوا هره ورځ د افغانانو له وژلو او ټپي کولو څخه نور په تنګ شوي یو. زه نه غواړم چې په دې جنګ کې نور خلک معیوب شي او زموږ شمېر نور زیات شي.»

اماني وویل، «د جګړې له لاسه د رامنځته شوي ناخوندي چاپېریال له امله، موږ نشو کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر وځو. دا چې موږ نشو کولی چې نور دا وضعیت تحمل کړو، طالبان باید سوله وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان په هېواد کې د پرمختګ اصلي خنډ دی. هغوی غواړي چې افغانان په ۱۸مه پېړۍ کې ژوند وکړي، خو طالبان باید پوه شي چې اوس وخت بدل شوی دی، او افغانان هوښیار شوي دي. هغوی به هېڅکله هم تېر وخت ته ستانه نشي. د ښوونځیو، پلونو او داسې نورو په ویجاړولو سره به طالبان ونشي کولی چې خپل هدف ترلاسه کړي.‌ فرق نه کوي چې طالبان ښوونځي څو ځلې ویجاړوي، خلک به یې بیا جوړ کړي، او اوس افغانان له تعلیم سره ډېره علاقه مندي لري، هغوی غواړي چې ماشومان یې په ښوونځيو کې شامل شي. فرق نه کوي چې د هغوی ښوونځي سرپناه لري که نه، ماشومان له تعلیم سره ډېره مینه لري او تیار دي چې حتی په ازاده فضا کې تر سوزوونکي لمر لاندې درسونه ولولي.‌ نو د طالبانو له خوا د ښوونځیو ویجاړول بې له دې چې د ځانونو په هکله د خلکو احساسات راوپاروي طالبانو ته نور هېڅ ګټه نشي رسولی.‌ خلک له دې امله له طالبانو څخه کرکه کوي چې هغوی د تعلیم او د هېواد د پرمختګ مخالف دي. هغوی په ټولنه کې د ښځو د حضور مخالف دي. که نه، طالبان د موجود حکومت په نسبت د امنیت او عدالت په برابرولو کې بهتر دي.‌ که طالبانو ملکي خلک نه وژلی او نه یې چاودنې او د خلکو په منځ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کولی، اوس به ټولو خلکو غوښتلی چې طالبان بېرته راستانه شي، ځکه چې هغوی د اشغال پر ضد جهاد وکړ او متحده ایالاتو ته یې ماتې ورکړه، خو په ۱۸ کالو کې، طالبانو په افغانستان کې د امریکایانو پر ځای غریب او بې چاره خلک وژلي دي.‌

ځواب ورکړئ