اقتصاد

ملګرو ملتونو د هلمند د ۱۰۰ بې سرپناه کورنیو لپاره کورونه جوړ کړل

د عبدالخالق همیم راپور

د افغانستان د ټولنې او روغتیا د بیارغونې موسسې (ای سي اېچ آر او) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په مالي ملاتړ په هلمند ولایت کې د بې سرپناه کورنیو لپاره ۱۰۰ نوي کورونه جوړ کړي دي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هلمند -- د بې کورۍ د یوې اوږدې دورې له تېرولو څخه وروسته، د هلمند ولایت ‍۱۰۰ کورنیو اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د مرستې له برکته سرپناوې ترلاسه کړي دي.

د هغوی کورونه چې د ولایت د مرکز لښکرګاه په بولان سیمه کې پراته ول، د جنګ په ترڅ کې وران شوي ول.

د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له خوا جوړ شوی هر کور دوه خونې، یو پخلنځی، یو لمباځی او جلا تشناب لري او د عصري معیارونو په اساس او موادو څخه جوړ کړای شوي دي.

کورونه جوړول او هیله لرل

دا پروژه د افغانستان د ټولنې او روغتیا د بیارغونې موسسې (ای سي اېچ آر او) له خوا تطبیق کیږي.

په عکس کې چې د مرغومي په ۲۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې یو کور لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په مالي مرسته جوړ شوی دی. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د مرغومي په ۲۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې یو کور لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په مالي مرسته جوړ شوی دی. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

په هلمند کې د ای سي اېچ آر او رییس عبدالولي ساپی وایي، رغونه د تلې په میاشت کې پیل شوه او اوس ۹۵٪ کار بشپړ شوی دی.

د هر کور په جوړولو باندې ۳۷۰۰ ډالر لګښت شوی او د دغې پروژې ټوله بودجه چې ۳۷۰۰۰۰ ډالر (۳۳ میلیونه افغانۍ) کېږي، یو اېن اېچ سي آر برابره کړې ده.

ساپي د مرغومي په ۲۷مه وویل، «د بولان سیمې کورونه په وروستیو کالونو کې ویجاړ شول، چې له امله یې ځایي خلک بې سرپناه پاتې شول.»

هغه وویل، «د پروژې په لومړۍ مرحله باندې کار، چې د ۱۰۰ کورونو رغونه په کې شامله ده، تقریبا بشپړ شوی او په څو ورځو کې به ګټه اخیستونکیو ته وسپارل شي.»

هغه وویل، «د پروژې په دویمه مرحله کې، موږ پلان لرو چې په نږدې راتلونکي کې په لښکرګاه ښار، او د سنګین او نهر سراج په څېر ځینو ولسوالیو کې نور کورونه جوړ کړو.»

هغه وویل، «زموږ هدف دا دی چې د جنګ ځپلیو او بې وزلو اوسېدونکیو لپاره سرپناوې جوړې کړو او هغوی ته د ژوند هیله ورکړو.»

ساپي زیاته کړه، دا کورونه د طبیعي پېښو لکه زلزلو او سېلاوونو پر وړاندې مقاومت لري.

نوی ژوند

سید احمد چې ۵۲ کاله عمر او یوه اته کسیزه کورنۍ لري، وویل چې نوي جوړ شوي کور هغه او د هغه کورنۍ ته یو نوی ژوند ورکړی دی.

هغه وویل، «سرپناه نه لرل ډېر سخت دي. په جنګ کې زما د کور له ورانېدلو څخه وروسته، زما کورنۍ مجبوره شوه چې یو ځای او بل ځای ته کډه شي، او موږ مجبور شوو چې زما د تره د زوی په زاړه کور کې واوسېږو.»

هغه زیاته کړه،‌ «اوس موږ ډېر خوښ یو چې یو نوی کور لرو چې د انجنیرۍ د معیارونو په اساس جوړ کړای شوی دی.»

هغه وویل، «موږ هره ثانیه شمارو چې خپل نوي کور ته ورشو. ډېر لږ کار پاتې دی چې په یو څو ورځو کې به پای ته ورسېږي. هوا چې لږه توده شي، موږ به په خوښۍ سره خپل نوي کور ته لاړ شو.»

سید احمد وویل هغه هېڅکله هم دا تصور نه و کړی چې داسې یو کور دې ولري خو اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د مرستو له برکته د هغه د ژوند یو ستر خوب په حقیقت باندې بدل شو.

صدیق الله، چې ۴۵ کاله عمر لري او د اوو ماشومانو پلار دی، وویل، نوي کورونه د اوسېدونکیو د پخوانیو کورونو په پرتله ډېر بهتر او مقاوم دي.

هغه وویل، «زما کور تقریبا درې کاله مخکې په جنګ کې ویجاړ شو او نور د اوسېدلو وړ نه و.»

هغه وویل، «له هغه وخت راهیسې، موږ د خپل ګاونډي په زاړه کور کې اوسېدلو. هلته اوسېدل ډېر سخت و. په ژمي کې به د باران اوبه را څڅېدلې.»

صدیق الله وویل، «که مرستندویې ادارې زما کور جوړ کړی نه وای، ما به هېڅکله هم دا وس نه وای ترلاسه کړی چې جوړ یې کړم.»

هغه وویل، «زه حتی د یوې ساده دروازې د اخیستلو وس هم نه لرم. زه په دې کور باندې ډېر زیات خوښ یم ځکه زما کورنۍ مجبوره نه ده چې نور په خټین او زاړه کور کې ژوند وکړي.»

صدیق الله وویل ډېر نور اوسېدونکي هم شته چې سرپناه نه لري ځکه چې د هغوی کورونه طبیعي افتونو یا جنګ ویجاړ کړي دي، او هغه هیله من دی چې مرستندویې ادارې به د متاثر شویو کورنیو لپاره کورونه جوړ کړي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له خوا د تمویل شوې سرپناه یوه بل ترلاسه کوونکي عبدالولي چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «پخوا زموږ په سیمه کې جنګ ډېر شدید و چې زموږ کورونه یې را ویجاړ کړل. زه مجبور شوم چې بل کلي ته کډه وکړم، خو اوس چې زه یو کور لرم،‌ زه له خپلې کورنۍ سره یو ځای بېرته خپل ځای ته راګرځم.»

هغه وویل،‌ «ما د اقتصادي ستونزو له امله نشوای کولی چې خپل کور جوړ کړم. اوس زه د مرستندویو ادارو د مرستې له برکته د کور خاوند یم.‌ له اوس نه وروسته به زما ماشومان بې سرپناه نه وي او نه به مجبور وي چې د نورو خلکو په کورونو کې ژوند وکړي.»

عبدالولي وویل اوس چې هر ځل هغه خپل نوي کور ته ګوري، هغه راتلونکي ته د ډېرې هیله مندۍ احساس کوي.

نړۍ والو مرستو ته اړتیا

د هلمند د کډوالو او راستنېدونکیو چارو د ریاست په وینا، په دغه ولایت کې جګړو او طبیعي پېښو له ۶۰۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بشیراحمد چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، هغه له بې وزلۍ او لوږې څخه کړېږي او نشي کولی چې خپل ویجاړ شوی کور بیا ورغوي.

هغه وویل، «زما کور له یوې امنیتي پوستې سره نږدې وه، چې څلور کاله مخکې په یوه موټربم برید کې ویجاړ شو او ورسره یې زموږ ژوند هم ویجاړ کړ.»

هغه وویل، «د کور په ویجاړېدلو سربېره، زه، زما دوه ماشومان، او زما مېرمن هم ټپیان شوو.»

بشیراحمد وویل چې هغه او د هغه کورنۍ مجبور شول ترڅو د کور د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله لښکرګاه ښار ته کډه وکړي.

هغه وویل، «موږ په ښار کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو په ډله کې په یوه ډېر کوچني کور کې ژوند کوو. که په نادعلي ولسوالۍ کې زما کور بیا جوړ شي، زه به دلته یوه ثانیه هم پاتې نشم.»

بشیراحمد وویل، د دې کمپ اوسېدونکي د مرستندویو ادارو په مرسته پایي او که مرسته ورسره ونشي هغوی به د خوړو لپاره هېڅ هم ونه لري.

د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحیم چې ۴۷ کاله عمر لري، وویل چې سېلاب دوه کاله مخکې د هغه خټین کور ویجاړ کړ او هغه نه دی توانېدلی چې بېرته یې ورغوي.

هغه وویل، «زه حتی ۱۰۰ افغانۍ [۱.۱۲ ډالر] نه لرم چې د ځان لپاره یوه سرپناه جوړه کړم. ما له خپلې کورنۍ سره یوځای څو میاشتې په یوه خېمه کې تېرې کړې، بیا مې په یوه کوچني کورګي کې چې اصلا د وښو کادانه وه ژوند پیل کړ.»

عبدالرحیم وویل، «شپږ کسان په یوه خونه کې ژوند کوي. دا رقم ژوند کول ډېر سخت دي.»

هغه وویل، «که مرستندویې ادارې زموږ مرسته وکړي او زموږ لپاره سرپناه جوړه کړي، دا به زما او زما د کورنۍ ژوند اسان کړي. زموږ اوسنی ژوند ډیر سخت دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ملګرو ملتونو او په ټوله کې له مرستندویه ادارو څخه نړۍ مننه، چې په هلمند کې سلو بې سرپناه کورنیو ته سرپناه جوړوي. ځکه سره پناه د ژوند یو له مهمو ضرورتونو څخه دی، چې یو سړی کور ونلري، په ګرمۍ کې یې اولادونه سره ګرمي او په ژمي کې یې سړه هوا وسوځوي، نو له دې ژونده به سړی څه خوند واخلي.

ځواب ورکړئ

ملګرو ملتونو خو مخکې هم ویلي وو چې د پکتیکا زلزله ځپلو ته یې کورونه جوړ کړي؛ مګر تازني معلومات چې ځیني رسنۍ او اشخاص یې خپروي وايي هلته کوم چاته کورونه نه دي جوړ شوي؛ بلکې یوه شایعه وه چې هله دومره کورونه ورته جوړ شول. د پکتیکا زلزله ځپلي د ژمي روانې شپې او ورځې په سخت وضعیت کې تېروي. هیله ده هلمند کې د بې سرپنا خلکو لپاره د کورونو جوړولو مسئله هم دروغ ونه اوسي او په حقایقو ولاړه خبره وي.

ځواب ورکړئ

ما د اکثر بهرنیو موسساتو د غلا په اړه اورېدلي چې پروژو کې یې کوي خو دغه ډول کړنې یې بیا د ستایلو وړ دي چې بې سرپنا خلکو ته یې کورونه جوړ او له باد او باران یې په امن کړل. کور یې ودان

ځواب ورکړئ

واو! څومره ښه. په افغانستان کې په زرګونو داسې کورنۍ شته چې سرپناه نه لري او یا یې جوړولو ته وس نه کېږي. یو وخت دا کار د یو،ان، ایچ، سي، آر له خوا هم کېده چې له پاکستان څخه به هغو کورنیو ته کورونه جوړېدل چې تازه به راستانه شوي و. له طبعي افتونو ور ها خوا، جګړو افغانان سخت وځپل. په دې وجه افغانان سخت د رحم وړ دي. باوري یم چې د دوی په غربت به نړۍ خبره وي او که خبره نه وي هیله ده ځان پرې خبر کړي او رحم پرې وکړي. د دې خبر په لوستول سخت خوښ شوم. په دې هیله چې داسې موسسات او مرستې ډېرې شي او د افغانانو لاسنیوی وکړي.

ځواب ورکړئ

که څه هم چې ملګري ملتونه او په ځانګړې توګه یو اېن اېچ سي آر موسسه غله دي او د شویو مرستو له نیمایي نه ډېره برخه په خپلو اداري لګښتونو باندې لګوي، لاکن دا کار یې د ستاینې وړ دی. ما چې څه ادعا وکړه دا یوازې ادعا نه ده. زمونږ یوه خپلوان په کابل کې له یو اېن اېچ سي آر سره کار کاوه. هغه وویل، چې په ۲۰۰۲ کې کاناډا له یو این ایچ سي آر سره د یو میلیون کاناډایي ډالرو مرسته وکړه چې د خپلو محلي کارمندانو او د هغوی د کورنیو امنیت پرې وساتي لاکن یادې ادارې هېڅ افغان ته هغه پیسې ور نه کړې او په خپله خېټه کې یې واچولې. دغسې چې سړی هغو میلیاردونو ډالرو ته وګوري چې نړۍ واله ټولنه یې له افغانستان سره کوي او بیا د دوی د داسې یو څو کورونو جوړولو ته وګوري چې نه یې ظرفیت کوم ظرفیت دی او نه یې کیفیت د پام وړ دی، واضح معلومیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې غلاګانې کوي.

ځواب ورکړئ

د یو اېن اېچ سي آر اداره د هلمند په بولان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د ۱۰۰ کورونو په جوړولو وتوانېده چې ۱۰۰ بې کوره کورنیو ته سرپناه برابره کړي. دغه سل کورنۍ چې په سختو شرايطو کې يې ژوند کاوه او کورونه يې هم نه درلودل، د ملګرو ملتونو او یو اېن اېچ سي آر ادارې په مرسته يې کورونه ترلاسه کړل او بيا يې ارام ژوند پيل کړ. د دغو کورونو په جوړولو سره ملګرو ملتونو او یو اېن اېچ سي آر نه یوازې د هلمند ولایت د خلکو، بلکې د ټول افغانستان د خلکو زړونه وګټل. دا کورونه هر یو دوه د خوب خونې، یو پخلنځی، یو تشناب او یو کمود لري. دوی د کورنۍ اړتیا په بشپړونکي ډول حل کوي. دغه بې وزله خلک په دې سختو حالاتو کې چې ټول خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي د ځانونو لپاره کور نه شي جوړولی. ملګري ملتونه او د یو اېن اېچ سي آر ادارې وکولی شول چې د افغانستان د دغو بې وزلو خلکو هیلې پوره کړي. له ملګرو ملتونو او یو اېن اېچ سي آر څخه مننه.

ځواب ورکړئ