روغتیا

له ایران څخه را قاچاق شوي ټیټ کیفیت لرونکي درمل په افغانستان کې خطرونه رامنځته کوي

د عمر راپور

هرات ولایت ته د تاریخ تېرو، ټیټ کیفیت لرونکیو او تقلبي ایراني درملو قاچاق په وروستیو میاشتو کې زیات شوی، چې په ټول افغانستان کې یې روغتیایي خدمتونه کمزوري کړي دي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- هرات ولایت ته د تاریخ تېرو، ټیټ کیفیت لرونکیو او تقلبي ایراني درملو قاچاق په وروستیو میاشتو کې زیات شوی، چې په ټول افغانستان کې یې روغتیایي خدمتونه کمزوري کړي دي.‌

د افغانستان په لوېدیځ زون کې د درمل جوړونکیو د اتحادیې په وینا، د هرات په بازارونو کې موندل کېدونکي له نیمو څخه ډېر درمل یا تاریخ تېر دي یا یې کیفیت ټیټ دی او قاچاقچیانو په غیرقانوني طریقه را وارد کړي دي.

د اتحادیې مشر عبدالکریم شېرزاد وویل، «یوه زیاته اندازه ایران جوړ، ټیټ کیفیت لرونکي درمل په غیرقانوني لارو، او نور د سرحدي ګمرکونو له لارې د قاچاقچیانو له خوا د رشوتونو په ورکولو سره، هېواد ته راداخلېږي.»

هغه وویل، «قاچاقچیان هره ورځ په ډېر فعال ډول په لسګونو ډولونه د ټیټ کیفیت لرونکي درمل بازار ته راواردوي،» او زیاته یې کړه چې دغه درمل «د کیفیت د تضمین له کومې پلټنې پرته بازار ته راننوځي.»

یو کارمند د زمري په ۱۱مه په هرات ښار کې په یوه درملتون کې درمل ځای پرځای کوي. [عمر/سلام ټایمز]

یو کارمند د زمري په ۱۱مه په هرات ښار کې په یوه درملتون کې درمل ځای پرځای کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه چې، «خراب درمل په سختو لارو را واردېږي او میاشتې میاشتې په دښتو او غرونو کې په ګرمه او سړه هوا کې ساتل کېږي، په داسې حال چې قاچاقچیان روغتیایي لارښوونې له پامه غورځوي.»

شېرزاد وویل، په افغانستان کې اکثر د ټیټ کیفیت لرونکي او تاریخ تېر درمل له ایران څخه را واردېږي، په داسې حال کې چې نور یې له پاکستان څخه راوړل کیږي.

هغه زیاته کړه، «هغه تاریخ تېر او د ټیټ کیفیت لرونکي درمل چې له ایران څخه راواردېږي په هغه هېواد کې نه کارول کیږي، بلکې هغه تر پېچلیو او نااشنا نومونو لاندې افغانستان ته را صادرېږي.»

د افغانستان د درمل جوړونې صنعت

په هرات کې د درمل جوړونې په لسګونو کمپنۍ په قانوني توګه فعالیت کوي، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه د کنټرول شوي کیفیت لرونکي او په لابراتوار کې کتل شوي درمل راواردوي، او شاوخوا ۱۲۰ ډوله درمل او بېلابېل طبي وسایل تولیدوي.‌

په هرات ښار کې د هرات - وردک فارما د درمل جوړونې شرکت اجرائیه رییس محمد ویس سهاک وویل، له ګاونډیو هېوادونو څخه د را قاچاق کېدونکیو درملو د زیاتوالي له لاسه هغه کمپنۍ چې په میلیونونو ډالر پانګونې یې کړي دي، په ټپه درېدلي دي.

هغه وویل، په اکثرو ایران جوړ درملو باندې د نورو توکو نښې لګېدلي وي او د ګمرکونو له لارې راواردېږي.

سهاک وویل، «اصلا د ګمرکاتو ځینې کارمندان همکاري کوي او ښایي چې له قاچاقچیانو سره لاس ولري،» او زیاته یې کړه چې اداري فساد د ګمرکاتو په سکتور کې یوه لویه اندېښنه ده

هغه وویل، «موږ په هر وارد شوي توکي باندې ګمرکي محصول ورکوو؛ لاکن قاچاقچیان د کومو ګمرکي محصولاتو له تادیه کولو څخه پرته د ټیټ کیفیت لرونکي درمل راواردوي. د داسې یوه حالت دوام به د درملو د واردوونکیو کمپنیو عملیات ګډوډ، او د هغوی پانګونه له خطر سره مخامخ کړي.»

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د سینا فارما فارماسیوټیکل فیکټرۍ مرستیال احمد فرید رؤفي وویل، د تقلبي او ټیټ کیفیت لرونکيو درملو وارداتو په کاروبار بانادې منفي اغېز کړی دی.

هغه وویل، «موږ ۱۱۰ ډوله درمل تولیدوو، لاکن عین ډول د ټیټ کیفیت لرونکي درمل هره ورځ‌ بازار ته ننوځي. دغه حالت زموږ د تولیداتو د اعتبار په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي.»

رؤفي وویل، «د ټیټ کیفیت لرونکي درمل په ډېرو ټیټو قیمتونو کې موجود دي. زمونږ د لوړ کیفیت لرونکي درمل نشي کولی چې له هغو سره په قیمتونو کې مقابله وکړي،» او زیاته یې کړه چې دغه حالت د هغه د کمپنۍ عملیاتو ته زیان ور رسولی دی.

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د هري فارما فارماسیوټیکل فیکټرۍ رییس عبدالبصیر واعظي وویل د هغه فابریکه مجبوره شوه چې د ټیټې درجې له درملو سره د نامناسبې سیالۍ له امله تولیدات کم کړي.

په نتیجه کې، هغه مجبور شو چې خپل تقریبا ۴۰٪ کارمندان له کاره ګوښه کړي.

هغه وویل، «موږ د لوړ کیفیت لرونکي درمل تولیدوو؛ لاکن د ټیټې درجې د درملو توزیع په بازار کې زموږ د تولیداتو خرڅون متاثر کړی دی. مشتریان د اقتصادي ستونزو له امله غوره ګڼي چې ارزان درمل واخلي

هغه وویل، «په داسې حال کې چې موږ کولی شو په ورځ‌ کې ۴۶ ډوله درمل تولید کړو، د دویمې درجې وارد شویو درملو او د بازار د نشتوالي له امله، موږ خپل تولید ډېرو کمو انواعو پورې محدودوو.»

روغتیایي خطرونه

ډاکتران وایي، عیبي او تقبلي ایراني درمل د ناروغانو روغتیا هم له خطر سره مخامخ کوي.

په هرات ښار کې د داخله طب یوه متخصص محمد داود یارمند وویل،‌ «له بده مرغه چې د هرات په درملتونونو کې ډېر د ټیټ کیفیت درمل موجود دي او ډاکتران له ناچارۍ څخه هره ورځ ناروغانو ته د هغو د اخیستلو لپاره نسخې ورکوي.»

یارمند خبرداری ورکړ چې، د ټیټ کیفیت یا تاریخ تېر درمل خطرناک دي او کولی شي چې د ناروغانو مرګ ته لاره هواره کړي.

هغه وویل، هغه نامناسب درمل «د ناروغانو درملنه نه کوي بلکې په عمومي توګه د ناروغانو روغتیایي حالت ته زیان ور رسوي او ... کیدی شي چې د نورو ناروغیو سبب هم شي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالعزیز نیازي چې ۵۴ کاله عمر لري، وویل چې هغه خپل ګرمۍ ځپلی زوی څلور ځلې ډاکتر ته بوته لاکن د ډاکتر له خوا د لیکل شویو درملو سره سره د هغه حالت ښه نشو.

هغه وویل، «درې اونۍ کېږي چې زما زوی ناروغ دی، او د ډاکتر درملنې ورسره هېڅ مرسته ونه کړله. ډاکتر په لسګونو درمل ورته ولیکل، خو چې هر څه یې وخوړل کومه ګټه یې ورته ونه کړله.»

نیازي وویل، «که دا درمل اصلي وای او ښه کیفیت یې لرلای، ولې نشي کولی چې د یوې ډېرې ساده ناروغۍ تداوي وکړي؟» او زیاته یې کړله چې هغه پلان لري چې خپل زوی د تداوۍ لپاره پاکستان ته بوځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه چې په دې وروستیو میاشتو کې چارواکو د نامنظمو پالیسیو په پلي کولو سره نه یوازې دا چې د خلکو لپاره د حیاتي درملو په واردولو کې خنډونه را منځته کړي، بلکې د روغتیايي اصلاحاتو د پلان په پلي کولو سره یې ټول لګښتونه د بانکي بیمې شرکتونو پر اوږو واچول. د بیمې شرکتونه نشي کولی د درملتونونو او ډاکټرانو اړتیاوې پوره کړي. ښایي د خلکو د خوشحالولو سیاست پلي کول ښه وي چې رایې ترلاسه کړي او د مشرتابه په څوکیو کې ناست وي، مګر د هیواد روغتیا او درملنه په فریبونو نشي ترلاسه کیدی.

ځواب ورکړئ

دا منو چې په نړۍ کې د قاچاق مخنیوی خورا سخت کار دی او افغانستان هم له دې مرداریو خلاص نه دی. که د موضوع بل اړخ ته فکر وکړو، هغه به دا وي چې، زمونږ افغان تجار که په قانوني توګه هم یو شی هېواد ته واردوي، کیفیت یې خراب وي. د دې په ځای چې په صحي لحاظ درته ګټه ورسوي، تاوان درته کوي. نو خبره دا ده چې قاچاقبر خو خاین دی ملي تجار مو تر هغه ډېر خیانت کوي. په افغانستان کې بلکې په ټولو وروسته پاتې هېوادونو کې دا مشکل شته. په دې هیله چې مسولین دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، مجرم ونیسي او سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ

یوازې دې ته زمینه سازي کېږي چې په افغانستان کې د بېلا بېلو توکو شته فابریکې وتړل شي او افغانستان په لویه کچه زیان وویني. ایران هڅه کوي چې په پوله ورسره پراته ولایتونه کې فابریکې فلج، کاریګر یې رخصت او سرمایه ګذاران دغه هېواد ته واوړي. پاکستان، چین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان هم په همدې هڅه کې دي چې دوی سره پر پوله د پرتو ولایتونو پانګه ټولو او خپلو هېوادونو ته پانګوال ورکش کړي. چې دې کار سره به د تل لپاره افغانستان په ملا مات او د تاریخ په اوږدو کې به د پورته کېدو توان ونه لري. زه د هرات د فابریکو تر څنګ درته د کندهار احوال هم درکوم. کندهار کې د پنبې فابريکه لرونکي وايي چې پاکستان يې د صنعت د سقوط هڅې کوي. د دوی په وینا چې پاکستان يې ۳۰ میلیونه هغه ډالر نه ورکوي چې دوی پرې پنبه پلورلې. د پنبې د فابريکو څښتنان وایي، پاکستان په دې توګه هڅه کوي څو کندهار کې د پنبې شته فابريکې وتړي. که څوک غواړي د دې خبر ریښتیا یا دروغ معلوم کړي نو کندهار کې دې د پنبې له فابریکه لرونکو څخه وپوښتي. مننه

ځواب ورکړئ

په دې سره به په هرات کې شته د درملو ټولې فابریکې په ټپه ودرېږي او کوم متخصصین او عادي کارمندان چې په کې په کار بوخت دي بې روزګاره شي چې متخصصین به له وطنه وتښتي او عادي کارمندان به سوال کولو ته مجبور شي. په اقتصادي لحاظ به هغه پانګوال هم وځپل شي چې هرات کې یې د درملو په فابریکو پانګونه کړې ده. او له دې سربېره دا ډول بې کیفیته درمل پر ځای د دې چې ناروغ روغ او صحت یې ښه شي په بېلا بئلو لاعلاجه ناروغیو اخته کېږي. دا کار مه هر څوک کوي خو په سر کې یې حتماً ایرانیان لاس لري. پرون مې د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرې واورېدې، ویل یې چې هر بهرنی تبعه یې هېواد ته سل زره ډالر یوسي او پانګونه پکې وکړي نو دوی به ورته د ژوند کولو هر ډول زمینه سازي وکړي. له دې خبرې یې هم ظاهراً معلومېږي چې غواړي افغان پانګوال ایران ته ورشي او هلته خپل کاروبارونه وکړي.

ځواب ورکړئ

د بې کیفیته درملو واردولو کې تر ډېره افغان سوداګر ګرم دي. د معلوماتو له مخې افغان سوداګر چې کله هندوستان، پاکستان، ایران او یا بل کوم هېواد ته چې دوی ترې توکي افغانستان ته واردوي ځي؛ نو تجاران پخپله ارډر ورکوي چې کمپنۍ ورته څه ډول توکي که هغه درمل دي، خوراکي توکي دي، مبایل، که کمپیوټر او یا هم نور توکي ... دي برابر کړي. د مثال په ډول هغه دوا چې ډاکتران یې پاکستان کې ناروغانو ته ورکوي تر ډېره ښه کار کوي، خو هماغه دوا په هماغه نوم، لوګو او ترکیباتو که افغانستان کې ناروغ ته ورکول کېږي کار نه کوي. ناروغ د دوا له خوړلو ستړی شي یا یې میده پرې خرابه شي، خو کوم مرض چې لري هغه پرې نه ښه کېږي، ځکه چې وار له مخه کمپنۍ ته همداسې د ټیټ کیفیته درملو ارډر ورکول شوی دی. زه خو وایم تر هغه چې موږ خپل وجدان جوړ نه کړو او فکراً جوړ نه شو دا ستونزې به په خپل ژوند کې ګالو. او ټولنه به مو دغسې ورسره دربدره وي. د ټیټ کیفیت لرونکو درملو واردولو هغه که په قاچاقي ډول دي او که په قانوني یوازې د ایران څخه نه ده، له پاکستان او هند څخه هم ده چې وړاندې مو خپله غلطي په خپله ومنله. فلهذا موږ ته په کار ده چې خپله ښه انسانان شو او د ژوند چارې په خپله راسمې کړو.

ځواب ورکړئ

ښه، د ایران دریځ څرګند دی. ایران د افغانانو او افغانستان تاریخي دښمن دی او موږ له ایران څخه هیڅ تمه نه لرو. ایران تل هڅه کړې چې افغانستان کمزوری او پر ایران تکیه کړي. شرم دې وي په هغو بې وجدانه سوداګرو چې دا درمل افغانستان ته واردوي. دا فاسد سوداګر د څو افغانیو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو له ژوند سره لوبې کوي. کله چې زموږ سوداګر له موږ سره دا ډول چلند کوي، نو له ایران او پاکستان څخه نور څه تمه ولرو؟ افغانان تل بهرني او ګاونډي هېوادونه ملامتوي، حال دا چې هېڅکله خپل مسووليت منلو ته چمتو نه دي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې له وظيفې څخه غفلت يو کلتور ګرځېدلی او په هر مقام او وظيفه کې خلک هڅه کوي چې خپل بار پر نورو واچوي او دا سمه نه ده. افغانان باید هڅه وکړي چې په خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او بیا له نورو څخه ګیله وکړي.

ځواب ورکړئ

تر دې مخکې مې د سلام ټایمز په ویب پاڼه کې ولوستل چې د هرات صنعتي پارک له دې امله له ستونزو سره مخ دی چې د ایران حکومت له ایران څخه وارداتي برېښنا پرې کړې ده. دا په دې مانا چې ایران نه یوازې زموږ هېواد ته جعلي محصولات صادروي بلکې په افغانستان کې دننه د توکو د تولید مخه هم نیسي. پاکستان په جلال اباد او نورو ختیځو ولایتونو کې هم ورته منافقت کوي. ملعون پاکستان تاریخ تېر درمل او نور توکي جلال اباد ته راصادروي او بیا له هغه ځایه کابل ته راځي. په داسې پېښو کې یوازې پاکستانیان او ایرانیان ملامت نه دي. هغه افغان سوداګر چې له پاکستان او ایران څخه واردات کوي هغوی هم ملامت دي. دوی ولې افغانستان ته تاریخ تېر او ناقص توکي واردوي؟ عموماً، کله چې په افغانستان کې کوم شی تولیدیږي، د پاکستان او ایران څخه د ورته شیانو د واردولو لپاره باید لوړه تعرفه ولګول شي ترڅو د ورته توکو واردات ودروي. په احترام، مصطفی

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له خبرې سره په بشپړه توګه موافق یم. ما هم دغه ټکي ته اشاره کول غوښتل. ستونزه یوازې د ایران او پاکستان نه ده. افغان سوداګر د ستونزې اصلي لامل دی. دا یوازې درمل نه دي، افغان سوداګر تل ټیټ کیفیت لرونکي توکي واردوي. کله چې دوی چین ته لاړ شي، هڅه کوي تر ټولو ټیټ کیفیت لرونکي توکي، چې د اصلي شیانو نقل وي، وارد کړي. نو زه فکر کوم چې د تعرفو د لوړولو تر څنګ باید حکومت پر ټولو وارداتي توکو خپل نظارت زیات کړي او د دغو بې رحمه او ذلیلو سوداګرو د وحشت او دهشت مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ