اقتصاد

په کندهار کې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي پله د اوسېدونکیو د تګ راتګ ستونزې حل کړې

د رحیم الله خپلواک راپور

د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یو نوی پول چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته جوړ شوی، اوس د زرګونو خلکو لپاره تګ راتګ اسان کړی دی. دغه پول چې ۲۱ متره اوږد او ۵ متره پلن دی، له دهلې بند سره نږدې د ارغنداب سیند دپاسه جوړ شوی دی. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یوه نوي پله چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته جوړ شوی، اوس د زرګونو خلکو لپاره تګ راتګ اسان کړی دی.

دغه پول چې ۲۱ متره اوږد او ۵ متره پلن دی، له دهلې بند سره نږدز د ارغنداب سیند دپاسه جوړ شوی دی.

پول د څلور میاشتې کار څخه وروسته د کب په ۲۶مه د تګ راتګ کوونکیو لپاره پرانستل شو.

پول د ډنمارک د کډوالو شورا د یو اېن ډي پي په مالي مرسته د ۴.۵ میلیونو افغانیو (۵۲۰۰۰ ډالرو) په لګښت جوړ کړ.

په عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی، د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یو نوی ۲۱ متره اوږد پول لیدل کیږي چې د ارغنداب سیند دپاسه جوړ شوی دی. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی، د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یو نوی ۲۱ متره اوږد پول لیدل کیږي چې د ارغنداب سیند دپاسه جوړ شوی دی. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

د کندهار د اقتصاد ریاست رییس عبدالسلام بریالي وویل، د دهلې پول اوس د شاه ولي کوټ ولسوالۍ شپږ سیمې او د دهلې بند له کندهار ښار سره نښلوي.

بریالي وویل، «خلک دهلې بند او د هغه تفریحي سیمو ته په تګ کې له ستونزو سره مخامخ ول، خو د دې پله په جوړېدلو سره د کندهار ښار او ځینو ولسوالیو اوسېدونکي کولی شي چې په اسانۍ سره دهلې بند ته سفر وکړي.»

هغه زیاته کړه، د بند په جوړولو د شاه ولي کوټ ولسوالۍ ۵۰ ځوانان د څلورو میاشتو په مخه په کار بوخت شوي ول.

هغه وویل، «دا پول به تر لسیزو پورې تګ راتګ اسان کړي.»

لېږد رالېږد ته وده ورکول

د شاه ولي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پاینده محمد چې ۶۳ کاله عمر لري، وویل، که د اوبو سطحه به ډېره لوړه شوه، خلک به مجبور ول چې کندهار ښار ته د رسېدلو لپاره په اوږدو لارو لاړ شي.

هغه وویل، «پخوا یو کوچنی پول و، خو د جنګونو په ترڅ کې د ماینونو په چاودنو کې ویجاړ شو.»

محمد وویل، «د پله له ویجاړېدلو څخه وروسته، موږ نشوای کړای چې ناروغان په وخت سره روغتونونو ته ورسوو. تګ راتګ ډېر سخت و، او چې موږ به ډېر زیات مجبور نه شوو، ښار ته به نه تلو.»

هغه زیاته کړه، «د دې پله په جوړېدلو سره، موږ کولی شو چې ډېر په اسانۍ سره په لږ وخت کې کندهار ښار ته تګ راتګ وکړو. اوس فاصله ډېره لنډه ده، او موږ نور مجبور نه یو چې کندهار ښار ته د رسېدلو لپاره اوږده لاره ونیسو.»

هغه وویل، د نوي پله جوړیدلو د هغه ژوند اسان کړی دی.

د شاه ولي کوټ ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عبدالباقي، چې ۶۴ کلن دی، وويل، په دوبي او ژمي کې د سيند د سطحې لوړېدلو به په تګ راتګ کې ډېرې ستونزې رامنځته کولې.

هغه وويل، «کله چې د سيند د اوبو سطحه لوړه وه، موږ مجبور وو چې کندهار ښار ته له غرنيو لارو تګ راتګ وکړو. لاره ډېره خرابه ده، چې ښار ته تګ ډېر ستونزمن کوي.»

باقي وويل، «زه ډېر خوښ يم چې زموږ د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې. پخوا به د شپې له خوا کندهار ښار ته تګ ناشونى و، خو اوس هر وخت چې وغواړو هلته تللی شو.»

باقي زياته کړه، د نړيوالو ادارو پرمختيايي پروژو کار پيدا کړى او هيلې يې راټوکولي دي.

دغه راز، دا پول د هغو کسانو لپاره چې له کندهار څخه سفر کوي، هم ګټور دی.

۳۲ کلن تاج محمد سیرت چې د کندهار ښار اوسېدونکی دی، پخوا به د دهلې بند ته د رسېدو لپاره د ساعتونو اوږده غرنۍ لاره وهله.

هغه وويل، «هره ورځ د کندهار په زرګونو ښاريان د دهلې بند ته د ليدلو او سيل لپاره ورځي. د پول له جوړېدلو څخه مخکې هلته تګ ډېر سخت و.»

هغه زياته کړه، «د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکيو له ښار څخه خپلې ولسوالۍ ته په تګ راتګ څو ساعته وخت لګاوه، خو اوس کولى شي چې په يو ساعت کې خپلو کورونو ته ورسېږي. دا د خلکو لپاره یوه لویه اسانتيا ده.»

سیرت وویل، د پله په جوړیدلو سره، ډیر ځایی خلک د مېلو او نندارو لپاره دهلې بند ته ځي.

د افغانانو ژوند ښه کول

د سیمې اوسیدونکي وايي، د ملګرو ملتونو مرستې د مثبت بدلون لامل شوې دي.

د شاولي کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکى ٤٢ کلن خيرالله څلور مياشتې د دهلې پله په جوړولو کې په کار بوخت و.

خيرالله وويل، چې په دې پروژه کې د کار کولو له امله یې هره مياشت ١٢٥٠٠ افغانۍ (١٤٠ ډالر) ترلاسه کولې، چې له هغه سره یې مرسته کړې وه څو له بې کارۍ او کورنۍ یې له بې وزلي څخه وژغورل شي.

هغه وويل، «بې کارۍ زه ډېر زیات زورولم، ځکه چې اقتصادي ستونزې خپل اوج ته رسېدلې وې. ما د دهلې د پله په جوړولو کې په کار کولو سره وکولی شول چې معاش ترلاسه کړم.»

خيرالله وويل، «ماته د یوې پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې ګټل را ترغاړې دي. هغه معاش به چې ما د پله جوړولو له پروژې څخه څلور میاشتې ترلاسه کړ، څو نورې مياشتې زما د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره کفایت وکړي.»

هغه وویل، د مرستندویو ادارو له مرستې پرته به نور افغانان د بې وزلۍ او لوږې له امله کډوالۍ ته اړ شي.

د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي ٥٤ کلن سنګين نورزي وویل،له يوه کال راهيسې هغه د خوړو نړيوال پروګرام څخه خوراکي توکي ترلاسه کوي.

هغه وويل، «زما دوه زامن په جګړه کې ووژل شول، چې ورسره د يوې ١٣ کسيزې کورنۍ سرپرستي ماته راترغاړې شوه. زه زوړ شوى يم، کار نشم کولى او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ يم. له مرستندويو ادارو څخه ترلاسه شوې مرستې زما کورنۍ له لوږې څخه ژغورلې ده.»

هغه زیاته کړه، «که د مرستندویو ادارو مرستې نه وای، موږ به د لوږې له لاسه مړه شوي وای.»

هغه وویل، «بله لار نشته چې موږ پرې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړو. زما زامنو په ملي اردو کې دنده ترسره کوله او میاشتني معاش یې درلود، خو درې کاله وړاندې دواړه د یوې میاشتې په فاصله کې ووژل شول.»

نورزي وویل، د مرستندویو ادارو مرستېپه میلیونونو بې وزله افغانان له لوږې او تدریجي مرګ څخه ژغورلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟