2022-12-20
هېڅکله لاس مه اخلئ: ښځې د محدودیتونو پروا نه کوي، په فراه کې د خیاطۍ دوکان له لارې د کورنیو مالي ملاتړ کوي
د کونډو یوه ډله چې اوس د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي، او همدارنګه یو شمېر داسې ښځې چې خپلې حکومتي وظیفې یې له لاسه ورکړي دي، په فراه ښار کې د خیاطۍ په یوه دوکان کې کار کوي ترڅو د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.