امنیت

د هرات اوسېدونکو له طالبانو څخه وغوښتل چې اوربند وکړي او د تلپاتې سولې لاره ونیسي

د عمر راپور

په عکس کې، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکو د سلواغې په ۳۰مه په تاوتریخوالي کې احتمالي کموالي ته د ښه راغلاست ویلو په مناسبت غونډه وکړه او له طالبانو او حکومت څخه یې وغوښتل چې په اوربند سره هوکړه وکړي او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت د لوېدیځو ولسوالیو له ۴۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳۰مه/ د غوریان ولسوالۍ په مرکز کې غونډه وکړه، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې په یوه تلپاتې اوربند باندې هوکړه او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

د زنده جان او کوهسان په ګډون د ولسوالیو د ځوانانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د غونډې برخه والو په افغان حکومت او اورپکو باندې غږ وکړ چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د غوریان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ملنګ شاه حیدري وویل، «هر څوک اوربند او د جګړې پای ته رسېدل غواړي. موږ په جګړه کې ښکېلو ټولو طرفونو باندې غږ کوو چې د تاوتریخوالي په کمولو سربېره دې اوربند هم اعلان کړي چې حالات د سولې لپاره برابر شي.»

امریکایي چارواکو د سلواغې په ۲۴مه اعلان وکړ چې، طالبانو منلې چې د اوو ورځو په مخه په تاوتریخوالي کې کموالي راولي خو د پیل نېټه یې لا معلومه نه ده.

په عکس کې، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ له ۴۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۳۰مه له طالبانو سره د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره راوتلي دي. برخه والو په اورپکو باندې تاکید وکړ چې په تلپاتې سوله باندې هوکړه وکړي. [عمر]

په عکس کې، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ له ۴۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۳۰مه له طالبانو سره د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره راوتلي دي. برخه والو په اورپکو باندې تاکید وکړ چې په تلپاتې سوله باندې هوکړه وکړي. [عمر]

غوریان ولسوالي له هرات ښار څخه ۶۰ کیلومتره لوېدیځ ته له ایران سره پولې ته څېرمه پرته ده. دغه سیمه په وروستیو کالونو کې د ناامنۍ او د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د خونړیو نښتو شاهده وه.

حیدري وویل، «په جګړه کې ښکېلو لوریو -- په ځانګړې توګه طالبانو -- څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په یوه اوربند باندې هوکړه وکړي چې د یوې تلپاتې سولې لپاره شرایط برابر شي.»

هغه وویل، ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې په شخړه کې غټ رول لوبوي، او زیاته یې کړه چې، هغوی باید له افغانانو او له افغان حکومت سره همکاري وکړي چې د سولې د پروسې د ټکني کولو پرځای سوله راولي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ له ډېر وخت راهیسې د طالبانو په ګډون هغو ملېشو او ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان کې فعالیت کوي مالي، لوجیستیکي او نظامي مرستې برابروي، او په زرګونو افغانان یې د فاطمیون لوا په نامه تشکیل کې، چې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ګټه د جنګ لپاره توظیف شوي دي، استخدام کړي دي.

د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي معروف شریفي د سیمې په هېوادونو باندې غږ وکړ چې په شخړه کې لاسوهنه ونکړي تر څو افغانستان وکولی شي چې د سولې په لور حرکت وکړي.

هغه وویل، «له ګاونډیو هېوادونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې په جنګ باندې نور تېل ونه شیندي او پرېږدي چې افغانان پخپله د خپلې راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي.»

هغه زیاته کړه، که ګاونډي هېوادونه لاسوهنه ونه کړي، طالبان به د سولې پروسه قبوله کړي او وبه کولی شي چې له افغانانو سره په ګډه یو عادي ژوند وکړي.

شریفي وویل، «په قطر کې د سولې په خبرو کې په پرمختګ او د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې د کموالي په راتللو سره، دا په هېواد کې د سولې لپاره غوره فرصت دی. طالبان او حکومت باید وخت ضایع نه کړي. دا طلایي فرصت باید له لاسه ونه وځي.»

دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې متحده ایالات له طالبانو سره د هوکړې رسیدو لپاره هڅو ته دوام ورکوي چې د اورپکو له خوا د بېلابېلو امنیتي ضمانتونو او د داسې تعهد په بدل کې، چې له افغان حکومت سره به د سولې خبرې ترسره کوي، د خپلو عسکرو اېستلو ته لاره هواره کړي.

د سولې په چارو کې د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۸مه/ وویل چې نوموړی د یوې نهایي هوکړې په لور د پرمختګ په هکله «په محتاطانه توګه هیله مند» دی، او زیاته یې کړه چې متحده ایالاتو «د امنیتي مسایلو په هکله له طالبانو څخه ژمنې» اخیستې دي.‌

کله چې هوکړه وشي، بیا به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت له طالبانو سره د کتنې او د افغانانو په استازیتوب په رسمي توګه د سولې د هوکړې لپاره چمتووالی ونیسي.

سوله: د ټولو افغانانو هیله

په غونډه کې د غوریان ولسوالۍ یوه مدني فعال یادالله پویا وویل، افغانان له جګړې څخه ستړي شوي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هڅې وشي.

هغه وویل، «ما په خپل ۴۰ کاله ژوند کې له جنګ څخه پرته بل څه نه دي لیدلي. سوله تل زما او د ټولو افغانانو هیله وه او ده.»

پویا زیاته کړه، جګړې افغانستان په هره برخه کې ویجاړ کړی دی، او په داسې حال کې چې نور هېوادونه د پرمختګ او تعلیم په برخه کې ډېر پرمخ تللي دي، افغانستان د جګړې له امله شاته پاتې دی.

هغه وویل، «سوله یو بشري ضرورت دی. اکثر هغه هېوادونه چې جګړې په کې شوي دي بالاخره د سولې کولو ته ناست شوي دي. په افغانستان کې له څلورو لسیزو جنګ څخه وروسته د سولې لپاره فرصت برابر شوی دی، او د جګړې ښکېل لوري د سولې له منلو څخه پرته بله لاره نه لري.»

د کوهسان ولسوالۍ د مدني ټولنې یوه فعال محمد ناصر نېکزاده وویل، دا ښه وخت دی چې تاوتریخوالی په یو ځل او د تل لپاره پای ته ورسول شي.

هغه وویل، «له طالبانو، افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې اوربند اعلان کړي او په ټول هېواد کې یوه تلپاتې سوله یقیني کړي.»

نېکزاده زیاته کړه، سوله باید خبرو پورې محدوده نه وي بلکې ژرترژه په حقیقت باندې بدله شي چې نور بې ګناه ملکي خلک خپل ژوند له لاسه ورنه کړي.

هغه وویل، «د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ملکي خلک هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا ټولوژنه باید ودرول شي.»

یو ناروا جنګ چې باید پای ته ورسول شي

په غونډه کې دینی عالمانو وویل چې په افغانستان کې روانه جګوه ناروا ده او د شخړې په لوریو یې غږ وکړ چې جګړه دې پای ته ورسوي.

هغوی روښانه کړه چې، په داسې حال کې چې د جګړې قربانیان افغانان دي، له شخړې څخه ګټه ګاونډي او د سیمې هېوادونه اخلي.

په غوریان ولسوالۍ کې یوه دیني عالم مولوي محمدظاهر وویل، «که حکومت او طالبان په ریښتیا مسلمانان وي، هغوی باید دا جګړه ودروي او د سولې لپاره د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.»

هغه وویل، جګړه بې ګناه مسلمانان وژني چې افغان ځوانان په کې شامل دي او اسلام د داسې تاوتریخوالي مخالف دی.

هغه وویل، «طالبانو ته زما پيغام دا دی چې د خدای لپاره او د قران لپاره، لطفا نور د مسلمانانو بچي مه وژنئ،» او زیاته یې کړه چې اسلام اورپکو ته دا اجازه نه ورکوي چې افغان عسکر ووژني.

ظاهر تاکید وکړ چې، «دا عسکر شپه او ورځ د دې لپاره کار کوي چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او د خپلو کورنیو لپاره د ژوند څوری وګټي. هغوی باید ونه وژل شي. امنیتي ځواکونه د دې هېواد بچیان دي. هغوی مسلمانان او د مسلمانانو اولادونه دي. د امنیتي ځواکونو د غړو وژنه د اسلام ضد عمل دی.»

په غوریان ولسوالۍ کې یوه بل دیني عالم مولوی طیب اخوندزاده وویل، د اسلام دین مسلمانانو ته امر کوي چې سوله وکړي.‌

هغه وویل، «د مسلمانانو تر منځ جګړه مردوده ده. د هغه ګټه یواځې د اسلام دښمنانو ته رسیږي. طالبان او امنیتي ځواکونه دواړه مسلمانان دي -- هغوی باید یو بل ونه وژني.»

«د سولې فرصت رارسېدلی دی. زه د شخړې په ټولو لوریو باندې غږ کوم چې؛ د خدای لپاره، لطفا دا جنګ پای ته ورسوئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500